جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد پاکستان پوځ په پېښور کې د خپلو ۴ سرتېرو وژل کېدا...

د پاکستان پوځ په پېښور کې د خپلو ۴ سرتېرو وژل کېدا تایید کړه

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۲۱ مه) د پاکستان پوځ ومنله چې پرون د پیښور په حسین خیلو سیمه کې یې د عملیاتو په ترڅ کې ۴ پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې پرون (چهارشنبې) په یوه بیان کې ادعا کړې وه چې د پېښ،ر په حسین خېلو کې یې یو مهم وسله وال مخالف قوماندان او د هغه دوه نور ملګري وژلي دي. پوځ خپلو مرګ ژوبلو په اړه څه نه و ویلي.

خو پرون ناوخته یې وویل چې څلور پوځیان یې وژل شوي وژل شوي دي. پوځ په عین حال کې د دې لپاره چې وښيي چې وژل شوي پوځیان پنجابیان نه دي، ویلي چې وژل شوي سرتېري د سوابۍ، کواټ، پیښور او مانسېرې اوسیدونکي وو.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د خبرپاڼې له مخې، په حسین خیلو سیمه کې د پوځ او پولیسو له خوا د دغو ګډو پوځي عملیاتو په نتیجه کې درې سختدریځي وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ په وینا د عبدالرحیم په نوم د سختدریځو یو قومندان چې پرسر یې ۶ میلیونه روپۍ جایزه ټاکل شوې وه هم د وژل شویو په ډله کې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...