جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهله امریکا یو شمېر پخواني پوځیان خوست ته راستانه شوي

له امریکا یو شمېر پخواني پوځیان خوست ته راستانه شوي

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۲۱ مه) له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د اړیکو کمیسیون وايي چې د خوست ولایت د (کې پي اېف) یو شمېر پوځيان د دوی په بلنه له امریکا څخه افغانستان ته بېرته راغلي دي.
 
دغه ځواکونه د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه د جمهوري نظام د سقوط په مهال په ځانګړو الوتکو کې د امریکا متحدو ایالتونو ته انتقال شوي وو. 
د طالبانو کمېسیون پرون (چهارشنبې) د شپږو پوځیانو عکسونه خپاره کړي او لیکلي یې دي، چې د دوی په منځ کې یو یې پوځي افسر، درې تنه یې سرتېري او دوه تنه نور یې مسلکي کارکوونکي دي.
تر دې مخکې هم طالبانو له امریکا څخه خوست ولایت ته د درېیو پوځیانو د ستنېدو خبر ورکړی و.
 
د جمهوري نظام د هغو پوځیانو، چې صفر یو، سفر ،،، قطعو په نامه مشهورې وې او امریکايي پوځیانو روزلي وو، زرګونه غړي امریکا ته بیولل شول او اکثره د امریکا په ټکساس ایالت کې مېشت شول چې خورا توده هوا لري.
 
ځینې راپورونه وايي چې هغوی د کلتوري تفاوتونو له کبله هلته ډېر خوشاله نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب