سه شنبه, جولای 30, 2024
Homeخبرونهد ګیله من وزیر پر شهادت په ټولنیزو رسنیو کې پراخ ماتم...

د ګیله من وزیر پر شهادت په ټولنیزو رسنیو کې پراخ ماتم روان دی

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۲۰ مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین د دغه غورځنګ د مخکښ غړي او مشهور افغان ملتپال شاعر ګیله من وزیر د شهادت خبر تایید کړ.

نوموړي د اسلام اباد د یوه روغتون مخې ته په داسې حال کې، چې د ګیله من ورور او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړي هم ورسره وو، دغه خبر تایید کړ.

ښاغلي پښتین وویل، چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه مشهور ډاکټران د ګیله من د درملنې لپاره راوستول شول، خو د هغه درملنه نا ممکنه وه او له دې نړۍ وکوچېده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر دا هم وویل، چې دغه غورځنګ له پيله د قربانیو په ورکولو رامنځته شوی او اوسني مقام ته رسېدلی او د غورځنګ هر غړی د سر ومال هر ډول قربانۍ ته حاضر دی، خو د خپلې خاورې او ملت ازادي غواړي.

پر شاعر او د پښتون ژغورنې غورځنګ تکړه فعال ګیله من وزیر د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د نامعلومو کسانو له لوري مرګونی برید شوی و.

ګیله من وزیر تر دې پخوا هم استخباراتي ادارو نیولی او شکنجه کړی و.

د هغه په شهادت د لروبر زرګونه افغان فعالانو په ټولنیزو رسنیو کې ژوره خواشیني ښودلې او دا یې یو ملي ماتم ګڼلی.

4 COMMENTS

  1. پرننګ مړ خو څه مړ نه دي
    دبې ننګه ژوند جفاده
    لاس به وا نه خلم له ننګه
    که پر ننګ پاته دنیاده
    الله ج دې د جنتونو سردار کړي
    آمین

  2. GEELAHMAN WAZEER SHAHID ROOKH TAH DROODONAH AW SALAM LEEYGEM/ALLAH DEE JANATOONAH NASIB WOGERZAWEEY.FAMILE AW KHOCHNIANO TAH DEE KHUDAYEE SABER WARKEEY.
    PUKHTOONS NEED TO PICKUP WEAPONS AGAINST PUNJABI ESTABLISHMENT
    BECOME TO GETHER WITH T T P& B A L
    MANANAH

  3. الله دې جنتونه نصیب کړي. زه دې ته حیران یم چې دې سپګنو او د قتل المسلمین ټیکدارانو د مممنین نه نیولې تر چڼچڼچڼینو پورې هیڅ یو هم څه ونه ویل. دلته پنجابیتوب ثابت شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب