سه شنبه, جولای 30, 2024
Homeخبرونهګیله من وزیر د اسلام اباد په روغتون کې سا ورکړه

ګیله من وزیر د اسلام اباد په روغتون کې سا ورکړه

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۲۱ مه) د پښتنو د حقونو مشهور فعال او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ګیله من وزیر، چې د روانې اوونۍ د یکشنبې (جولای ۷ مه) په ورځ د اسلام اباد په بي ۱۷ سیمه کې له وهل کېدو وروسته سخت ټپي شوی و، نن شپه په ابدي خوب ویده شو.

ګیله من وزیر له ټپي کېدو وروسته د اسلام اباد په یوه روغتون کې بستر و او دوه جراحي عملیات یې وشول خو تر پایه کوما پاته شو.

پر ګیله من وزیر د حملې مسوولیت هیچا په غاړه نه دی اخیستی خو نوموړی تر دې وړاندې هم د پاکستان امنیتي ادارو نیولی او سخت شکنجه کړی و.

له امریکا او څو نورو هیوادونو د ګیله من وزیر خواخوږي ډاکتران اسلام اباد ته ورغلل چې د ده په درملنه کې مرسته وکړي خو هغه داسی نه و وهل شوی چې د درملنې امکان یې وي.

ټاکل شوې ده چې نن (پنجشنبه) د ګیله من وزیر جنازه مردان، صوابۍ، پېښور، کواټو بنو او بالاخرخ شمالي وزیرستان ته یووړل شی.

د جمعې په ورځ به د ده جنازه په شمالي وزیرستان کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې پولیسو تراوسه پورې د ګیله من وزیر د وهلو او ترور په تړاو نه څوک نیولي اونه څوک تورن کړي دي.

4 COMMENTS

  1. انا لله و انا الیه راجعون
    الله دې جنتونه ورکړي ؛ ملګرو،کورنۍ او دوستانو ته دې جمیل صبر ورکړي او د ګیله من وزیر سپیڅلی شهادت دې دپښتنو/افغانانو د لا زیاتو مبارزو لکه د نورو شهیدانو په پل ګړندۍ کړي .ان شآء الله لراوبر به په لوی افغان بدلیږي؛ تور لینګي پنجابی او تورمخی جاسوسان به ې په اباسین او ازغن خندقو کې مرداریږي!
    په صبر صبر پوره نشوه*******سبا مو نیت دی بېصبرۍ ته ملاتړونه

  2. هغه قوم چي د خپل حق د حصول لپاره قربانی ته چمتو شی ،بری یی حتمی دی ان شاء الله تعالی.
    ظالم غاصب په دی شرمیدلو هڅو د حق د پټولو لپاره نه یواځی دا غورځنګ ضعیفولی نشی بلکی نور هم څپانده کیږی خواخوږی او وحدت زیاتوی او مظلومان په مرصوص صف کی دروی.
    ان شاءالله ګیله من او په زرګونو نورو ددی لاری شهیدانو ته به رب العزت بهترین جنت ورکړی او لارویان به یی خپل حق ترلاسه کړی.
    او د ظالمانو نه انتقام ،عزیز ذو انتقام ذات ته ورسپارو ،هغه تر ټولو ښه انتقام اخیستونکی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب