سه شنبه, اکتوبر 8, 2024
Home+د وردګو د واده دود او بدلې | احسان الله ارینزی

د وردګو د واده دود او بدلې | احسان الله ارینزی

دوه دېرشمه برخه 
د واده بدلې 
دا هغه بدلې دي چې د ناوۍ د راايستلو او وړلو په وخت كې يې كور واله ښځې بولي:

كمكۍ نجلۍ اورونه ولې لګوې

تا به خداى ساتينه ابك (638) دې ولې ژړوې

*

د موږ ناوۍ اورنه ولې لګوې

تا به خداى ساتي، ابګنۍ (پلارګنۍ) ولې ځوروې

په خوړ كې كينه چې سېل دې يوسي

ادكه مور دې نشته چې ناز دې يوسي(639)

*

تلې (640) راوختلې پريوونيې(641) پريوتلې

د پلار ګرانې لورې په جنجال كيوتلې

*

څلور سره يارانو د غزني اوليا گانو

ناوۍ مو په لاس دركه، چې وينخوريه ليوانو

 

په وردګو كې د هرې ناوې كورنې مجبوره دى چې په ورا راغلو ځينو نارينه ؤ او ښځو ته سوغاتونه وركړي. همدا راز دوى بايد د خپلې لور له پاره (كور)  برابر كړي او حتى د ناوې دوړلو موټر يا اس ته سوغات وركړي. په لاندې بدلو كې دا راز غوښتنې انځور شوې دي:

د (…) توده كمپله سړه يې ټكله ده(642)

د زوم كالي يې شته مخ يې تور ږيره يې كله(643) ده

*

ناوۍ ورور دې ولېږه كابل ته

چې زوم ته كالي راوړي بريځر ته

*

چې په دالان كې پروت يو سكور دى

د زوم كالي دې شته، مخ دې تور دى

*

د دېوال ته خوا (644) وېلاړې ته پوهېږي كه نه

د زوم كالي دې نشته ته شرمېږې كه نه؟

*

لوړې بلخانې ته ورختى نه شم

د زوم كالي دې نشته سيالانو ته كتى نه شم

پيالې پړمخې نسكورې

(…) سترګې وخورې، خېښې ووتې سرتورې

*

ګڼ بران ته كينه چې لمده دې كا

دسې مور دې نشته چې درنه دې كا

*

ځوانان خپه وېلاړ دي شنې لونګۍ راوباسئ

اسپه مې تاوېږي گردنۍ راوباسۍ

*

د موږ سپينې روپۍ لكه ډبرې

ناوې ته كميس جوړ كړئ د گزبرې(645)

*

سلګون لوټونه تا خستل (646) بې شماره

راوباسه كوزه او چلمچي دواړه

*

لوړې بلخانې سكښتي تاكونه دي

راواچوه ټغر ټول يې ليورونه دي

*

په جام كې اوبه تورې

يا: كټوگى(647) ګورئ نسكورې

يا: پيالې پړمخې نسكورې

(پلانى) ته دسې ويه چې خېښې ووتې سرتوري(648)

يا: (پلانيه) سترگې وخورې خېښې ووتې سر تورې(649)

د ناوې د وړلو بدلې:

دا هغه بدلې دي چې ټنگورې يې په لاره بولي. (لاره) هغه واټن ته ويل كېږي چې د ناوې د پلار گنۍ او د زوم د كلي- كور ترمينځ پروت وي.

ناوۍ چې كدم (650) اخلي پونده كېږده

كدم دې د (…) (651) په لورې كېږده

*

په سر دې سور سالو شامستې ځه راسره

د (… خان) نيلى ولاړ خويندې جوړه ورسره

*

په سر دې د پيله ورېښمنو پخه ده

ناويې ملكانو ته دې مخه ده(652)

د خسر كور ته د ناوې رارسول:

د زوم په كلي او كلا كې هم خېښۍ لاندې بدلې بولي. دوى د خپله ناوې ستايي او خپله خوښۍ څرگندوي. په دې بدلو كې كله كله د ناوې د پلار گنۍ ښه او كله هم بد يادېږي.

د سرو زرو چلم زېړه يې غاړه ده

په كنج كې د (…خان) ناوۍ وېلاړه ده

*

سم د نمازديگره (…) وويشته كوتره

ناوۍ د (… ګل) ده شال يې ولوېدا(653) د سره

*

د كييه (654) راغلې حورې د پاسه راغلې دوړې

په دې غرمه يې راوړئ د سره پرينګي (655) لورې

يا: په څه ناوختي راغلې د سره پرينګي لورې

يا: ښه شوې په اوبو كې توره ماره

يا: ښه شوې وختې (… ) د زړه ارمانه

*

پورته  پورته ليلا وېلاړه ده

پلو يې نيسۍ ستړۍ ستومانه ده، په سر يې شال دى زېړه يې غاړه ده

د پاسه په سره اوښ باندې ډولۍ رغليې(656)

(…) ته ويه رووزه كور ته دې سيلۍ رغليې(7656)

*

ګل د ستارى دى چې يې نار (658) كړي

د (…) د ناوې زورى(659) په موږ خداى كړي

*

راخيژه د لونګو په شاخو كې

كوزييه(660) د (…) په بلخانو كې

*

موږ غومچه ميندلې ده

(…) ته اوال (661) وركړه نجل دې ډېره ښايسته

*

ډوډۍ به پخوي بران به ووري

(…) به ته د  نازه اغا بولې

يا: (…) به د نكامه لالا بولي(662)

چرګه كاكولاله كور كمن زېړه يې غاړه

موږه څه كولې چې (…) راوړې په غاړه

*

ګل د ګلبوټي سه ښه جوړېږي

ويندير د (…) سه ښه ښكارېږي

*

ښې شوې په پلالو اوبه ولاړلې

ښې شوي د دووس د كور نه راغللې

*

ښه شوې چې راغلې چاودينكې

اوس نور روباسه د پلار د كور چينكې

*

د اوښ ته گيډه ولېدې رسۍ

په څه ناوختي راغلې پردېسۍ

*

پورې دو(663) باغونو ګرد نيولى

د (..) ويندير يې راوړه، سر يې سرو شالو نيولى

*

ده روڼ مزى د تا دى د لمنې

ده ښه ليور د تا دى بختورې

*

كوزه په باغ گډه شوم نارنج مې راووړ

او كليه منئ يې چې سور ګل مې راووړ

*

تورې سترګې تور باڼه دې لارې  لارې

ښه شوې چې راغلې د (…) د كور واكدارې

*

څه عجيبې نندارې شوې د لمنې

د (…) په لاس كې كېوتې (664) زرګرې

*

ناوې چې پرون ده وختې دې لښتې ماتولې

نن مې نظر بنده كېنولې

*

څه سپينه سپوږمۍ وې چې رڼا شولې

كه لور د (… خان) وي اوس د ما شولې

*

ښې شوې په توشكو دې پښې كېښودې

ښې شوې د ابه رچې دي پرېښوې(665)

*

د ما گوتيې په سرو زرو كې پټه ده

د موږ ناوې په ښو ليورو كې پټه ده

په زېړو ګلو كې راتلې خورې ګلداره به شې

كه دې ادې ته شولې ورته دلاله به شې(666)

د ناوې كتل:

وروسته تر دې چې ناوې د خسر په كور كې ښكته شوه او خلكو د لږ شېبې له پاره دمه ونيوه د ناوې كتل پيل كېږي، ښځې نارينه او ماشومان په جوپو  جوپو كوټې ته ننوزي او ناوې گوري:

ښه وي چې په كونج كې زېړ ګلونه شوې

ښه وې د (… ) د كور مزدوره شوې

*

خدايه شكر په دې ست(667)

كه دې يو لك روپۍ ولاړې، وروره سر دې سلامت

يا: كه شين پټى دې گرو شو، وروره سر دې سلامت

*

په لويو غرو بران په موږ ګلۍ اوري

د (…) په توخانه كې اشرپۍ ووري

*

سور سندك دړې وړې

جر دې شم ده ټېټه بيه د ما ويندېرې

*

په غره كې د ګوګړو اور بلېږي

په كونج كې د (…) ناوۍ ځلېږي

*

د موږ ناوې لكه چنار ودرويه

(…) يې په سر كه شين شال وغوړويه

*

سل زره دې ولاړې وروره سر دې سلامت

ده ويندير د (.. خان) ده وروره بيه دې مبارك

*

نن بيه په جرګه (668) پشم غوړېدلى دى

(پلانيه ) د ښو چټو ګل دې كړى دى

*

ناويه په بڼو دې ځومبكان دي

ناويه خسرخېل دې ملكان دي(669)

عمومي بدلې:

دا بدلې د واده د بېلا بېلو مراسمو په ترڅ كې په عمومي ډول بلل كېږي:

په نري چمن يې واړول باورنه

د (…) د ښادي غږ دې په ملكونه

*

 د غره ګور ګوري سرې يې لمنې

د پاسه راغلې د ګلو ونې

يا:(…) به راشې سرې يې منګولې

*

لوړې خورې لوړې چې اوبه وړي د ژورې(670)

(…) د تا ليور دى ليور مه خورى(671) څڼورې

*

باغدادي كوترو خوب كړى كه ويښېږي

د (…) همځولو كوچ كړئ روانېږي
*

په درنه ميچن (672) اوړه شې لونګينه

د (…) غولى مې پشم زېړ ګلونه
———————-

[6381] منى- د وردگو خلك (منى) د مني (خزان) په موسم كې جوړوي. منى په تار كې د مندكو (د بادامو يا زردالو خستې) پېيلو ته وايي. كله چې د ونو مېوې ټولې شي، ښځې د مېوو مندكې ماتوې او بيا يې د ستنې او تار په مرسته پېيي. ځنې ښځې ډېر ښايسته مني جوړوي او بيا يې په ژميو كې په خپله خوري(مطلب ټوله كورنۍ) او يا يې خپلو خپلوانو ته سوغات وركوي.

[639] – د كوچيانو بدلې:

اوږدې سوې د كرمان غاړې اوږدې سوې

ادكې روخست (رخصت) وركه، لارې دوې سوې

يا: لوركۍ ته روخست وركه لارې دوې سوې

*

(پلانيه) لوركۍ تا وركړه بنديه

له (…) نه يې بيا مه غاړه پرديه

يا: له (…) نه يې بيا مه غاړه زنديه

*

خداې دې وه ناوۍ كه به اورونه لگوې

تا به خداى ساتي، دا (…) ولې زړوې

*

له كوره نه تلې ولې ولاړې

څې موركۍ دې در په زړه سي وبه زاړې

يا: څې پلار گل دې در په زړه سي وبه زاړې

*

يوه مڼه پخه سوه بله زېړه زرغونه سوه

د (…) يوه لوركۍ وه، شا يې ورته كړه سپره سوه

(كوچيانۍ پانگه، ص 115- 116).

[640] تلې- د اسمان څو منظم ستوري دي چې په خپل موقعيت يې يو محدب شكل چې تلې ته ورته والى لري منيځ ته راوستلى دى.

[641] – پريونې – پروين – ثريا- د ستوريو يوه مجموعه ده چې په فلكوري وخت پېژندنه كې د شپې او سهار وختونه پرې ټاكل كېږي.

[642] – ټكله- ټيكله- مړۍ- ډوډۍ

[643]– كل- خرېيلې- تراشېده. په وردگو كې كله چې يو څوك پړ يا گرم وبلل شو، نو خلك ورته وايي چې ايره (ږيره) دې كله شه، د دې خبرې مانا دا ده چې ږېره دې د جرگې يا مشرانو د پرېكړې له مخې په زور او د ډم په لاس وخرېل شه!

[644] – خا – خوا- لورى- طرف.

[645] گزبره- كوم ډول ټوكر يا مهمله كلمه.

[646] خستل – اخستل.

[647] كټوګى – كمكى كټو

[648] د كوچيانو بدل:

جوگي ته ناوۍ جوړه كړئ جوگى ولې نه راځي

د جوگي مې بنگړي نشته جوگى ولې نه راځي

*

خداى دې وه (پلانيه) په غره كې غركى مه كه

راسه او (پلانيه) دا د لور عزت دې وكه

(پشتانه كوچيان، ص 165).

[649] د غزني او كلات تر مينځ د سيمو بدلې:

سر دې لكه څلي         مرغۍ دې لكه خلي

دونه سور دې كښلي    ته وا سور كور دې راوړى

(د پښتنو دودونه، ص 24).

[650] كدم – قدم.

[651] – د كلي نوم.

[652] د كوچيانو بدلې:  E

سور اوښ په زيو- زيو سر يې زنگنو ته ځي

(…) ته داسې وايه څې لور دې سرو لمبو ته ځي

(كوچيانۍ پانگه، ص 119)

[653] ولوېدا – ولوېده.

[654] – ګييه – كښته.

[655] – پرينګى- پرنګى – فرنګى- انګريز- انګليس او دا هم د سندرې د دوهم بند بله بڼه:

[656] رغليې- رارسېدلې- راغلي.

[657]  ځينې وخت داسې پېښېږي چې يوه بدل په لږ تغير د دوه – دريو وختونو له پاره ويله كېږي. لكه دا بدل د (رغليې) په صورت كې هغه وخت وېل كېږي چې ناوې د خسر كور ته رارسيدلي وي. اوس كه چېرې دا كلمه په (راغله) او (راغلې) واړول شي، بدل بالترتيب د ناوې د وړلو سره جوخت په لاره او كلا (قلعه) كې ويله كېږي.

[658] – نار- اتش. غالباً د ګل د غوړېدو په مانا.

[659] كوزييه – ښكته كېږه.

[660] اوال – احوال.

[661] زورې – زېرى – مژده.

[662] نكام- ناكام- مجبوريت

او دا هم د كوچيانو بدلې:

د اوښ په شا ټوكرۍ يې څې ويده نه سې

وه د دووس لورې څې كږه نه سې

[663] دو- دغه.

[664] كيوتې – ونښتې.

[665] په دوهم بند كې د رچې په عوض د سپږې او كنيې كلمې هم راځي. (كنيه- يو سپين رنگى كمكى ژوى چې په وېښتو كې ژوند كوي)

[666] د كوچيانو بدل:

د اوښ په شا ټكورۍ ده څې ويده نه سې

وا د دوس لورې څې كږه نه سې

*

ناوې ترسيرى به دې ځنځير كمه

ناوۍ دا  (…) به دې زامين (ضامن) كمه

(كوچيانۍ پانگه ص، 121)

[667] ست- ساعت.

[668] جرګه- دلته د هديرې او زيارت په مانا.

[669)  ومل راغى پورې اورې

موږه داسې ناوې راوړه، خورې راسه كه يې گورې

يا: موږه داسې ناوې راوړه، بې رنجو يې سترگې تورې

*

باران اوري ترخې څاڅي

موږه داسې ناوې راوړه، څې له گوتو يې زر څاڅي

يا: موږه داسې ناوې راوړه، له لسټونو يې زر څاڅي

يا: موږه داسې ناوې راوړه، له لمنې يې زر څاڅي.

(670)- ژوره- كنده- ژور ځاى

[671] – خوړل د مرگ مانا لري. مثلاً يوه ښځه وايي ځان دې وخورم يعنى مړه دې شم.

[672] – ميچن – دستاس.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب