جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه څه کم ۳ کلونو کې په ایران کې د افغانانو ۳...

په څه کم ۳ کلونو کې په ایران کې د افغانانو ۳ میلیارد ډالري پانګونه

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۲۰ مه) د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې ایراني مشر محمود سیادات دوږايي چې په ایران کې د ثبت شویو بهرنیو شرکتونو ۵۰ سلنه د افغانانو دي.
ښاغلی سادات پرون (سې شنبې) وویل چې افغان سوداګرو په دغه هېواد کې تر درې میلیارده ډالرو زیاته پانګونه کړې ده.
د ایران (ایسنا) خبري اژانس نن د خپل هیواد د دغه چارواکي له قوله لیکلي دي: «نن په ایران کې د ثبت شویو بهرنیو شرکتونو په سلو کې ۵۰ افغاني شرکتونه دي. د هغه په ​​وينا، “په ايران کې زياتره بهرني پانګوال هم افغانان دي.”
 
د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر وویل: په ایران کې د افغانانو ستونزې باید وڅېړل شي. دوی د ایران د راتلونکي لپاره ستره سرمایه ده.»

1 COMMENT

  1. لعنت دې زمونږ په چارواکو او د قدرت په ځوکۍ ناست بې مسولیت او وطن ته غدار کسانو ته شي. هغه ایران چې تل یې کږښښ کړی تر څو افغانستان یو بی ثبات او نا آرام هیواد وي تر څو د دوی ګټې په کې خوندې وي، اوس یې د سر په سترګو ګورو چې ورځ تل بلې زمونږ سرمایه دار له وطن څخه خپلې سرمایه باسي او په نورو هیوادونو کې پانګونه کوي چې ښه بلګه یې په ایران کې د دری ملیارد ډالر دي. که چیرې په دغه دری ملیارد ډالرو زمونږ په خپل هیواد کې پانګونه شوې وای څومره ګته به هیواد او هیوادوالو ته رسیدلې وی، څومره کسان په په کار بوخت شوي وای چې اوسمهال د یوې مړۍ ډودي لپاره سرګردان دي او ورسره به د سلګونو کورنیو نفقه برابره شوې وای. زما په آند زمونږ هیوادوال چې به بهر کې پانګونې ته زړه ښه کوي دا دوی ګناه نه ده او نه هم دوی ملامت دي، د دغه ټولو پړه پر پخوانیو غلو او مفسدو چازواکو او اوسني نظام ده چې ولې په هیواد کې دننه ښه زمینه او فرصتونه نه دې برابر شوي. که چیرې د هیواد دننه د تعلیم او تخصیل لپاره رمینه برابره شي او د ښه ډاډمن امنیت تر څنګ بريښنا او داسې نور ضرروریات چې یوې ټولنې لپاره حیاتي دي موجود وي، هیځ ځوګ به بهر کې پانګونې ته زړه ښه نه کړي. هغه خوند او ګټه چې زمونږ ګران هیواد افغانستان کې ده بل هیځ هیواد کې نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب