جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهمجاهد، که پاکستان د افغانستان له لوري کومه ستونزه لري، ثبوت دې...

مجاهد، که پاکستان د افغانستان له لوري کومه ستونزه لري، ثبوت دې ورکړي

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۲۰ مه) د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، که پاکستان د افغانستان له درکه کومه ستونزه یا اندېښنه لري، دوی ته دې خپل ثبوت وړاندې کړي.

ذبیح الله مجاهد دا خبرې د خراسان ډایري په نوم له یوه يوټيوب چاینل سره په مرکه کې کړې دي چې د سې شنبې په ورځ خپرې شوې.

د دغه چاینل په اړه ویل کېږي چې د پاکستان پوځ ته نژدې دی.

مجاهد د یوې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستاني چارواکو ویلي چې د عزم استحکام عملیاتو په ترڅ کې پاکستاني پوځیان ممکن په افغانستان کې عملیات وکړي، د دوی غبرګون به د عملیاتو په صورت کې څه وي؟ وویل، :« موږ بار بار پاکستان ته ويلي که چيرې موږ دلته څوک وليدل چې له پاکستان سره ستونزه لري او په افغانستان کې فعاليت کوي موږ د هغو مخه نيسو، موږ هغه نه پرېږدو، نو زموږ سره دې همکاري وکړي په دې مورد دې زموږ نه کومک وغواړي، خو که دوی (پاکستان) داسې وايي چې د افغانستان په خاوره به بريد کيږي، يا به هلته زموږ ځواکونه ځي، نو دا خو د تجاوز مسله ده، دا ډېره حساسه مسله ده، داسې خبرې بايد باید وهم نه شي، ځکه دا د دواړو ملکونو ترمنځ نفرت جوړوي، افغانان داسې خلک دي چې په خپله خاوره د چا حمله نه مني دا تجربه شوې ده”.»

ده همداراز د خپل هیواد د دفاع وزارت بیان ته اشاره وکړه چې د پاکستان د دفاع وزیر د څرګندونو په غبرګون کې یې خپور کړ او ویې ویل چې پاکستان باید خپلې ستونزې په خپله حل کړي او له افغانستان سره یې ونه تړي.

مجاهد ټینګار وکړ چې که پاکستان ثبوت لري نو له دوی سره دې شریک کړي ځکه چې «افغانستان حکومت او امنیتي ځواکونه لري» او پر ضد به یې ګامونه واخلي.

پاکستان بیا بیا تور لګوي چې د ټي ټي پي مشران په افغانستان کې اوسي او له هغه ځایه پاکستان ته جنګیالي لېږي. خو طالبانو په ځلونو د پاکستان دا ډول تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هیواد پر ضد کار واخلي.

ټاکل شوې ده چې په لنډو ورځو کې د پاکستان د باندنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته راشي. د ده د سفر یو مهم هدف له طالب چارواکو سره د پاکستان د امنیتي اندېښنو شریکول بلل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب