جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهپوتین او مودي له افغانانو سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ

پوتین او مودي له افغانانو سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۲۰ مه) د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د هند صدراعظم نريندرا مودي د افغانستان له خلکو سره د بېړنۍ بشري مرستو پر اړتيا ټينګار وکړ.

دواړو لورو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، «مشرانو د داعش او نورو ډلو په ګډون د نړیوالو ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې د اقداماتو هرکلی کوي او ډاډ څرګندوي چې په افغانستان کې به له ترهګرۍ سره مبارزه هر اړخیزه او موثره وي.»

د هند صدراعظم د روسیې له ولسمشر او نورو چارواکو سره له کتنې وروسته اتریش ته لاړ.

د دوی د ګډې اعلامیې په اړه په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي «هغوی له سیاسي غوښتنو پرته د افغانانو لپاره د بېړنیو او پرله پسې بشري مرستو د تضمین پر اړتیا ټینګار وکړ.»

په خبرپاڼه کې د افغانستان په اړه د هند او روسیې ترمنځ د نژدې همغږۍ یادونه هم شوې چې په کې د دواړو هېوادونو د امنیت شورا ترمنځ د خبرو میکانیزم هم شامل دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، «دواړو لورو د امنیتي وضعیت او په سیمه کې د هغه د اغېزو، اوسني سیاسي حالت، له ترهګرۍ سره د مبارزې، افراطیت او د نشه يي توکو د قاچاق په شمول د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.»

مشرانو د افغانستان لپاره د یوه داسي خپلواک، متحد او سوله ییز دولت ملاتړ وکړ چې له تروریزم، جګړې او نشه یي توکو څخه پاک وي، له ګاونډیانو سره په همغږۍ کې ژوند وکړي او د اساسي بشري حقونو او آزادیو درناوی تضمین کړي، په ځانګړې توګه د افغان ټولنې د ډیرو زیان منونکو طبقو لپاره.

د اعلامیې په پای کې راغلي: «دوی د افغان کشالې په اسانه کولو کې د مسکو د غونډې پر مهم رول ټینګار وکړ.

سره له دې چې دواړو مشرانو له افغانانو سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی، خو روسیې نه د جمهوري دولت په مهال او نه هم د طالبانو په واکمنۍ کې له افغانستان سره چندان مرسته کړې ده.

هند نه یوازې د جمهوري نظام په مهال افغانستان ته میلیاردونه ډالره مرسته کړې بلکې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته یې هم مرستو ته دوام ورکړی دی. دې هیواد د نورو مرستو ترڅنګ تېر کال افغانستان ته ۵۰ زره ټنه غم راولیږل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب