جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهمجاهد وايي یوناما د امریالعروف وزارت چارو ته د لوېدیځ له عینکو...

مجاهد وايي یوناما د امریالعروف وزارت چارو ته د لوېدیځ له عینکو کتلي

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۲۰ مه) د طالبانو حکومت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدو وزارت په تړاو د يوناما وروستی راپور رد کړ.

طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې په افغانستان کې د امربالمعروف، نهي عن المنکر وزارت د پروسیجر په اړه د یوناما نیوکې بې ځایه دي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ويل شوي؛ کوم احکام، چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر وزارت له لوري توصیه کېږي هغه معلوم اسلامي احکام دي.

مجاهد زياته کړې، «متأسفانه د یوناما راپور جوړوونکي هڅه کوي چې افغانستان له غربي لید لوري څخه وارزوي، چې دا کار ناسم دی، افغانستان باید د یو مسلمانې ټولنې په څير و ارزول شي او د دې هېواد د ملت چې مطلق اکثریت مسلمانان دي او د شرعي نظام د جوړېدو لپاره یې سترې قربانۍ ورکړي غوښتنې په پام کې ونیول شي.»

مجاهد دا نه ده څرګنده کړې چې د یوناما د راپور کومه برخه د لویدیځوالو له لیدلوري ارزول شوې ده.

یوناما په خپل نوي راپور کې، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ څخه د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۳۱ پورې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کارونه ارزوي، ۱۰۳۳ موارد مستند کړي چې د طالبانو دې ادارې د خپلو اوامرو د پلي کولو لپاره له ځواک څخه کار اخیستی.

 راپور وايي چې دا کړنې د شخصي ازادۍ او فزیکي او ذهني بشپړتیا د سرغړونې لامل شوي.

راپور وايي، دې وزارت له پیله، په ځانګړې توګه پر ښځو ډېر محدودیتونه لګولي او د دوی په عامه او شخصي ژوند کې لاسوهنه کوي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د امربالمعروف وزارت له لارښوونو څخه د سرغړونې سزا “نا اټکل کیدونکې” ده او د “ویرې او ډار فضا” رامنځته کوي. د دغه وزارت ډېری فرمانونه د ښځو د ټولنیز او شخصي ژوند په اړه دي.

خو ذبیح الله مجاهد وايي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په حاکمیت سره د اتباعو ټول شرعي حقوق تامین دي، که ښځينه دي که نارینه شرعي برخورد ورسره کېږي او د اسلامي شریعت احکام د قوانینو په څېر د اجرا وړ دي، په دې اړه له چا سره هېڅ ډول زور زیاتی او ظلم نه کېږي.

5 COMMENTS

  1. ګوری!ضعیف انسانی اخلاق ،ضعیف کردار ،ضعیف اجتماعی موقف ،ضعیف اقتصاد ،ضعیف او یا نشت ته نژدی خدمات،دملت شیندل او تلفات، د ملت او افغان نه حمایت په نړۍ کی او سلګونه نور ضعفونه دا ټول اسلام او افغانی فرهنګ پوری تړل ښه معنی او افاده نلری او دا اسلام او افغان ټیټ راوستل دی او دا سند نباید ورکړو .
    داسلامی نظام معیاری حالت خیرالقرون دی چي موږ تری فاصله لرو نور هره ناقصه او شرمیدلې نمونی وړاندی کول ،خیانت دی د اسلام او انسانیت سره.

  2. ملاجانه ، اسلام د سولې ، وروری ، غوره اخلاقو درلودلو ، یو بل ته احترام او بالاخره تر ټولو سپېڅلي انساني او عادلانه دین دی .
    تاسو په خپلو کرغېړنو کړنو سره خصوصا د امر بالوحشت و نهی عن العدالت ډلې مو زمونږ ښکلي دین بدناموي . تاسو وحشت خپروئ . د خلکو په شخصي او خصوصي کارونو کې مداخله کوئ . له علم سره مخالفت کوئ . د علم او زده کړې دروازې مو د خپلو هېوادوالو پرمخ تړلي دي . په درې کلونو کې تاسو یوه طرحه جوړه نکړه او ستاسو امر ثاني پای ته ونه رسېده .
    ټول دفترونه او دولت مو د ملا په انحصار کې راوستلی دی، د پوهنتونونو فارغ التحصیلانوته تر هغو چې ستاسو یو مهم شخص له خوا تضمین شوی نه وي ، د کار کولو فرصت او حق نه ورکوئ .
    اساسي قانون او نور فرعي قوانین ټول د تعلیق په حال کې دي .
    د افغانستان ملي شخصیتونو او ویاړلي تاریخ ته اهانت کوئ ، ملي سرود نشته ، ملي بیرغ ته اجازه نه ورکوئ .
    خلاصه ستاسو کوم کار د اسلام او افغانیت سره برابر دی ؟

  3. زب مجاهیله ستا نسل د حرامي کوني خواجه هسني وغیم. ته خو پخپله کوني حرامي. معروفیانو د ټولو په مدرسو کې د سوغۍ ورکولو په رښته کې پګړۍ تړلي. 😡

  4. ددرواغو پنجابی روزل شویه مجاهده ، تاسی جاهلو د پنجابی پاکستان په امر ټول مترقی قیودات راوستل حتی تلیفونو ته تاسی تورو جاهلو د کفر په سترګو کتل اوس تاسی چټل خیټور ( تاسو خیټور باندی د جهاد چیغو باور څوک نه کوی جهاد افغان غیرتی ملت کړۍ دی او نه تاسی بی ایمانه پنجابیو غلامانو) د غربیانو هری برخی څخه ګټه اخلۍ ، درواغجنه مجاهده تاسی د امریکا په ډالرو د پنجابیانو قادیانیو له خوا تربیه شوی یاستۍ تاسی واقعیت کښی مسلمانان نه یاستۍ !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب