شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+يوويشتمه پېړۍ او زموږ د نظامونو د نسکوريدو دود

يوويشتمه پېړۍ او زموږ د نظامونو د نسکوريدو دود

عبدالوحید وحيد

د نورې متمدنې نړۍ په څېر په بريتانيا او ايران کې هم د ولسي ارادو پربنسټ حکومتونو بدلون وموند، خو نه کومه مورکۍ بوره شوه، نه کومه خورکۍ کونډه شوه، نه د کوم شهيد يتيمان ژاړي او نه هم د کوم وژل شوي زوى له تابوت لاندې د بوډا پلار ملا ماته شوه. نه بنسټونه ونړيدل او نه به څوک په پټه او ښکاره د انتقام ښکار شي. نه  ملي شتمني تالا شوې، نه فاتح ځواکونه له بهر څخه راغلل او نه هم مفتوح مخلوق هېواد پرېښوده. نه يې  وسائل بيځايه شول او نه يې هم مسائل زيات شول. نه پکې دوو مشرانو د مشرتابه لوړه وکړه او نه يې هم لکه د موږ په شان په يو بل باندي د درغليو تورونه ولګول. نوي مشران له نويو پلانونو سره راغلل او پخوانيو ورته ښه راغلاست وويل.
ف
د يوويشتمې پيړۍ د پرمختګونو په روان بهير کې د نظامونو نسکوريدل نه، بلکې سوله ييز سمون او بدلون د لوړ تمدن اصل دى. پوښتنه داده چې موږ ولې اوس هم د توپک په زور او د جګړو له لاري په خپل هېواد کې د حکومتونو ختمول او د نظامونو نړول کله د مجبوريت له کتګوري لاندې راوړو او کله هم ورته د سپيڅلي مبارزې عنوانونه کاروو؟  د تيرو ناخوالو د ارزولو او د خپلو مسلسلو ناکاميو د څيړلو په نتیجه کې پوهيږو چې موږ پرون هم د پرديو لخوا د پرديو ګټو لپاره ولمسول شوو او د واک لپاره د توپک په زور د خپلو استبدادي حکومتونو د نړولو غلطي مو وکړه او ناوړه پايلې مو تجربه کړې. که يوشمير افغانان اوس هم د توپک په زور د اوسني حکومت د نسکورولو هوس پسې اخيستې دي، متأسفانه د تېرو غلطيانو تکرار ته يې ملا تړلې  او زيانونه  به يې بيا هم لکه د تېر په څېر عام افغانان ګالي.

که د نظامونو د سقوط لپاره د تيرو پنځو لسيزو جګړو د قرباني يوه وړوکي برخه مو د توپک په زور د رامنځته شويو او د برچې په زور د حاکمو استبدادي نظامونو په تګلارو کې په يو اړخيز ډول د سوله ييزې مبارزې له لارې د سمون او بدلون رامنځته کولو لپاره ورکړې واى، د مبارزې اصالت او حقانيت به مو خوندي وو، نظامونه به مو يو پر بل پسې نه نسکورېدل، د پرديو لخوا د مرستو په نوم به مو د خپلواکي ګراف نه ښکته کيده، د سيمه ييزو رقابتونو ترمنځ به دَ ابزارو په توګه نه کارول کيدو او نن به مو يقيناً حالت لکه د اوس په شان وروسته پاتې هېواد او د نړيوالې ټولنې په اوږو باندي بار ولس نه درلوداى، بلکې له نړۍ سره به مو په ګډه د نړيوالو ستونځو د حل لپاره مبارزه کولاى.

دا جدا خبره ده چې موږ په ترانو او سندرو کې ځانونه ستايو د ننګيالو وطن، د توريالو خاوره، د زمريانو کور، د بازانو ځاله. ځانونه د ځمکې په کُره کې يوازنى ازاد او خپلواک مخلوق ګڼو. نړيوالو ته امر کوو چې زموږ په اشارو باندي وچليږي، خو دا هرڅه يوازې خيالات دي، واقعيتونو ته انعکاس نه ورکوي او بربنډ حقائق نندارې ته نه وړاندې کوي، بلکې ځمکنيو واقعيتونو او د خپل ولس حالت ته په کتو د سراب په څېر د د نالوسته او نيمه لوستو ځوانانو په منځ کې يوازې د اوبو هوايي او خيالي باغونه دي چې احساسات را پاروي. که د علمي او منطقي استدلال له مخي په اوسنۍ معاصره دوره کې له تېرو پنځو لسيزو راهيسې د مدنيت او ښايسته سالاري د شاخصونو کارولو پرځاي د زور او جګړو له لارې د نظامونو بدلولو تسلسل ته ځير شو او خپلې غلطيانې وارزوو نو پوهيږو چې موږ د سترې قرباني له ورکولو او د ډېرو زيانونو د منلو سره سره نه يوازي داچي د معاصرو نړيوالو نورمونو په تله ازاد او خپلواک هېواد نلرو بلکې د خپلواکي په شاخصونو کې خورا شاته پاتې ولس يو.

په حکومتونو او نظامونو کې له اړتيا سره سم د قانوني پړاوونو په طى کولو کې بدلونونه رامنځته کيدل د ښېرازه خوشحاله او پرمختللي ټولنيز جوړښت نښه او د معاصر تمدن داسې بيلګه ده چې نه پکې تازه واکمن له بهر څخه راتلاى شي او نه ناکام شوى مشرتابه د هېواد پريښودل غوره ګڼي. ټاکنيز نظام د زعامت  د ستونځو د حل او د ښې حکومتولي رامنځته کولو لپاره يوازنۍ لاره ده.

که مو تير نظام فاسد وو، يا هم په تېرو ټاکنو کې له درغليو څخه تر ستوني پورې رسيدلي وو، که موږ له غربې کلتور څخه اغيزمنو کم شمېر ښځو ته د حقونو ترعنوان لاندې د لويديځوالو د خوشحالولو لپاره په ننداره ييزه توګه  بيځايه امتیازات ورکول، نو دا هم منطقي دريز نه دى چې موږ مطلقاً ولسي نظامونه بد وګڼو او يا هم داچې موږ بايد د ټاکنيز نظام مخالفت وکړو. مهمه داده چې د تير نظام بنسټ لا دمخه د پرديو لخوا د خپلو ګټو لپاره دومره کوږ ايښودل شوى وو چې له لمړې ورځې څخه يې د خپلمنځي شخړو او غيرمتجانس جوړښت له امله د نسکوريدو اټکل کيده. موږ باید نظام نه، بلکې فساد له منځه يوسو، د ټاکنيز سيستم مخالفت نه، بلکې په ټاکنير سيستم کې د درغليو ختمولو ته ملا وتړو او دغه کار ناشونى نه دى. د اصلاحاتو د رامنځته کولو په مهال د لويديځ يا ختيځ کاپي کول نه، بلکې د بدلونونو په مهال باید خپل ديني او کلتوري سرې او زرغونې کرښې په پام کې ونيسو.

د ساينس او تيکنالوژي په برخه کې د اوسنيو نړيوالو پرمختګونو او نوښتونو له امله موږ له نړيوالې ټولنې سره له اوږه په اوږه تلو پرته په هسکه غاړه ژوند نشو کولاى. موږ مجبور يو په نړيواله کچه له رامنځته شويو پرمختګونو سره ځانونه عيار کړو. د ځانونو د عيارولو اړتیا يوازې هغه مهال پوره کولاى شو چې په ټولنه کې د ساينس او ټيکنالوژي په برخه کې د زده کړو کچه لوړول پيل کړو، د کورنیو توليداتو او وطني محصولاتو د کيفيت او کميت په لوړولو باندي تمرکز وکړو. په اوس وخت کې ممکن نه دى چې موږ د سفرونو لپاره د اسانو فيلانو او اوښانو څخه ګټه واخلو د اوسيدو او نورو تعاملاتو لپاره د منځنيو پيړيو د خلکو په څېر ژوند غوره کړو. البته هغه څه چې موږ ته باید د اهميت وړ وي زموږ اساسي نظرياتي پولې دي.

د سیاست په علومو کې د “خلکو اراده”  په ټولنه کې د عامو خلکو ډله ایزو غوښتنو، غوره توبونو, لومړيتوبونو او ارادو ته په شکل ورکولو کې تحقق مومي. دغه اصطلاح په ډيرو مواردو کې داسې کارول کېږي چې سیاسي پریکړې او کړنې باید د ډېرو خلکو هیلو او غوښتنو ته انعکاس ورکړي.  د خلکو د ارادې تمثيل د ولسواکي لپاره بنسټیز اصل دی او دغه اصل د عامه حاکمیت او حکومت ترمنځ د يو او بل منلو په اصل باندې ټینګار کوي. د خلکو اراده په حکومت کې د استازیتوب اصل ته د اړتیا له مخې پرمخ وړل کیږي.  ولس تمه لري چې د هغوى لخوا ټاکل شوي استازي د هغوى له ګټو او ارزښتونو سره سم عمل او داسې پریکړې وکړي چې د خلکو اکثریت یې غواړي. په ولسواک نظام کې د خلکو اراده د یو میکانیزم په توګه کار کوي چې مشران یې خلکو ته د خپلو کړنو په هکله حساب ورکوونکي وي.  کله چې سیاستوال د خلکو د ارادې په ساتلو کې پاتې راشي، نو  د عامه ملاتړ له لاسه ورکولو او له بدو ټاکنیزو پایلو سره مخ کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب