Home+اروپا ارین۶ توغندی فضا ته واستاوه

اروپا ارین۶ توغندی فضا ته واستاوه

تاند ـچهارشنبه، د سران ۲۰مه) له یوې لسیزې انتظار وروسته د اروپا د فضايي ادارې له لوري جوړ شوی ارین ۶ توغندی د سې شنبې په ورځ (د جولای ۹ مه) د فرانسې له ګویان اډې فضا ته په بري وتوغول شو.

د دې توغندي له توغولو وروسته د اروپا فضايي ادارې د ارام سا وایستله او له یو کال ځنډ وروسته یې یو وار بیا د مځکې له مدار سره مستقیم تماس ټینګ شو.

ارین ۶ د ارین ۵ ځایناستی دی چې کلونه د اروپا د فضايي ادارې لپاره ډېره مهمه شتمني ګڼل کېده.

له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۲۲ پوري ارین ۵ د ۱۱۷ توغونو لپاره چمتو شو چې په ۱۱۲ مواردو کې بریالی و.

ارین ۶ تر مخکیني سپک، او توغول یې ارزانه دي.

د دې توغندي پر جوړولو ۴ میلیارد یورو لګښت شوی او ۱۳ اروپايي هیوادونو یې په جوړولو کې برخه لرله.

Play

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...