Homeخبرونهجرمني یو شمېر نور افغانان کابل ته ولېږل، ولې؟

جرمني یو شمېر نور افغانان کابل ته ولېږل، ولې؟

تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۱ مه) جرمني ته د افغانستان د واکمن رژیم د پلاوي له سفر سره هممهاله د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوه ویشت تنه افغان نارینه یې ایستلي او کابل ته لېږلي دي.

د جرمني د باندنیو چارو وزارت په وینا، دې کسانو، چې د سې شنبې په سهار، د وږي په ۱۰مه  افغانستان ته ولېږل شول، د جرمني له جزايي قضايي نظام سره ستونزې لرلې.

د جرمني د کورنیو چارو فدرالي وزارت د دغو کسانو د قضايي دوسیو او جرمونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي. خو دا په داسي حال کې ده چې مخکې هم جرمني یو شمېر داسي افغانان هم ایستلي چې جرمي سابقه یې نه لرله مګر د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي وو.

د جرمني د رسنیو د راپورونو له مخې، دا افغانان د بېرته ستنولو د هغه بهیر په دوام کې ایستل شوي چې په وروستیو میاشتو کې په جرمني کې چټک شوی دی. تر دې مخکې هم له لایپزیګ، هامبورګ او برلین هوايي ډګرونو څخه افغانان ایستل شوي او سږ کال له جرمني څخه افغانستان ته د ستنول شویو افغانانو شمېر تر ۲۰۰ کسانو اوښتی دی.

جرمني په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان ته د افغانانو مستقیم ایستل درولي وو، خو د ۲۰۲۴ کال په اګست کې یې دغه بهیر بېرته پیل کړ او له هغه راهیسې یې کابل ته څو الوتنې ترسره کړې دي.

جرمني ویلي چې تر ۲۰ زره ډېرو افغانانو ته یې خبر ورکړی چې له خپل هیواد څخه یې باسي.

د چارو شنونکي او د کډوالو مدافعان وايي چې په جرمني کې د کډوالو ضد احساساتو د زیاتېدو له کبله واکمن حکومت ولسي فشار احساسوي او له دې کبله حتي بې دلیله یو شمېر افغانغان باسي څو ولسي ملاتړ ترلاسه کړي.

د ځینو افغانانو له لوري جرمونو هم د هغو ګوندونو دریڅ پیاوړی کړی چې د کډوالو مخالف دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زینت امان د خپل دوهم واده ترخې تجربې بیان کړې

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) د هند مشهورې فلمي ستورې زینت امان له خپل دوهم مېړه مظهر خان سره د ګډ ژوند...