Homeخبرونهپه کاناډا کې یو ټاپو په مرموز ډول څرګند او بیا ورک...

په کاناډا کې یو ټاپو په مرموز ډول څرګند او بیا ورک شو

تاند(چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۱ مه) په کاناډا کې د برېټش کولمبیا ایالت په «وېلسټن ریزروایر» کې یو لوی او له ونو ډک مرموز ټاپو په ناڅاپي ډول راڅرګند شوی و، خو څو اوونۍ وروسته بېرته له سترګو پناه شو.

د سي بي سي او نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپورونو له مخې، دغه عجیبه ځمکه د روانې میاشتې په پیل کې د اوبو په منځ کې لیدل شوې وه. د یوې کښتۍ د ماڼو له خوا یې اخیستل شوي عکسونه او ویډیوګانې پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې او ډېر ژر وایرل شوې.

چارواکو او ځینو کسانو په پیل کې ګومان کاوه چې ښايي ویډیو د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړه شوې وي، خو د سپوږمکۍ هغو تصویرونو، چې د جولای په ۲۱مه اخیستل شوي وو، تایید کړه چې ټاپو رښتینی و. دغه ټاپو د فنلي بې په سیمه کې، د «ډبلیو اې سي بینیټ» بند شاوخوا ۹۶ کیلومتره لوېدیځ ته، په اوبو کې د لامبو په حال کې و.

د معلوماتو له مخې، د ټاپو اوږدوالی شاوخوا ۱۴۰ متره او سور یې نژدې ۷۰ متره و، چې مساحت یې د فوټبال د شاوخوا دوو لوبغالو برابر و. خو د اګست تر ۵مې پورې د سپوږمکۍ په تصویرونو کې دا ټاپو نور نه لیدل کېده.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زینت امان د خپل دوهم واده ترخې تجربې بیان کړې

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) د هند مشهورې فلمي ستورې زینت امان له خپل دوهم مېړه مظهر خان سره د ګډ ژوند...