پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبطنزونهمدير صاحب خو ويده دى / حبيب الله بختيال

مدير صاحب خو ويده دى / حبيب الله بختيال

زموږ مدير صاحب زيړى ګل، چې به سهار په اتو بجو له خپل كوچني زوى سره دفتر ته راغلو او خپله حاضري به يې امضاء كړه، نو بيا به په هماغه تروه ټنډه خپل دفتر ته ننوت او اجير ته به يې وويل، چې هېڅوك د ننه ور پرېنږدي، تر هغو، چې ده نه وي ورته ويلي. په لومړي سر كې خو هېڅوك هم په دې نه پوهېدل، چې مدير صاحب زيړى ګل په خپل دفتر كې د غرمې تر ډوډۍ څه كوي، خو وروسته خبره زموږ د كاركوونكو تر منځ يو څه ښكاره شوه او په دې پوه شوو، چې مدير صاحب د غرمې تر ډوډۍ پورې په دفتر كې يوازې ويده وي او بې غمه خپل خوبونه پوره كوي.

په دې وخت كې به، نو كه هر څومره مراجعين راتلل د مدير صاحب څوكيدار به په دې بهانه تېر ايستل، چې ګويا مدير صاحب جلسه لري، مدير صاحب ته له مركز نه هيئت راغلى له هغه سره غونډه لري او داسې نور خو خبره د يوې او دوو ورځو نه وه په مياشتو مياشتو هم د مدير صاحب له سهاره تر غرمې خوبونه پوره نشول او د مراجعينو شكايتونه تر لوړ پوړو چارواكو ورسېدل، چې يوه ورځ د موضوع د څېړلو لپاره يو لوړ پوړى هيئت راغى او دا نو هغه وخت و، چې موږ له وارخطايۍ نه په مدير صاحب غږ كولاى شواى او نه مو هيئت ته كومه بهانه كولاى شوه ځكه مدير صاحب دا هم ويلي وو، چې كه يې پلار هم مړ وي او دى ويده وي، نو څوك دې غږ نه پرې كوي. لنډه يې دا، چې دا ځل مو هيئت ته وويل، چې د مدير صاحب خواښې وفات شوې او نن ندى راغلى، چې له همدې سره هيئت په خپله مخه ولاړ او مدير صاحب چې كله د غرمې ډوډۍ ته راپاڅېدو او زموږ يوه همكار دا موضوع ورسره شريكه كړه، نو ده نېغ په نېغه د خپلو خوړو كاسه ورته پورته كړو ، په مخ يې وويشت او ورته يې وويل:

– بې د غم له خبرو مو بل څه ندي زده؟ كه بل ځل مې داسې خبرې درنه اوريدلې وې خير به مو نه وي!!

له دې سره موږ سخت وويرېدو او په ډېر ډار مو خپله ډوډۍ تر ستونې تېره كړه. خو ددې موضوع د علت د موندلو لپاره، چې مدير صاحب زيړى ګل ولې د شپې په خوب نه مړېږي، چې د ورځې په دفتر كې خوب كوي؟! زموږ د شعبې يو شوخ مامور ثابت ګل د مدير صاحب كوچنى زوى څينارګل يوه ورځ ګوښه كړ او ورنه يې وپوښتل، چې پلار يې د شپې خوب كوي او كه نه؟ خو څينارګل په وړه ماشومانه ژبه ورته وويل:

– نه پلار مې د شپې خوب نه كوي، هغه مې مور ته زما كوچنۍ خور په زانګو كې زنګوي.

د څينارګل له دې خبرې سره ټول مامورين مسك مسك شول، خو چا څه ونه ويل. په دې كې څو ورځې وروسته بيا هيئت راغى او موږ په يوه بله كوټه كې كښېناوه، خو دا ځل هيئت لپاره كومه بهانه نه وه او كله، چې يې د مدير صاحب پوښتنه وكړه، نو زموږ يوه مامور په عاجزۍ ورته وويل:

– هسې كنه د مدير صاحب يو څه په سر درد و ! هغه په خپل دفتر كې. ….!!!

له دې سره د هيئت مشر را پاڅېد او په غوسه يې ورته وويل:

– هغه په خپل دفتر كې څه كوي؟

مامور بيا په بنده بنده ژبه او عاجزۍ ورته وويل:

– صيب قربان مو شم صدقه مو شم مدير صاحب خو په خپل دفتر كې ويده دى!

د هيئت د مشر په تندي كې لا نورې ګونځې هم زياتې شوې او زياته يې كړه:

– نو دا دفترونه د خوبونو لپاره دي او كه د كار لپاره؟!

له دې سره د هيئت څخه يو بل تن ور پاڅېدو او ورته يې وويل:

– صيب په بېړه تصميم نيول نه دي په كار په غوسه كېږه مه راځه څېړنه وكړو، چې حقيقت څه دى؟

له همدې سره ټول پاڅېدل او د مدير صاحب زيړي ګل دفتر ته ورغلل، خو هغه د خپل دفتر په اوږده څوكۍ كې په داسې درانه خوب ويده و، چې ته وا په شپو شپو يې خوب نه دى كړى. د هيئت ټول غړي په څوكيو كې كښېناستل ، مشر يې نورو ته مخ ور واړاوه او ويې ويل:

– دا د خلكو شكايتونه خو په ځاى دي، چې وايي، مدير زيړى ګل په خپل دفتر كې د دوى كارونو ته رسيده ګي نه كوي او دې هغه مامور خبره هم په ځاى ده، چې وايي مدير په خپل دفتر كې ويده دى.

له همدې سره مدير زيړي ګل په غوسه په پټو سترګو خپل اجير ته غږ كړى:

– بد بخته اورميږ دې مات شه ما نه و درته ويلي، چې دفتر ته څوك را پرېنږدې!

خو هغه په بنده بنده ژبه په ډېرې عاجزۍ ورته وويل:

– صيب قربان مو شم هيئت ….. هيئت راغلى.

مدير زيړي ګل، چې د هيئت نوم واورېد نو وار په وار په ډيرې وارخطايۍ په څوكۍ كې پاڅېد، خپلې خوبولې سترګې يې سره وموښلې او مخامخ ناستو كسانو سره يې له يوه سره ستړې مشې پيل كړې او له هر يو سره، چې به يې ستړې مشې كولې، نو په ملا كې به ورسره نوي درجې ټيټيدو او دا به يې هم ويل:

– صيب قربان مو شم، وايم ځار مو شم، هسې نن خوب راباندې راغلى و سخت ناروغ شوى وم.

له همدې سره يې نورو كاركوونكو ته مخ ور واړاوه او ورته يې وويل:

– ګورئ ميلمنو ته مو چاى وركړى؟ هلئ ميوه ورته راوړئ!

خو د هيئت مشر ورته وويل:

– نه مديره موږ ته له تا نه د خلكو ډير شكايتونه رسيدلي، ته خپل وخت په دفتر كې په خوبونو تېروې موږ خپلې څيړنې وكړې، هر څه راته په ثبوت ورسېدل او مركز ته په رسېدو سره به رييس صاحب ته ټول څه وړاندې كړو، بيا نو د هغوى كار دى، چې هغوى ستاسو له ګوښه كولو ماسيوا له تاسو سره نور څه كوي؟!

1 COMMENT

  1. رښتیا همداسی خلک مو امرین او مامورین دی چی هر څه مخ په ځوړ روان دی ، یو متل دی چی د ویده سړی میښه نر کټی زیږوی ، زیړی ګل صیب ته هم خفه نشی وایی چی خوبوړي اوبو وړی دي که له د ځایه یی دخیره لری کړی بل ځای کی به دی ریس مقرر کړی او که ‌ژوند در سره یاری وکړه باقی خوب به هلته پوره کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب