جمعه, مارچ 29, 2024
Homeداسې هم شتهساینسیوې ترکې نجلۍ له کیلې پلاستیک جوړ کړ

یوې ترکې نجلۍ له کیلې پلاستیک جوړ کړ

تاند- د ترکیې د استانبول د یوې لېسې زده کوونکې له دوه کاله څېړنې وروسته بریالۍ شوه چې د کېلې له پوستکي څخه پلاستیک جوړ کړي.

د فرانس پریس خبری اژانس د راپور له مخې شپاړس کلنه الیف بیلګرین توانېدلې چې د کیلې له پوستکي څخه داسي پلاستیک جوړ کړي چې د کېبلونو او سیمونو د پوښلو لپاره پکارېږي.

حاضردمه پلاستیک تر ډېره حده له تېلو جوړېږي خو د الیف بیلګرین اختراع، چې د امریکا د ساینټفیک په نوم سایسني مجلې تایید کړې، د چاپېریال د ککړولو له مخنیوي سره مرسته کولی شي.

له تېلو څخه جوړېدونکي پلاستیکونه د هوا او چاپېریال د ککړونې تر ټولو مهم عامل ګڼل کېږي.

پېغله بیلګرین وايي چې د نوبل د جایزې ګټونکې ماري کوري یې ایډیال شخصیت دی.

ساسنټفیک مجلې اغلې بیلګرین ته د پنځوس زره ډالرو سکالرشیپ ورکړی څو دا خپلو علمي او ساینسي کارونو ته دوام ورکړای شي.

6 COMMENTS

  1. Da ba hum khashala wa che da kelay na ya palatik jor karai. Da zalam loray rasa afghanistan ta, taliban da 10 ya 15 insanano ghwakhay dasay gaday waday kai che da cha plar ye hum nasai pezandai koma tota da cha da.

  2. پېغله بیلګرین وايي چې د نوبل د جایزې ګټونکې ماري کوري یې ایډیال شخصیت دی
    ————————————————————————-
    زه يو بې وطنه،بې کفنه لا وارثه افغان : ١٢برخه
    مېوند اشنا
    دونۍ د ١٤٣٣هـ کال د ربيع الثاني ٥
    د٢٠١٢ز کال د فبرورۍ ٢٧
    څنګه چې پوهېږئ مېرمن مینسیا )ماري کیوري چې خپل نوم یې ماري يا میري ( سکلودوسکا دی او په خټه پولنډۍ ده. په کال ۱۸۹۷ز کې چې کله له پوهنتونه بری لیک واخست د ډاکترۍ بری لیک داخستوهڅې یې پېل کړې او دې کار لپاره یې د هغه وخت نوې سکالو وټاکله .
    په دغه وخت کې یوفرانسوی ساینس پوه پردې بریالی شوی وو چې خپلې ټولنې ته ووایي یو بې کاره یا شنډشوی یورانیم وړانګې خارجولی شي میري پدې اړه غوښتل نورې څېړنې هم وکړي چې ایا وړانګې خارجولو صفت کوم بل شي کې هم شته او که نه ؟ .
    د پایري کیوري ) دميري خاوند (او د خپل وخت ستر فرانسوی ساینس پوه په مرسته د فزکس په ښوونځي کې یوه زړه کوټه ورکړل شوه.هلته به ماري تجروبې کولې ماري پر هغه ټولو ازمول شوي توکود پاکواو ناپاکو نمونې وڅېړلې او پایله یې ترې دا راویسته چې لکوریم کې هم دا صفت شته او دغه عمل ته یې د راډیو اکټیويټي نوم ورکړ ورپسې یې په کال ۱۸۹۸ ز کې پلونیم هم)پولنډ پورې تړلی نوم( نړۍ ته وروپېژند.
    همدغه شان د تجروبو لړۍ روانه وه او ریډیم یا راډیم یې هم ټولنې ته وروپېژند او وې ویل په دې کې هم د وړانګو د خپرولو زور شته او دغې ساینسي جوړې دا هم پر زباد ورسوله چې راډیم څخه د نړۍ په ورانولو اوودانولو کې مرسته اخستی شئ او په دې کې د خطرناکه مرضونودرمل هم شته .
    د دارو درملو لپاره د راډیم غوښتنه زیاته شوه په لومړۍ شېبو کې د یو ګرام راډیم بیه اووه سوه پنځوس زره طلایي فرانکونه ول ،د راډیم له پېژندنې نه وروسته دغه ساینسي جوړې ډېر لوي نوم وویست امریکا او د بیلجیم په شانتې هېوادونو غوښتل چې په خپلو کارځایونو کې راډیم څخه کار واخلي اوګټه ترې پورته کړي .
    ۱۹۰۲
    او ۱۹۰۳ز په منځ کې یوه ورځ پایري کیوري ته له امریکا څخه یو لیک راغی چې د راډیم د راز پېژندولو په بدل کې ورته د خورا ډېرو پېسو وړاندیز شوی وو پر پایري کیوري د پېسو وړاندیز اغېز وکړ خو ماري کیوري چې کله خبره شوه ورته یې پاکه وویله، دا د ساینسي ارونو خلاف کار دی راډیم زموږ خپله ځاني شتمني نه ده دا یو ساینسي پرمختګ دی موږ پردې هېڅ سوداګري نه کوو يو قيران هم پرې نه اخلو خدای پجات يې ټولې نړۍ ته ورښایوځکه چې راډیم به د دارو درملو لپاره کارول کېږي او ګټه به یې مخلوقات ته رسېږي .
    خو چې کله دغه راز امریکا ته ورسېد ورسره نړۍ ته د ترهګر نوم هم وروپېژندل شو چې د اکسفورډ ډکشنري د ترهګر مفهوم داسې راوړی دی – حکومت کول یا د سیاسي شومو موخوتر لاسه کولو لپاره په منظمه توګه د ویرې او ډار خپرولو لارې چارې ، چې بیا د ترهګرۍ د لارو چارو د لمنځه وړلو غوښتنه روس داسې وکړه .
    ۱ اټومي ازمونې دې سملاسي بندې کړای شي
    ۲د ویجاړونکو وسلو سیالي دې ودرول شي
    ۳ دویجاړونکو وسلو په اړه دې یو نړیوال کانفرانس راوغوښتل شي ځکه چې د ترهګرۍ بنسټ همدا اټومي وسله ده
    ۴د اټوم بمونو څخه دې یو ازاد زون جوړکړای شي
    ۵ وسلې جوړول دې بند شي او د انسانانو د خېرښېګڼې کارونه دې پېل شي
    پردې وړاندیز برتانيا او امریکا دواړو غوږ ونه ګراوپر چاپان یې اټوم بم وروغورځاوپه لکونه انسانان یې له خاورو لاندې کړل بیا په ویتنام کې یې نیپام بمونه وغورځول چې کلی په کلی یې ویتنام وسېځۀ او اسرایلو پر فلسطین او په لبنان کې د فلسطینیانو پرکمپونو نیپام بمونه وورول .
    د افغانستان په اړه د ګردې نړۍ پوهان او ناپوهان وایي امریکا په افغانستان کې نه یواځې شنډ شوي یورانیم پر افغانانو غورځولي دي بلکې اټوم بم یې هم پرې چولی دی ،ځکه امریکا چې کوم بمونه په هېواد کې غورځوي دا له هغه اټوم بمونو نه ۷ ځله زیات ویجاړونکي اوانسانانوته زیان رسوونکي بمونه دي چې پر جاپان يې د اټوم بم په شکل کې غورځولي وۀ .
    ١١ کاله پخوا يې زموږ په هېواد کې د ترهګرو پر ضد يو ناولی جنګ پېل کړ خو اوس جوته شوه چې ترهګريا طالبان هم د امريکايي پوځ يوه څانګه ده چې هر کال ورته د امريکا ماليې وزارت بوديجه ځانګړې کوي .چې تر ننه يې ترهګر په پاکستان کې زېږول خو اوس به قطر کې هم دغه طالبان ياامريکايي ترهګر زېږول کېږي،زموږ په هېواد کې به تش د طالب لعنت نوم کارول کېږي او زموږ د هر ډول ولسي پاڅون،غبرګون،وينا او بلې هرې نېکې موخې ته د رسېدو پاکه هڅه به پرې شنډه وي .
    د ١٣٩٠ ل کال د کب ٨
    ___
    يادونه
    داند او عزم د څښتنې مادام کیوري ﴿
    MADAM CURIE
    ﴾ په اړه لیکنه د د مېرمن ماري کیوري له ژوند لیک څخه راخستل شوې ده چې د هغې لور ایو کیوري لیکلی دی او له فرانسوۍ ژبې څخه انګرېزۍ ژبې ته ونسنټ شېيان ژوباړلی دی .

  3. دا منو چې خارجیان به نوی شیان احترع کړي ځکه چې لابراتوارونه لري، خو که چیرې د افغان زده کوونکو لپاره داسې پرمختللي لابراتورونه پیداشي نو انشاالله ډیر ژر به په نړی کې جوته شي چې افغانان څومره استعداد لري.

  4. دزندګی نه خفه افغانان به څه وکړی همیشه یوڅه په ژوند کی زده کړی چه وژل غایب ول کاش زه په یو بل ملک کی پیداشوی وای ولی مسلمان وای چه دغه رنځونه مو نه وای لیدلی افسوس چه زه دڅپل ملک سره بی حده زیات مینه لرم
    وکیل کوچی

  5. د نوموری جینی احتراع د نمانزنی قابله ده. خو متاسفانه زمونګ حکومت لا فه دی نه توانیدلی چی حداقل یوه عامه کتابتون دکابل فه شهر کی جور کری تر سو د فوهنتون شاګردان فکی مطالعه او لتون وکری !!!او دا خو لا دیره لری خبره ده د یو عامه لابراتوار جورول تر سو شاګردان فکی ساینسی ازموینی وکری؟؟؟؟ نه فوهیګم حکومت غریب ده او که د فیسو د استعمال فه طریقه نه فوهیژی؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب