Homeخبرونهجنرال پټرایس: امریکا او متحدان یې اړ نه وو چې په ۲۰۲۱...

جنرال پټرایس: امریکا او متحدان یې اړ نه وو چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه ووځي

تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۱ مه) په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخواني عمومي قوماندان او د سي‌آی‌اې پخواني مشر ډیویډ پټرایس ویلي، امریکا او متحدان یې اړ نه وو چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه ووځي. نوموړي استدلال کړی چې تر وتلو مخکې په افغانستان کې د لوېدیځو هېوادونو پوځي حضور د دوام وړ کچې ته رسېدلی و او د نړیوال ائتلاف د ملاتړ له پای ته رسېدو سره د افغان امنیتي ځواکونو وړتیاوې کمزورې شوې.

پټرایس، چې په افغانستان کې یې د ناټو او امریکايي ځواکونو مشري هم کړې، دا څرګندونې د سپټمبر په لومړۍ نېټه د بریتانیا د مشرانو جرګې په تالار کې کړې دي.

د بریتانیا د دفاعي ژورنال (UK Defence Journal) د راپور له مخې، پیټرایس وویل چې له افغانستانه د وتلو لپاره دا استدلال سم نه دی چې جګړه ډېره اوږده شوې وه. د نوموړي په وینا، اصلي پوښتنه باید دا وای چې د جګړې د دوام لپاره لازم بشري او مالي لګښتونه د هغو ګټو پرتله څومره مناسب وو چې ساتل کېدې.

پټرایس وویل:«زه باور نه لرم چې موږ اړ وو هغه مهال له افغانستانه ووځو چې ووتلو، او نه هم باور لرم چې موږ باید داسې کړي وای.»

نوموړي زیاته کړه چې د «نه ختمېدونکو جګړو د پای ته رسولو» بحث ناسمه پوښتنه مطرح کوي. د هغه په وینا، مهمه دا نه ده چې جګړه څومره اوږده شوې، بلکې دا ده چې د هغې د دوام لپاره اړین حضور د ساتل کېدونکو ګټو او لګښتونو پرتله مناسب دی که نه.

په ۲۰۲۰ کال کې د لوېدیځ حضور د دوام وړ و

پټرایس افغانستان له ویتنام سره پرتله کړ او ویې ویل چې د ویتنام جګړه د بشري تلفاتو او مالي لګښتونو له پلوه د دوام وړ نه وه، خو په افغانستان کې تر ۲۰۲۰ کال پورې د لوېدیځ پوځي حضور نسبتاً محدود او د دوام وړ شوی و.

د هغه په وینا، د وتلو پر مهال شاوخوا ۲۵۰۰ امریکايي سرتېري او ۸۵۰۰ ائتلافي ځواکونه په افغانستان کې پاتې وو او لوېدیځ ځواکونه نور په مستقیمه جګړه کې نه ښکېلېدل.

هغه وویل، د دغو ځواکونو اصلي دنده د افغان امنیتي ځواکونو روزنه، مشوره او ملاتړ، او د هغو وړتیاوو برابرول وو چې افغان ځواکونو لا په خپله نه شوای برابرولی.

پټرایس زیاته کړه چې طالبان هېڅ لوی ښار نه و نیولی او د لوېدیځو ځواکونو اصلي رول د افغان ځواکونو ملاتړ و.

د طالبانو د بندیانو خوشې کول

پټرایس پر هغه بهیر هم نیوکه وکړه چې د افغانستان حکومت پکې اړ شو زرګونه طالب بندیان خوشې کړي.

هغه وویل، افغان حکومت باید د شاوخوا ۵۵۰۰ طالب بندیانو خوشې کولو ته اړ شوی نه وای، ځکه د هغه په وینا، په دې کار سره د جګړې له مقابل لوري څخه داسې هوکړه ترلاسه کېده چې له امریکا څخه یې له مخکې د وتلو غوښتنه کوله.

د بهرنیو قراردادیانو وتل

د پټرایس د څرګندونو یوه مهمه برخه د امریکايي او ائتلافي ځواکونو ترڅنګ د بهرنیو ملکي قراردادیانو وتلو ته ځانګړې شوې وه.

هغه وویل، له افغانستانه د څه باندې ۱۵ زره لوېدیځو قراردادیانو وتل د افغان هوايي ځواک لپاره یوه جدي ستونزه وه، ځکه دغو قراردادیانو د امریکا له خوا د ورکړل شویو الوتکو او څرخکو ساتنه او ترمیم کاوه.

د نوموړي په وینا، د دې تخنیکي وړتیا له ختمېدو سره د افغان ځواکونو هوايي خوځښت هم سخت اغېزمن شو.

د افغان ځانګړو ځواکونو خوځښت کمزوری شو

پټرایس وویل، امریکايي الوتکو او څرخکو د شاوخوا ۳۵ زره افغان ځانګړو ځواکونو په چټک انتقال کې مهم رول درلود. دغو ځواکونو به د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالبانو د بریدونو د مقابلې لپاره د جګړې سیمو ته ځانونه رسول.

هغه وویل، کله چې د الوتکو او هیلي کوپترو د ساتنې او ترمیم وړتیا له منځه ولاړه، د دغو ځانګړو ځواکونو د چټک انتقال وړتیا هم کمه شوه.

د هغه په وینا، دغو ځواکونو نور نه شوای کولی هغو سیمو ته په چټکۍ ځان ورسوي چې د افغان پوځ او پولیسو کمزورو دودیزو ځواکونو پکې له طالبانو سره جګړه کوله؛ له همدې امله د افغانستان د جګړې ستراتیژي سخته زیانمنه شوه او د افغان حکومت او امنیتي ځواکونو د سقوط بهیر چټک شو.

یوازې د سرتېرو او وسلو شمېر بسنه نه کوي

پټرایس په پای کې وویل چې پوځي ځواک یوازې د سرتېرو، الوتکو، بېړیو او وسلو په شمېر نه سنجول کېږي.

د هغه په وینا، پوځي اغېزمنتیا د ادارو، اکمالاتي سیستم، استخباراتو، ټکنالوژۍ، صنعتي وړتیا او مسلکي اړیکو له ګډ فعالیت سره تړاو لري؛ که دا بنسټونه کمزوري شي، یوازې د وسلو او سرتېرو شمېر د جګړې د بري لپاره بسنه نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زینت امان د خپل دوهم واده ترخې تجربې بیان کړې

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) د هند مشهورې فلمي ستورې زینت امان له خپل دوهم مېړه مظهر خان سره د ګډ ژوند...