Home+د واک شخصي کېدل؛ کله چې مشر له نظام څخه لوی شي

د واک شخصي کېدل؛ کله چې مشر له نظام څخه لوی شي

عبدالرحمن فرقاني

د نننۍ نړۍ په سیاست کې یوه مهمه ستونزه دا نه ده چې کوم مشر کومه ځانګړې تګلاره غوره کوي؛ اصلي پوښتنه دا ده چې مشر له قانوني او ولسي واک سره څه ډول چلند کوي؟ ایا واک د قانون، اساسي بنسټونو او ولس د امانت په توګه ګڼي ، که داسې انګیري چې دولت، نظام او ملي ګټې باید د هغه له شخصي نظر او ارادې سره برابرې شي؟

کله چې د یوه مشر شخصیت د دولت له بنسټونو څخه لوړ شي، نو سیاست ورو ورو له نهادونو او مؤسساتو څخه وګړی او فرد ته انتقالېږي. په دې حالت کې د حکومت بریا د ادارو په پیاوړتیا نه، بلکې د مشر په فردي تصمیم، مزاج، خوښه او ناخوښه پورې اړه نیسي، د هغه ستاینه د وطنپالنې نښه ګڼل کېږي او په سیاستونو او پرېکړو یې نیوکه د نظام پر وړاندې مخالفت تعبیرېږي.

د داسې رهبر لپاره فرمان یوازې اداري وسیله نه وي؛ د هغه د ارادې د عملي کولو وسیله ګرځي. رسنۍ، سیاسي مخالفین، څېړونکي او حتی د دولت دننه ادارې هغه وخت د منلو وړ وي چې د ده له دریځ سره همغږي ولري. په دې توګه د شخص نقد د دولت نقد، او د سیاست او پرېکړو سره یې مخالفت د مشر مخالفت ګڼل کېږي.

د «نبوغ» په نوم د هرې پرېکړې توجیه

د واک د شخصي کېدو بله نښه دا ده چې د مشر هره پرېکړه د یوه پټ او ژور ستراتیژیک پلان په توګه توجیه کېږي.

که پرېکړه بریالۍ شوه، وايي مشر نابغه و؛ که ناکامه شوه، ویل کېږي چې د هغه اصلي هدف لا خلکو نه دی درک کړی. که یوه تګلاره له بلې سره په ټکر کې وي، د هغې لپاره بیا هم داسې فلسفي او ستراتیژیک دلیل پیدا کېږي چې ګواکې دا ټول د یوه لوی پلان برخې دي.

خو رښتینې ستراتیژي هغه ده چې موخه، وسیله، پایله او د حساب ورکولو معیار ولري. هره بېړه، هر تناقض او هره ناڅرګنده پرېکړه د ستراتیژۍ په نوم توجیه کول، ستراتیژي نه ده؛ بلکې د ګډوډۍ لپاره د منطق جوړول دي.

کله چې «زه» د «موږ» ځای ونیسي

د شخص‌محور سیاست تر ټولو خطرناک پړاو هغه وخت را رسېږي چې مشر ځان د ملت له ارادې سره مترادف وګڼي؛ یعنې داسې فکر وکړي چې:

«زه د ولس استازیتوب کوم، نو زما مخالفت د ولس مخالفت دی.»

دا فکر په ظاهره د ولسواکۍ جامه لري، خو په حقیقت کې د ولسواکۍ له روح سره په ټکر کې دی. ولسواکۍ د دې لپاره نه ده چې یو شخص د ټول ملت د ارادې مالک شي؛ بلکې د دې لپاره ده چې هیڅوک له قانون، حساب ورکولو او نقد څخه پورته نه وي.

مشر که هر څومره محبوب، ځواکمن او بریالی وي، بیا هم باید د قانون تابع وي. ځکه دولت د یوه شخص شخصي ملکیت نه دی او ملت د یوه رهبر شخصي پروژه نه ده.

انتخابات باید د یوه شخص په اړه ټولپوښتنه نه شي

کله چې د یوه مشر شخصیت د ټول سیاسي نظام محور وګرځي، حتی انتخابات هم له خپل اصلي مفهوم څخه لرې کېږي. پر دې بحث چې د خلکو اقتصادي وضعیت څنګه دی، د تعلیم او روغتیا حالت څه ډول دی، امنیت او عدالت څنګه تأمینېږي او دولت څومره اغېزمن دی، تمرکز کمېږي؛ پر ځای یې انتخابات د یوه شخص د مقبولیت یا نامقبولیت په سیالۍ بدلېږي.

دا حالت دواړو لورو ته خطرناک دی؛ ځکه د یوه مشر بریا د نظام بریا ګڼل کېږي او د هغه ماتې د ټول نظام ماتې.

د ځواک تر ټولو لویه ازموینه

د یوه مشر ځواک په دې کې نه دی چې هره خبره یې بې له پوښتنې ومنل شي؛ بلکې په دې کې دی چې د ده تر څنګ داسې خلک، ادارې او قوانین موجود وي چې د اړتیا پر مهال ورته «نه» هم ووایي.

قوي نظام هغه نه دی چې یو قوي مشر ولري؛ قوي نظام هغه دی چې له قوي مشر وروسته هم قوي پاتې شي.

تاریخ ښيي چې هغه دولتونه چې خپل برخلیک یې له یوه شخص سره تړلی وي، د هغه له کمزورۍ، تېروتنې یا له واکه له وتلو سره خپله ثبات هم له لاسه ورکوي. خو هغه نظامونه چې بنسټونه یې پیاوړي وي، مشران بدلوي، خو دولت یې پر خپل ځای پاتې کېږي.

له همدې امله د هرې زمانې د حکړمتولۍ أه اړه تر ټولو مهمه پوښتنه باید دا وي:

ایا موږ داسې مشر لرو چې نظام جوړوي، که داسې نظام لرو چې د یوه مشر پر شخصیت ولاړ دی؟

که ځواب دویم وي، نو ستونزه یوازې د یوه شخص په غرور، تېروتنه یا ناسم تصمیم کې نه ده؛ ستونزه د هغه نظام په جوړښت کې ده چې یو انسان یې له قانون، ادارې او ولس څخه لوی کړی وي

ترمپ؛ د ولسواکۍ په ټاټوبي کې د استبداد او مطلقه شاهۍ په لور!
دا د ترمپ د سیاسي شخصیت په اړه د امریکا د مشهورو ورځپاڼو تحلیل دی ،ماته جالب ښکاره شو او په لاندې مطلب کې مې تاسو ته انځور کړ.

عبدالرحمن فرقاني
نن سبا په نړۍ او په تېره بیا په لوېدیځ کې د ډونالډ ترمپ د سیاسي شخصیت په اړه بحث یوازې د هغه د سیاستونو، اقتصادي پرېکړو او بهرني سیاست تر ارزونې پورې محدود پاتې نه دی؛ بلکې په دې اړه تر دې ژوره پوښتنه دا ده چې ترمپ واک څنګه تعریفوي؟ ایا ولسمشري د یوه اساسي قانوني نظام په چوکاټ کې محدود او تعریف شوی مسؤلیت ګڼي، که د خپل شخصي لیدلوري ، شخصیت او ارادې د عملي کولو وسیله!؟

ترمپ د معاصرې او مدرنې امریکا په سیاست کې داسې شخصیت دی چې شخصیت یې له سیاست څخه جلا نه ښکاري. د هغه د پلویانو په نظر، هغه یو زړور او له دودیزو سیاسي محاسبو ، تحلیلونو او اټکلونو څخه آزاد مشر دی چې د امریکا د زړو ستونزو د حل لپاره له پخوانیو طریقو سره نه تړل کېږي؛ خو منتقدین یې بیا وايي چې د ده په سیاست کې شخصي غرور، ځان‌ غوښتنه، استکبار او د واک د تمرکز تمایل ډېر څرګند او له ورایه ښکاري.

د ترمپ د سیاست یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې هغه ډېری وخت د دولت مسئلې د خپل شخصي سیاسي هویت له مسئلې سره یوځای کوي. د ده لپاره د یوې پرېکړې بریا یوازې د دولت بریا نه ده؛ بلکې د «ترمپ د په حق او سم پاتې ثابتېدو» معنا هم لري.

همدا وجه ده چې د ده پر سیاست نیوکه کله ناکله د ده له شخصي غبرګون سره مخ کېږي. هغه د رسنیو، سیاسي مخالفینو او هغو کسانو پر وړاندې چې د ده له دریځونو سره مخالفت کوي، سخت دریځ غوره کوي او کله خو د استبدادي پادشاهانو په څیر دريځ خپلوي اوپه دې توګه د سیاسي اختلاف او شخصي مخالفت ترمنځ واټن کمېږي.

خو په ولسواک نظام کې دا دواړه باید سره بېل وي: د یوه ولسمشر له سیاست سره مخالفت، له خپل هېواد سره مخالفت نه دی؛ او په ولسمشر نیوکه، پر دولت نیوکه نه ده.

هره پرېکړه؛ ستراتیژي که مزاج؟

د ترمپ د سیاست په اړه یوه بله مهمه پوښتنه دا ده چې د هغه متضادې پرېکړې تر کومه حده د یوه منظم ستراتیژیک پلان برخه دي؟

د هغه پلویان هڅه کوي چې نږدې هر اقدام یې د یوې لویې ستراتیژۍ په توګه تشریح کړي. که پرېکړه سخته وي، زړورتیا یې بولي؛ که نرمه وي، هوښیارانه شاتګ یې ګڼي؛ که متضاده وي، وايي چې تر شا یې پټه محاسبه او ګټه پرته ده.

خو سیاست کې هره پرېکړه یوازې هغه وخت ستراتیژي بلل کېدای شي چې روښانه هدف، ثابت اصول او د پایلې د ارزونې معیار ولري.

که هر متناقض تصمیم د په نوم نابغه رهبر د پټې محاسبې په نوم توجیه شي، نو بیا د مشر د تېروتنې امکان له منځه ځي؛ او هغه سیاستوال چې د تېروتنې منلو توان ونه لري، د خپلو تېروتنو د اصلاح توان هم له لاسه ورکوي.

«امریکا لومړی»

ترمپ خپل سیاسي پیغام اوشعار تر ډېره د «امریکا لومړی» له شعار سره تړلی دی. دا شعار په ذات کې د ملي ګټو د دفاع غوښتنه ده؛ خو اصلي پوښتنه دا ده چې ملي ګټه څوک تعریفوي؟

که ملي ګټه د قانون، ملي بنسټونو، متخصصینو او اوږدمهاله ملي اجماع پر بنسټ تعریف شي، نو دا د دولت عادي سیاست دی. خو که ملي ګټه د یوه شخص له لید، مزاج او سیاسي محاسبې سره مساوي شي، نو «امریکا لومړی» ورو ورو په «زما لید لومړی» باندې بدلېدای شي.

ترمپ او د «زه » سیاست

د ترمپ په شخصیت کې د «زه» یا ځان‌محورۍ عنصر د هغه د سیاست له مهمو بحثونو څخه دی. هغه هڅه کوي ځان له عادي سیاستوالو څخه جلا وښيي؛ داسې مشر چې د ده په باور نور سیاستوال یې نه شي کولی هغه څه وکړي چې دی یې کولی شي.

همدا شخصي حضور د ده د انتخاباتي سیاست تر ټولو لویه سرمایه هم ده. خلک یوازې د جمهوري غوښتونکي ګوند لپاره نه، بلکې تر ډېره د ترمپ لپاره رأیه ورکوي؛ او مخالفین یې هم ډېر وخت یوازې د یوه ګوند پر وړاندې نه، بلکې د ترمپ پر وړاندې سیاسي مبارزه کوي.

په دې حالت کې انتخابات د پروګرامونو د سیالۍ پر ځای د یوه شخص په اړه په ټولپوښتنه باندې بدلېږي:
دا د ولسواکۍ لپاره خطرناکه لوبه ده؛ ځکه هېوادونه یوازې د یوه شخص په نوم نه اداره کېږي.

د ځواک اصلي خطر

د ترمپ د تجربې تر ټولو مهم درس ښايي دا وي چې د یوه پیاوړي شخصیت شتون تل د یوه پیاوړي نظام معنا نه لري.

قوي مشر کېدای شي په لنډمهال کې ستر بدلونونه راولي؛ خو قوي نظام هغه دی چې د مشر له شخصیت څخه مستقل پاتې شي. که ټول سیاسي مشروعیت د یوه شخص له نوم سره وتړل شي، نو د هغه بریا د ملت بریا او ماتې یې د ملت ماتې ګڼل کېږي.

د امریکا په څېر لوی هېواد ته تر ټولو لویه اړتیا دا نه ده چې تل یو «قوي» ولسمشر ولري؛ بلکې اړتیا یې دا ده چې قوي قانون، خپلواک بنسټونه، حساب ورکوونکې ادارې او داسې سیاسي کلتور ولري چې ولسمشر هم پکې د نقد او حساب تابع وي.

ترمپ ښايي یو زړور سیاستوال وي، ښايي د ده ځینې اقتصادي یا سیاسي نظریات د خلکو د یوې برخې لپاره جذاب وي؛ خو د یوه مشر اصلي ازموینه دا نه ده چې څومره خلک یې ستایي.

اصلي ازموینه دا ده چې ایا هغه داسې نظام پرېږدي چې له ده وروسته هم په قوت سره ودریږي، که داسې سیاسي چاپېریال جوړوي چې د ده له نوم پرته ځان نیمګړی احساس کړي؟

همدلته د ترمپ د سیاست له بحث څخه یوه لویه پوښتنه راولاړېږي:

ایا ترمپ امریکا د خپل شخصیت له لارې پیاوړې کوي، که هڅه کوي خپل شخصیت د امریکا له ځواک سره یوځای کړي؟
د دې دواړو ترمنځ توپیر ډېر کوچنی ښکاري؛ خو د یوه ملت د سیاسي راتلونکي لپاره، ښايي همدا توپیر تر ټولو ستر او برخلیک ټاکونکی توپیر وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د پښتو او دري ژبو د لیکدود د معیاري کولو پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې لومړۍ) د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کابل کې د افغانستان د پښتو او دري ژبو د لیکدود د...