Home+د نامتو لیکوال نجیب محفوظ یاد

د نامتو لیکوال نجیب محفوظ یاد

ژباړه او راټولونه: عبدالله الهام جمالزی

مجیب محفوظ ویلي:

کله چي زړه مړ شي، مهرباني له منځه ځي
کله چي عقل مړ شي ، پوهه له منځه ځي
او کله چي بيا وجدان موکري، نو هر څه له منځه ځي

نجیب محفوظ ابن عبدالعزیز بن ابراهیم احمد پاشا د ۱۹۱۱ کال د ډسمبر په ۱۱ نېټه د مصر په پلازمینه قاهره کې نړۍ ته سترګې وغړولې، له اولس کلنۍ یې لیکوالۍ ته مخه کړې او د ښوونځي له پای ته رسولو ورسته یی د فلسفې لیسانس د قاهرې له پوهنتون څخه ترلاسه کړ.

 هغه د یو دولتي کارمند په کور کې وزېږېده، لومړۍ دنده یې د اوقافو په اداره کې واخیسته او  وروسته د هنر ادارې د سانسور مدیر شو او بالاخره له سینما د ملاتړ ادارې مشر شو دغه راز د خپل کار په پای کې د کلتور وزارت د سلاکار په توګه هم پاتې شوی دی.

هغه لسګونه داستاني کتابونه لیکلي او په ۱۹۸۸ کال یې د نوبل د ادبیاتو جایزه اخیستې.

لومړني ناولونه یې له لرغوني مصر څخه خبرې کوي خو کله چې په خپل ستر اثر بوخت شو د مصر مدرنې ټولنې ته یې پام واړاوه. په وروستیو کارونو کې یې د لرغوني مصر په پاچايي رژیم منتقدانه لیکنې کول، د انګلستان استعمار ته یې پام واړاوه او د ښځو او سیاسي بندیانو د حالت په ګډون یې ټولنیز مسایل هم له یاده ونه ویستل.

 نجیب محفوظ په خپل اوږده عمر کې یوازې دوه ځله له خپله هېواده بهر سفر کړی او په ناولو او نورو کیسو سربیره یې څو سناریوګانې هم لیکلې.

د محفوظ مشهور او ښه اثر زموږ د چم هلکان یا اولاد حارتنا چې په ۱۹۵۹ کال یې بشپړ کړ  په هغه کلونو کې د مذهبي مشرانو لخوا پرې بندیز ولګېد، له بلې خوا د هغه د ځینو لیدتوګو په اړه په عربي نړۍ کې د هغه په کتابونو هم بندیز لګېدلی وو.

نجیب محفوظ په انسان دوستۍ د زیات باور له امله ناول لیکنې او سناریو لیکنې ته مخه کړه او د عربي مدرنو ادبیاتو له بنسټګرانو بلل کیږي که څه هم د عربو نوي ادبیات لسګونه کاله د کیسه لیکنې د ژانر تر اغیز لاندې وو خو د نورو عربي هېوادونو په اپوټه په مصر کې له ۱۹۴۰ کاله وروسته په لیکوالو کې ناول لیکنې ته کږلون زیات شو او حتا د کلتور وزارت لخوا د ښه ناول لپاره کلنۍ جایزه هم غوره شوه.

د نجیب محفوظ په آثارو کې اسلامي فلسفې دوه مقولې جبر او اختیار کابو تل له یوبل سره د جګړې په حال کې دي.  په عین حال کې نجیب محفوظ خپل د ځوانۍ ژوند د شهید سید قطب پوروړی بولي او خپله هم وايي چې سید قطب د عربي هېوادونو تر ټولو لومړی او مشهور ادبي کره کتونکی دی، شهید سید قطب په وروستیو کې د اخوان المسلمین په ګوند کې د غړیتوب او د جمال عبدالناصر د پرځونې د اقدام له امله په ۱۹۶۶ کال اعدام شو.

هغه د مړینې پر مهال په ادبیاتو کې د نوبل جایزې تر ټولو زوړ ګټونکی وو، هغه د ۲۰۰۶ کال په جولای میاشت کې د ډاکټرانو تر نظر لاندې شو او بالاخره د ۲۰۰۶ کال د اګست په ۳۰ نېټه ومړ.

د هغه په پنځونو کې لاندې آثارو ته اشاره کولای شو.
* مصر القديمة/ لرغونی مصر/ ۱۹۳۲
* همس الجنون/ د لېونتوب چیغه/ ۱۹۳۸
* عبث الأقدار/ د برخلیک لوبه/ ۱۹۳۹
* رادوبيس/ رادوبیس، د فرعون مینه/ ۱۹۴۳
* كفاح طيبة/ سپېڅلې جګړه/ ۱۹۴۴
* خان الخليلي/  ۱۹۴۵
* القاهرة الجديدة/ مدرنه قاهره/ ۱۹۴۶
* زقاق المدق/ د مدق کوڅه/ ۱۹۴۷
* السراب/ سراب/ ۱۹۴۹
* بداية ونهاية/ پیل او پای/ ۱۹۵۱
* ثلاثية القاهرة : د قاهرې درې کیسې
* بين القصرين/ د دوه ماڼیو ترمنځ / ۱۹۵۶
* قصر الشوق/ د هیلو ماڼۍ/ ۱۹۵۷
* السكرية/ مستي/ ۱۹۵۷
* اولاد حارتنا/ زموږ د چم هلکان/ ۱۹۵۹
* ليلة القدر/ د قدر شپه/ ۱۹۵۹
* اللص والكلاب/ غل او سپي/ ۱۹۶۱
* السمان و الخريف/ ۱۹۶۲
* دنياالله/ ۱۹۶۲
* الطريق/ لاره/ ۱۹۶۴
* الشحاذ/ سوالګر/ ۱۹۶۵
* بيت سيء السمعة/ ۱۹۶۵
* ثرثرة فوق‌النيل/په نیل لامبو وهونکی / ۱۹۶۶
* ميرامار/  ۱۹۶۷
* خمارة القط الأسود/  ۱۹۶۹
* تحت المظلة/ تر خېمه لاندې/ ۱۹۶۹
* شهر العسل/ ۱۹۷۱
* المرايا/ هېندارې/ ۱۹۷۱
* حكاية بلا بداية ولا نهاية/ بې سر او پایه کیسه/ ۱۹۷۱
* الجريمة/ جنایت/ ۱۹۷۳
* الحب تحت المطر/  ۱۹۷۳
* الكرنك/ / ۱۹۷۴
* حكايات حارتنا/ زموږ د چم کیسې/ ۱۹۷۵
* قلب‌الليل/ ۱۹۷۵
* حضرة المحترم/ ۱۹۷۵
* ملحمة الحرافيش/ ۱۹۷۷
* الشيطان يعظ/  ۱۹۷۹
* الحب فوق هضبة الهرم/  ۱۹۷۹
* عصر الحب/ ۱۹۸۰
* أفراح القبة/ ۱۹۸۱
* ليالي ألف ليلة وليلة/ ۱۹۸۲
* الباقي من الزمن ساعة / ۱۹۸۲
* رأيت فيما يرى النائم/ ۱۹۸۲
* أمام العرش/ ۱۹۸۳
* رحلة ابن فطوطة / ۱۹۸۳
* التنظيم السري / ۱۹۸۴
* العائش في الحقيقة/ ۱۹۸۵
* يوم مقتل الزعيم/ کله چې د قوم مشر ووژل شو / ۱۹۸۵
* حديث الصباح والمساء/ د شپې او ورځې کیسه/ ۱۹۸۷
* صباح الورد/  ۱۹۸۷
* الفجر الكاذب/ ۱۹۸۸
* قشتمر/ ۱۹۸۸
* أحلام فترة النقاهة / ۲۰۰۴

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د پښتو او دري ژبو د لیکدود د معیاري کولو پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې لومړۍ) د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کابل کې د افغانستان د پښتو او دري ژبو د لیکدود د...