Homeخبرونهد طالبانو یو تخنیکي پلاوی د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو په...

د طالبانو یو تخنیکي پلاوی د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه د خبرو لپاره جرمني ته تللی

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۸ مه) د جرمني حکومت د طالبانو د حکومت یوه بل پلاوي ته بلنه ورکړې چې دغه هیواد ته ورشي او په دې ورسره خبرې وکړي چې څنګه افغانستان ته د افغان اتباعو د بېرته ستنولو او اخراج بهیر اسانولی شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، پلاوی به د هغو کسانو لپاره لازم اسناد چمتو کړي چې د طالبانو له خوا د بېرته ستنېدو لپاره د منلو وړ وي. وزارت زیاته کړې چې افغانستان ته د اخراجونو د شمېر د زیاتولو لپاره د کافي کارکوونکو او تخنیکي ظرفیت برابرول ضروري دي.

جرمني له طالبانو سره رسمي ډیپلوماټیکې اړیکې نه لري، خو د اخراجونو په تړاو یې مخکې هم د طالبانو ځینو استازو ته اجازه ورکړې چې جرمني ته سفر وکړي او له افغان ډیپلوماتیکو استازولیو سره کار وکړي.

د جرمني د اوسني حکومت له واک ته رسېدو راوروسته ۲۲۸ کسان افغانستان ته ایستل شوي چې ډېری یې د جرمونو له امله محکوم شوي وو. وروستي کسان د اګست په ۲۵مه افغانستان ته واستول شول چې په لړ کې یې ۲۳ کسان له لایپزیګ-هاله هوايي ډګر څخه افغانستان ته ولېږدول شول.

د راپورونو له مخې، تېر کال هم د طالبانو دوه قونسلي چارواکي جرمني ته تللي وو؛ یو یې اوس په برلین کې د افغانستان د سفارت چارې پر مخ وړي او بل د بن قونسلګرۍ مسوولیت لري.

د جرمني این ډي ار رسنۍ پرون (شنبې) د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت په قول وویل، د پلاوي سفر افغانستان ته د نورو افغانانو د ایستلو د چمتووالي له بهیر سره مستقیم تړاو لري. د راپورونو له مخې، پلاوی د قطر له لارې جرمني ته تللی او د ۳۰ ورځو ویزه لري.

پلاوی به په برلین، بن او مونشن کې د افغانستان له سفارت او قونسلګریو سره د اړوندو ترتیباتو په برخه کې کار وکړي. طالبانو تر اوسه د دې سفر په اړه رسماَ څه نه دي ویلي.

این ډي آر ویلي چې د طالبانو پلاوی حاضردمه په برلین کې د افغانستان په سفارت کې اوسي.

د دغه هیواد د باندنیو چارو وزارت ویاند فرانس‌پرس اژانس ته ویلي له تېر کال راهیسې چې په جرمني کې نوي حکومت په کار پیل کړی، ۲۲۸ افغانان بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د مشک ادبي بهیر بیا پرانېسته وشوه

راپور: روح الله الفت  د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۳۰مه نېټه، د هېواد د ادب، فرهنګ او هنر د ګڼو مخورو، ادیبانو،...