Home+ولې زه بايد ليکواله شم؟! / ډاکتره تمنا حبیبي

ولې زه بايد ليکواله شم؟! / ډاکتره تمنا حبیبي

له نجلۍ نه وپوښتل شول چې ته ولې غواړې ليکواله شې؛ او دومره له ليکوالۍ سره مينه لرې؟
نجلۍ ځواب کې ورته وويل، ځکه مې له ليکوالۍ سره مينه پيدا شوله او موخه مې همدا وګرځيدله چې زه بايد يو غټه ليکواله شم؛ تر څو د هغو نجونو دردونه او بې وسۍ د قلم څوکې ته راولم چې هيڅوک ندي ترې خبر او نه پوښتنه کوي او نه يې دوي په خوله راوړلای شي.
زموږ ټولنه داسې يوه ټولنه ده که دې په رسنيو کې د خپل درد او بې وسۍ اړوند خبرې وکړې نو د ټولنې بدترينه ښځه په ته يې؛ ځکه دا ټولنه پښتنه ده او نجلۍ هيڅکله هم د خپل زړه خبره نشي پکې کولای؛ او ليکوالي تر ټولو ښه مرسته له داسې ښځو او پيغلو سره ده چې، خپل درد او ساندې په اسانه بیان شي پکې.
کله چې به راته رنګ رنګ ښځې او پيغلې راتلې او دوی به خپلې د بې وسۍ او درد او زړه ماتوالي راته ويل نو په زړه کې به مې يوه څړيکه وشوه چې زموږ ښځې او پيغلې څومره بې وسه دي.
 او دا هر څه موږ باندې الله ج ندي راوستلي دا موږ انسانانو خپله ځانونو ته جوړ کړي دي. بې اساسه رواجونه، مګر بیرته د همدغه رواجونو لامل بيرته خپله ښځې وې.
تاسو ته به دا خبره حيرانونکې مالومیږي، چي دا ولې داسې خبره ده؟!
هو دا ريښتيا ده چې د دغه ټولو لامل بيا هم ښځې دي/ وې. ځکه که يوې مور خپل زوي ښه روزلی وي او ور زده کړي وای چې خور او ميرمنه دې علم او زده کړو ته پريږده؛ نو هيڅکله هم داسې نه کيدل ځکه کله چې ښځه زده کړي وکړي هغه پوهیږي، سترګې يې خلاصیږي، د کورنۍ په سمبالولو پوهيږي، هغه نه ماتیدونکې ښځه کيږي، هغه نړۍ او ټولنې ته يو هوښیار او ښه نسل راوړي.
هغه داسې نسل نړۍ ته وړاندې کوي چې بې اساسه او له اسلامه ليرې رواجونه په خپله ټولنه کې نه مني، هغه داسې کورنۍ جوړوي چې په کورنۍ کې مينه، آرامش او د پرمختګ خبرې وي. او له وطن سره د مينې خيالونه یې فکر کې وي؛ په همدي دليل مي غوښتل تر څو ليکواله شم!
زه غواړم د هغه ټولو نجونو غږ شم چې دوی خپلې د ژوند ترخې کیسې د نورو مخې ته نه شي اېښودلای او د نورو تر غوږونو یې نه شي رسولای؛ زه د هغه ټولو میندو امید شم چې ناامیده ژوند تیروي او زه د هغه ټولنې رڼا شم چې کلونه یې د تورو تیارو شاته د ژوند څراغ پیکه او تت دی.
ما د خپلې ټولنې او په ټوله د نجونو په اړه لیکل پیل کړي دي له کلونو راهیسې مې هڅه کړې ده او نور به کوشش کوم چې خپل لیکل ستاسې سره هو شریک کړم.
کتاب لوستلو؛
په ريښتيا هم له هغه خفګانونو نه او هغه سوچونو نه وژغورلم چي نه وو پيښ شوي او ما يې په اړه سوچونه وهل
په ريښتيا هم
کتاب لوستلو يوې بلې نړۍ ته بوتلم
يوه داسې نړۍ ته چې له رنګینو خيالونه نه ډکه وه
داسې نړۍ
چې زړه به دې نه غوښتل ترې راووځې
او داسې نړۍ
چې پکې دې هر څه هيرول
په ريښتيا هم
د کتابونو نړۍ جالبه ده
ځکه دا زموږ هغه خوبونه دي چې، موږ يې په ذهنونو کې ساتو او هڅه ورته کوو تر څو ريښتيا يې کړو
او د هغه کسانو کيسې دي چې، موږ ليدلي او د څه کولو توان مو نه شوای ورسره کولای فقط مو ورته د صبر او غم نه د خلاصيدو دعاګانې ورته کولې.
سجده!
د ټولو سرګردانيو، تشويشونو، استرسونو، خفګانونو، زړه خوړلو، افسرده ګيو او زړه ماتيو تداوي فقط يوه د اخلاص سجده هغه رب ته ده چې، هر څه د هغه له خوا دي!
ته مه خپه کېږه
د ژوند ګردابونه به ختم شي
مه ستړی کېږه
مخکې ځه، قدم وهه
که ټولې نړۍ هم درته شاه کړه
زه در سره یم
او لاس به دې نیسم
د خوشال بابا خبره:
بې نیاز څه خبر له نازه چې ناز څه وي
ستا د سترګو بلا واخلم ناز پر ما کړه
د مور مهرباني؛
کله چې له دندې کور ته را ورسيدم؛ او مور مې ډيره ناروغه وه او زما بوټونه د دهليز له باندې له ياده وتلي وو؛ هغې زما بوټونه په لاسو کې هماغه حالت کې را واخيستل او المارۍ کې يې کيښودل….!
لیکواله: ډاکتر تمنا حبیبي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د مشک ادبي بهیر بیا پرانېسته وشوه

راپور: روح الله الفت  د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۳۰مه نېټه، د هېواد د ادب، فرهنګ او هنر د ګڼو مخورو، ادیبانو،...