Home+تړلي بندرونه، تش جیبونه| شاه زلمی

تړلي بندرونه، تش جیبونه| شاه زلمی

مالي هوساینه هغه وخت د ولس د ژوند یوه واقعي برخه ګرځېدای شي چې حکومتونه د وړو سوداګرو او عامو خلکو اقتصادي وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي. خو کله چې د لارو او بندرونو د تړل کېدو په اړه ناسمې یا له مبالغې ډکې اوازې خپرې شي، اغېز یې تر ډېره پر وړو سوداګرو او عام ولس پرېوځي.
کله چې د «لارې بندې دي» او «بندرونه په بشپړه توګه تړل شوي» په څېر خبرې خپرېږي، د بازار پر روان حالت مستقیم اغېز کوي. لوی سوداګر ښايي د خپلو مالي امکاناتو، پراخو اړیکو او د بازار د تجربې له امله د داسې حالاتو زیان تر یوه حده وزغمي، خو کوچني سوداګر معمولاً دومره مالي توان نه لري. هغوی نه یوازې خپله ورځنۍ ګټه له لاسه ورکوي، بلکې د خپل کاروبار د پراختیا او پرمختګ فرصتونه یې هم ورسره کمېږي.
په داسې حالاتو کې ځینې لوی سوداګر هڅه کوي له خپلو اړیکو او امکاناتو څخه په استفادې د بازار پر لویه برخه کنټرول پیدا کړي؛ په مقابل کې، واړه سوداګر ډېر ځله د اسنادو، جوازونو، تګ راتګ او بېلابېلو اداري خنډونو له امله له داسې ستونزو سره مخ کېږي چې د هغوی د محدودې ګټې لویه برخه له منځه وړي.
د دې حالت تاوان یوازې  کوچني سوداګرو ته نه بالکې د عام ولس تر جیبونو رسیږي . کله چې د یوه توکي بیه،  مخکې  ۵۰ وه، د کمښت، انحصار، احتکار یا د عرضې د محدودېدو له امله ۱۰۰ یا ۱۵۰ ته لوړه شي، د خلکو د پېرلو توان کمېږي او د کورنیو پر اقتصاد مستقیم فشار راځي.
د پوښتنې ځای دا دی چې ولې د بازار د داسې بې‌ثباتۍ او غیرعادلانه بیو په اړه جدي څار نه کېږي؟ ولې هغه ادارې چې د بازار د تنظیم او د مصرف کوونکو د حقونو د ساتنې مسؤلیت لري، د خلکو په اند، ځینې وختونه د ستونزې پر وړاندې چوپ پاتې کېږي؟
که مالي هوساینه د ولس لپاره رښتینی هدف وي، نو د وړو سوداګرو ملاتړ، د سالم رقابت رامنځته کول، د انحصار او احتکار مخنیوی، د بیو شفافه څارنه او د سوداګرۍ لپاره د عادلانه شرایطو برابرول باید د اقتصادي پالیسۍ مهمې برخې وي.
د خواشینۍ ځای دی چې یو وړوکی سوداګر ټوله ورځ خرڅول وکړي ، ستړی شي، زحمت وباسي، خو د ټولې ورځې خواري یې لا د سبا ستونزې ته بسنه نه کوي ؛ په پای کې ورته یوازې د ورځینۍ مزدوري پاتې وي.
تر ټولو بده دا ده چې د اقتصادي ستونزو بار تل د بې‌ وسو پر اوږو اچول کېږي. یو وړوکی سوداګر که د لارو، بندرونو، اداري خنډونو او د بازار د بې‌ثباتۍ له امله د ټولې ورځې له خواري څخه یوازې د بقا لپاره دومره عاید ترلاسه کوي، نو کاروبار یې نور د پرمختګ وسیله نه، بلکې یوازې د ژوند د دوام هڅه ګرځي.
بندرونه که تړل کېږي، د ولس جیبونه باید ورسره ونه تړل شي. اقتصادي سیاست هغه وخت عادلانه دی چې د لوی سوداګر د ګټې تر څنګ د وړو سوداګرو او د عام ولس اقتصادي راحت هم پکې خوندي وي.
ګني بیا به خلک وایي: «ولس ته یې پېښه ده!»
لیکوال: شاه زلمی
٢٠٢٦ د اګست ٢٣ مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شاه رخ خان او د بالیووډ درو نورو ستورو ته د اعلانونو د بندولو خبرداری

تاند (سې شنبه، د زمريږ اسد ۲۷ مه) د هند د مهاراشترا ایالت چارواکو د بالیووډ درې مشهورو لوبغاړو، شاه رخ خان، اجې دیوګن...