Homeخبرونهافغانستان د اسیايي کرکټ شورا دوره‌يي ریاست پر غاړه اخلي

افغانستان د اسیايي کرکټ شورا دوره‌يي ریاست پر غاړه اخلي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۲ مه) افغانستان د اسیا کرکټ شورا (ACC) په اجرایي بورډ کې شامل شو. دا پرېکړه د تایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې د شورا د کلنۍ عمومي غونډې پر مهال وشوه، چې د ټولو غړو هېوادونو استازو پکې ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د اسیايي کرکټ شورا د اجرایي بورډ انتخابات، د شورا د ریاست د دوراني تګلارې او د بېلابېلو کمېټو د جوړېدو په اړه مهمې پرېکړې وشوې.

د افغانستان له شاملېدو سره، دغه هېواد به په راتلونکې کې د اسیا کرکټ شورا د ریاست د ترلاسه کولو حق هم ولري. تر دې وړاندې د شورا ریاست د پاکستان، بنګله‌دېش، سریلانکا او هند ترمنځ په نوبتي ډول وېشل شوی و.

د متحده عربي اماراتو د کرکټ بورډ مرستیال رئیس خالد الزروني په متفقه توګه د اسیايي کرکټ شورا د مرستیال رئیس په توګه وټاکل شو.

همداراز، د هغو بشپړو غړو له ډلې چې ټېسټ لوبې نه کوي، د قطر کرکټ ټولنې او د سنګاپور کرکټ ټولنې رئیسان د اسیايي کرکټ شورا اجرایي بورډ ته وټاکل شول.

د اسیايي کرکټ شورا رئیس محسن نقوي وویل چې په اسیا کې کرکټ تل یوازې یوه لوبه نه وه، بلکې یوه ګډه ژبه ده چې ملتونه، کلتورونه او نسلونه سره نښلوي.

نوموړي وویل، په کلنۍ عمومي غونډه کې شوې پرېکړې د شورا د ادارې د پخوالي څرګندونه کوي او دا هوډ ښيي چې داسې بنسټونه جوړ شي چې د اوسنیو چارواکو له دورې وروسته هم د کرکټ خدمت ته دوام ورکړي.

نقوي د نوي انتخاب شوي مرستیال رئیس او د اجرایي بورډ غړو ته مبارکي ورکړه او د غړو هېوادونو له بورډونو یې د یووالي او همکارۍ له امله مننه وکړه.

هغه زیاته کړه چې اوس د شورا مسوولیت دی چې دغه لیدلوری په تواضع، نظم او کرکټ ته په ژمنتیا سره مخته یوسي؛ نه یوازې د نن ورځې لوبغاړو لپاره، بلکې د اسیا د راتلونکو نسلونو کرکټ لوبغاړو لپاره هم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شطرنج | لیکواله: نظیفه دفتاڼۍ

تل مې هیله درلوده د شطرنج لوبه زده کړم، نه یوازې دا چې د هغې ظاهر راته زړه راښکونکی وو، غوښتل مې یو څه...