تاند/ دوشنبه د سنبلې – وږي ۲مه/ رویټرز خبري اژانس په «کراسنودار» سیمه کې د ډرون برید له امله د دوو ماشومانو وژلکېدو او ۷ نورو د ټپيکېدو راپور ورکړی دی.
د رویټرز په راپور کې راغلي چې تېره شپه د روسیې سویلي «کراسنودار» سیمې پر یو وړکتون د ډرون الوتکې پاتېشوني ور غورځېدلي چې. له امله یې دوه ماشومان وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.
د راپور له مخې چې د دې بېپیلوټه الوتکې پاتېشوني پر ځینو استوګنیزو ودانیو هم ور غورځېدلي چې له امله یې په ځینو شرکتونو او ګودامونو کې اور لګېدلی دی.
په راپور کې تر اوسه دا نه دي ویل شوي چې دا برید له کوم لوري شوی، خو تر دې مخکې دا ډول بریدونه د اوکراین له لوري کېدل.
په ورته مهال روسي چارواکو دغه برید ته غبرګون ښودلی او ټول هغه اقدامات یې غندلي چې له امله یې ماشومانو او ملکیانو ته مرګژوبله اوړي.
بل لورته په اوکراین کې هم د روسیې له لوري د ځینو تازه چاودنو راپورونه ورکړل شوي چې له امله یې د ماشومانو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
له ډېره وخته کېږي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ کړکیچ دوام لري او ښکاري چې د جګړې پایتهرسېدو لپاره نړیوالو هڅو لا هم کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.