Homeخبرونهبسنت: امریکا غواړي د ایران ټولې اقتصادي حیاتي لارې پرې کړي

بسنت: امریکا غواړي د ایران ټولې اقتصادي حیاتي لارې پرې کړي

تاند/ دوشنبه د سنبلې – وږي ۲مه/ د امریکا د خزانې وزیر، سکاټ بسنت، ویلي چې هېواد به یې د ایران پر وړاندې د تاریخ تر ټولو لوی مالي برید پیل کړي.

نړیوالو رسنیو نن (دوشنبه، د سنبلې ۲مه/ د اګست ۲۴مه) راپور ورکړی چې بسنت په «فایننشل ټایمز» ورځپاڼه کې په یوه مقاله کې لیکلي چې، د امریکا هدف دا دی څو د ایران ټولې حیاتي اقتصادي لارې پرې کړي او دغه هېواد منزوي کړي.

د امریکا د خزانې وزیر ټینګار کړی چې له ایران سره جګړه وروستۍ مرحلې ته رسېدلې او دغه هېواد ته یو «ټاکل شوی برخلیک» په تمه دی.

دغه امریکايي چارواکي تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د ایران پر وړاندې نوی اقتصادي جنګ کولای شي د دغه هېواد د سقوط لامل شي.

په ورته مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم تېره اوونۍ اعلان کړی و چې پر هغو هېوادونو او شرکتونو به تر ټولو سخت بندیزونه ولګوي چې له ایران سره سوداګریزې راکړې ورکړې کوي.

بلخوا، د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان مرستیال، محمدرضا عارف، پرون ویلي چې د امریکا نوي اقتصادي فشارونه به برعکس پایله ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...