ذبیح الله شفق
د ” غازي امان الله خان اړوند څو لیکني ” د احمد سمون شریفي د څو هغو مقالو ټولګه ده چي د ده په وینا په مختلفو وختونو کي په ټولنیزو رسنیو کي خپرې او لوستل سوې دي. د امان الله خان اړوند د لیکنو دا مجموعه تېر کال ” سیکارام ” ویبپاڼې خپره کړې. ښاغلی شریفي د لیکنو دا مجموعه په درو برخو کي د امان الله خان د شخصیت او واکمني سره تر بحث لاندي نیسي.
لومړی: امان الله خان او موډرنه حکومتولي
دوهم: امان الله خان، ښځه او حجاب
دریم: د امان الله خان د سقوط عمده عوامل (چي په څو برخو کي ور باندي تم سوی.)
دی د امان الله خان واکمني له سیاسي پلوه مهه بولي او وایي چي امان الله خان لومړنی افغان واکمن وو چي افغانستان یې نړۍ ته ور وپېژندی او لومړني نړیوال قوانین لکه د کډوالۍ، د زده کړو او د غلامۍ د منعه کولو یې ایجاد کړل.
د افغانستان تېرو واکمنانو ته هم ور ګرځي. عبدالرحمن خان د ملایانو، قبایلي واکمنانو او روحانیانو په ځپلو کي له تېمورشاه را وروسته اول افغان واکمن نوموي چي د سخت استبداد په نتیجه کي له قبایلي خانانو، زورواکو، خپل سرو او روحاني ملایانو څخه واک اخلي او د مرکز تابع کوي یې. د امان الله خان د تېروتنو په لړ کي د هغه لومړۍ تېروتنه پر بارکزي سردارانو تکیه بولي چي په دغه برخه کي یې مور ډېر رول درلود او د امان الله خان حکومتي آدارې ته یې ډېری خپل خپلوان لکه علي احمد خان او نور دننه کړل. دی علي احمد خان (چي د امان الله خان د مور خوریی کېږي) د کلکاني سره په لاس لرلو یادوي خو علي احمد خان، کلکاني وروسته په توپ الوزوي چي د شریفي صاحب یاده ادعا د علي احمد خان او کلکاني د عکس العملونو سره په ټکر کي راځي.
ځای، ځای په دغو لیکنو کي د پېښو او تاریخي کرکټرونو سره احساساتي چلند وینو. زما په نظر د تاریخي متنونو سره احساساتي چلند ښه نه دی. مثلاً دی وایي چي امان الله خان د خپلي مور په غوښتنه ځیني بارکزي سرداران واک ته دننه کړو چي ټول فاسد او غله وو. د جز په باب به زموږ قضاوت تر یوه حده سم وي. مګر د کل په باب احتیاط ښه دی. په یادو سردارانو کي محمود طرزي او د هغه کورنۍ هم راځي چي د شاه سره یې خپله د نژدېکت په مناسبت مهم رول درلود. حتا ثریا بي بي خو د اروپا له سفر وروسته سم په واک ور شریکه او د ښځو په باب یې په یوازي ځان ډېري قاطع پرېکړي کولې.
شریفي صاحب د ” امان الله خان، ښځینه او حجاب ” تر عنوان لاندي د ښځو د حقوقو په باب د امان الله خان نظر په کیلومیټرو لیري بولي. دی وایي چي په هغه وختو کي د ښارونو خلکو د ښځو د زده کړو سره مخالفت نه درلود. او حتا عامو ښاریانو غوښتل چي د شاهي کورنیو د غړو په څېر یې لوڼي هم په ښوونځیو کي زده کړي وکړي. خو امان الله خان نر او ښځو ګډو ته یوځای تر یوولس کلنۍ د زده کړو اجازه ورکړله د نورو زده کړو لپاره دوی باید سره جلا سوې وای.
بله غلطي د ملکې ثریا یادوي چي نه یې باید یو دم د چادري د منعي لپاره عکس العمونه ښودلي وای ځکه چادري افغانه ټولنه کي له نیمي پېړۍ عامه وه او داسي یو دم مخه نیول یې حتماً ستونزي پارولې چي بیا یې وپارولې هم.
دغه راز د ملکې ثریا هغه غلطي هم یادوي چي د اروپا تر سفر وروسته یې په لویه جرګه کي د امان الله خان په موافقت څو مېرمني بې حجابي کړې تر څو ګډونوالو ته وښیي (۱ – زه د دي صحنې د سرچینو غوښتونکی یم چي ثریا ښځي په عامه محضر کي بې حجابه کړې او حکومتي مامورین او شاه هم ورته ولاړ وو. ۲ – که شریفي صاحب ته ووایو چي امان الله خان موافقت نه وو کړی بلکي مېرمني مجبور کړی وو چي داسي صحنه به ګډنوالو ته ښيي بیا؟ ځکه ځیني وخت مېرمني پر مېړونو غښتلې وي، خپله خو مجرد دی، تجربه نلري.) چي نور د وروسته پاته چادرۍ اجازه نسته او افغان مېرمني باید خپل اصلي حقوق وپېژني. ښاغلی شریفي د امان الله خان بارکزي خپلوان ملامتوي چي ځینو ځایو کي یې لوحې وځړولې چي دلته به چادري نه پر سر کوئ، دلته بې پتلونه نسئ ګرځېدلای، ها به کوئ، دا به نه کوئ. دې مسایلو وروسته د امان الله خان حکومت ته ستونزي جوړي کړي.
” د امان الله خان، ملایان او روحانیان ” تر عنوان لاندي په بله لیکنه کي د امان الله خان د واک په لومړیو کي د یوې مذهبي ” مجددي ” کورنۍ رول مهم بولي چي په راس کي یې فضل محمد مجددي وو. دې کورنۍ پر ملت جوړونه او نشنلیزم باور نه درلود او د پان اسلامیزم (بې له قوم، ملت، او جغرافیې د اسلام یووالی او د استعمار څخه خلاصون) پر نظریې یې باور درلود چي د دې نطریې لومړی مطرح کوونکی سید جمال الدین افغاني او د امان الله خان په حکومت کي محمود طرزي وو. د وخت په تېریدو د دې کورنۍ یو غړي فضل عمر مجددي له امان الله خان سره اختلاف پیدا کړ او وروسته امان الله خان پوه سو چي افغانستان د اسلام د یووالي مرکز نسي جوړولای.
د شریفي په وینا افغانستان د استعمار سره د مقابلې امکانات، مذهبي موقعیت او نور موارد نه درلودو ځکه یې د ده په وینا امان الله خان د پان اسلام-یزم د نظریې پر ځای د افغان ملت جوړوني نظریې ته ترجیح ورکړه او ټول تمرکز یې پر پوهي، اقتصاد او پرمختګ سو. ښاغلی شریفي همدا مجددي کورنۍ د امان الله خان د حکومت په پرځېدو کي مهمه بولي او لیکي چي د انګرېزانو په مرسته یې غلجي قبایل وهڅول، د شور بازار حضرات او تبلیغات هم د دوی محصول وو او بلاخره یې د شینوارو په پاڅون کي شاه ته اخطار ورکړ چي ثریا به طلاقوي او ځیني نور پېشنیهادات به پلي کوي چي بلاخره یې د سقاوي اړو دوړ و راتلو ته زمېنه مساعده کړه.
د اماني حکومت د سقوط په باب نظرونه مختلف دي. پوهاند کاکړ په دغه برخه کي په جرات لیکي چي د امان الله خان په سقوط کي انګرېزانو مستقیم رول نه درلود. په دې لیکنو کي ښاغلي شریفي د مجددیانو د کورنۍ په مټ د انګرېزانو غیري مستقیم رول روښانه کوي خو البته سرچینې نه یادوي. دی د امان الله خان د حکومت د سقوط څو عمده عوامل لیکي. په سیاسي عواملو کي د امان الله خان له لوري د بارکزي بې کیفیته سردارانو داخلول، په دولتي چارو کي نورو ته ډېره مداخله او د پخواني (پاچا د خدای سیوری) دی، ذهنیت بدلول. چي په پایله کي یې د نادر خان، علي احمد خان، ولي محمد خان او نورو سیاسي اشخاصو لپاره د واک تنده را وپاروله.
دغه راز په فکري عواملو کي د امان الله خان مهمه تېروتنه د پان اسلامیزم د تګلاري د پلویانو ناراضایت بولي چي بیا یې د انګرېزانو په مرسته لوی لوی ولسي پاڅونونه را وپارول. د ټولنیزو جوړښتونو په برخه کي د امان الله د لوري د ملایانو او روحانیونو سره واټن، د دولتي معاشاتو قطعه کېدل او پر ولسي خلکو جبري عسکري یادوي چي په پایله کي یې ولسي بغاوتونو ته لار هواره کړه.
په نظامي تېروتنو کي ښاغلی شریفي امان الله خان ملامتوي چي د شته پوځي امکاناتو او طیارو څخه په استفادې یې د کلکاني ملګري او ولسي بغاتونه نکړو بمبار چي په دې سره یې هغوی سخت بېرولای سوای. البته امان الله خان له لومړي سره دا نیت درلود چي وینه تویه نسي او د خپل نیکه امیر عبدالرحمن خان سخته پالیسي یې تکرار نه کړه چي ښایي اوس یې د محبوبیت یو سبب هم همدا وي. د اصلاحاتو په برخه کي د امان الله خان دوې مهمي غلطۍ د هغه د نظام د سقوط په عواملو کي شمېري.
لومړی د زده کړو په برخه کي بې له چادري د نجونو زده کړه چي د ده په وینا نادر خان او هاشم خان په حجاب او چادري کي دا سیسټم مخته ووړ او ولسي عکس العملونه یې نه را پارول. او ثریې او امان الله خان ته پکار نه وه چي د هیواد تر اقتصاد، پرمختګ او نورو مسایلو وړاندي یې پر دې حاشیوي مسایلو لکه پتلون، بې حجاتوب او نورو تاکید کړی وای ځکه په ښکاره د ټولني سره داسي برخورد مخالفت وو.
په خاص ډول د هغسي ټولني سره چي تازه له استمعاره را وتلې وه. بله غلطي یې بهر ته د نجونو لېږل یادوي. که څه هم بهر ته یوازي د شاهي کورنۍ نجوني تلې خو خلک یې پر وړاندي بدبینه وو. ښاغلی شریفي بدیله حل لاره وړاندي کوي او وایي چي اقتصاد به پیاوړی سوی او دولت به بودیجه پیدا کړې وای نو به یې له بهره استادان را غوښتي وو چي بیا به داسي شدید ولسي عکس العملونه نه وای را پارول سوي.
د شاه امان الله خان د واکمني او سقوط په مناسبت دا لیکني مختصري دي. او په دغه برخه کي ډېر څه لیکل سوي چي باید ولوستل سي. دا لیکني په څېړنیز میتود نسو تللای. یو خو سرچینې نلري بل لیکوال د خپلي مطالعې پر اساس شننه کړې چي د مجددي کورنۍ د رول څېړنه یوڅه نوی اړخ پکښي لري او د پان اسلامیزم د نظریې پالل هم. ځکه په هغه عصر کي افغانستان یوازینی اسلامي خپلواک هیواد وو چي استعماري تاثیرات نه وو ور باندي. نوره تقریباً ټوله اسلامي خاوره د فرانسې او برتانیې استعمار لاندي کړې وه.
د امان الله خان اړوند دا لیکني د هغه د ۶۵م تلین په مناسبت سیکارام ویبپاڼي خپرې کړې دي، که مو بیا د لوستلو تابیا درلوده.
ذبیح الله شفق
۲۰۲۶/۸/۲۲ – کابل، میرویس میدان