تاند/ یکشنبه د سنبلې – وږي لومړۍ/ په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د چارو ادارې عمومي ریاست خبر ورکړی چي، د دوی د مشر هبة الله اخندزاده په حکم د رېلارو د ادارې لپاره “د افغانستان د اوسپنیزې لارې مدیریت” په نوم ځانګړې او نوې اداره رامنځ ته شوه.
د سرچینې په وینا، د ټولګټو چارو وزارت د رېلارو پخوانی مرستیال عبدالکریم فاتح د دې ادارې د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
د چارو ادارې عمومي رئیس انور الحق انور ویلي، د دې ادارې رامنځ ته کېدل د طالبانو له بیا واکمنېدلو راهیسې د وزیرانو د شورا یو هدف و؛ څو د رېللار په مدیریت سره افغانستان له همدې لارې له نړۍ سره ونښلول شي.
یادې ادارې ویلي، نوې رامنځ ته شوې اداره به د افغانستان د رېللارو د پراختیا، تنظیم او اړوندو چارو د مدیریت مسؤلیتونه مخ ته وړي.
اقتصاد پوهان وایي، که دا اداره په مسلکي، شفاف او اغېزمن ډول کار وکړي، د افغانستان د اقتصادي ودې، ترانزیټي اړیکو او له سیمې سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام کېدای شي.