جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد ژبې سختېدل که آسانېدل؟؟؟ سیلۍ شینوارې

د ژبې سختېدل که آسانېدل؟؟؟ سیلۍ شینوارې

پښتو ژبه یوه محافظه کاره ژبه ده چې تل یې خپل تاریخي قدامت ساتلی او ډېر کم یې اوښتنې منلي خو پوښتنه دا ده چې دا مو د ژبې په پرمختګ کې رول لري او که شاتګ کې؟؟؟

معمولا هغه ژبي چې آسانه وي ویونکي یې هم ډېر وي او هر څوک یې  اسانه زده کولی شي او څومره چې د یوې ژبې ویونکي ډېرېږي،هومره پرمختللې کېږي.

مونږ وایو چې پښتو ژبه فارسي پرتله پراخه ده،مذکر او مؤنث لري،معدود د عدد لپاره ګردانېږي او داسې نور خو کله مو دا فکر نه دی کړی چې فارسې له خپل ګرامر او قواعدو سره کومه ځانګړې ستونزه لري؟؟؟

په انګلیسي ژبه کې چې یوه نړیواله ژبه ده هم په مذکر او مؤنث ډېر ټینګار نه کېږي،د بېلګې په توګه مونږ وایو
Ahmad comes to class early.
Layla comes to class early.
دلته ګورو چې احمد او لیلا لپاره فعل هم هغه یو دی.یا په دری کې وایو
احمد آمد
لیلا آمد
خو په پښتو کې بیا فعل هم ګردانېږي
احمد راغی
لیلا راغله
یا وایو
Ahmad is a student
Layla is a student
احمد یک شاگرد است ليلا یک شاگرد است
خو په پښتو کې وایو
احمد یو زده کونکی دی.
لیلا یوه زده کونکې ده.
په پاس څو بېلګو کې د پښتو ژبې پېچلتیا لیدل کېږي.

یوازې پښتو ژبه نه بلکې نورې ژبې هم لکه فرانسوي،آلماني،هالندي مذکر مؤنث او تر دې چې مخنث لري چې د ژبې زده کول یې د یوې بلې ژبې ویونکي ته سخت کړي.

آلماني ژبه هم لکه پښتو ډېر پېچلی او سخت ګرامر لري چې د نورو ژبو ویونکي خو پرېږده،هغوی چې مورنی ژبه یې ده،هم تر اوسه ستونزه په کې لري.نو بیا ولې مونږ همیشه دا خبره کوو چې ژبه مو بډایه ده ځکه چې پېچلی ګرامر لري؟؟؟؟؟؟

مونږ د فارسیوانانو نه همېشه دا ګیله کوو چې مونږ فارسي  زده کوو نو ولې دوی زمونږ ژبه نه زده؟؟

ګیله مو په ځای ده،که څوک وغواړي هره ژبه زده کولی شي خو دا هم باید ومنو چې ژبې ګرامر مو داسې دی چې څوک یې په آسانه نه شي زده کولای.

ژبې بډایتوب د ژبې لیکلي آثار،د نورو ژبو نه ژباړې،په بېلا بېلو هېوادونو کې د یوې ژبې ویونکي ښیې او دا پرمختګونه هغه وخت شوني دي چې د نورو ژبو ویونکي مو ژبه وپېژني او په آسانه یې زده کړای شي.

فارسی ژبې ګرامر آسانه دی ځکه یې یو ماشوم په څو میاشتو کې زده کولی شي،پښتانه هم د خپاې ژبې نه ډېر په فارسي لیکنې کوي او په علت یې ټول پوهېږو چې ولې؟؟

نورو ژبو که ګرامر سخت دی،تر څنګ یې بېلابېل ګرامري کتابونه لیکلي،خپل ګرامر یې په بېلابېلو ژبو ژباړلی او پرتله کړی خو مونږ په پښتو کې په شمار ګرامر کتابونه لرو او هغه هم دومره سخت لیکل شوي چې د نورو ژبو ویونکي مطلب نه شي ترې اخیستلای.

زه دا نه وایم چې ژبه مو خدای مه کړه کمي لري خو دا خبره په ټوله کې وه چې د یوې ژبې د ګرامر پېچلتیا کله کله د ژبې د شاتګ لامل  هم ګرځي.

7 COMMENTS

  1. رښتيا موږ ډير کارونه په شمير لرو، موږ د سياست په لمنه کې له مينځه لاړو خو خپل فرهنګ را نه پاتې دي خپله ژبه رانه په لافو شا پو کې ورکه ده هر څه په هوا او هوس کې محاسبه کوو او د خپلې ژبې قدر اوعزت مو هېر کړي د کرزي په کرغېړنه دوره کې څومره پيسې د يوه فرهنګي مرکز په اړه د افغانستان په کومه برخه کې مصرف شوى؟. مترلينګ واېې چې : د فکر او پوهې ټوله پانګه بايد يوه روحي او اخلاقي عظمت ته تسليم شي
    په درناوي

  2. زمونږ په ژبه کی دومره مشکل نشته خو ځینی خلک یی نوره هم سختوی. فرضا که مونږ وایو داکتر اشرف غنی یا داکتر عبدالله نو ځینی خلک یی ډاکتر لیکی . حال داچی بی له انګلیسی نه د نړۍ په نورو ټولو ژبو کی د « ډ » په ځای « د » ویل کیږی. نو مونږ ولی د هر خارجی نوم یا کلیمی سره د « ډ » توری چی تلفظ یی غلیظ او سخت دی لیکو. زما په نظر د پښتو ژبی د پرمختګ لپاره باید یوه خپلواکه دولتی اداره جوړه شی او د ولس او ټولو روڼ آندو په همکاری د ژبی د پرمختګ ، بډایتوب او اصلاح لپاره کار وکړی او په انترنت کی ځانګړی سایت ورته جوړ او هرڅوک خپل نظر ورته ولیکی چی بیا پوهان یی سره توحید او ترټولو ښه وریانتونه یی تری واخیستل شی.

  3. سلامونه؛
    سیلۍ شینوارې خور ښې موضوع ته ګوته نیولې ،خو د ډاکټر “صاحب اورمړ” د څو ورځو مخکې مرکې نه چې تاند کې خپره شوه،د ګرانې پښتو څیړونکو او پوهاندانو تر اوسه یو پوره او کره ګرامر(پښویه!) تالیف نه کړای شو چې لږترلږه ټول پښتانهء ېې سره ومني،
    راغلو انګریزي(امریکایی)ته،نظري ورور! که ښه ځیرشې ، امریکایانو هم په تلفظ کې د پښتنو تقلید کړی دی یعنې لیکې ېې یو دال مګر واېې ېې ډال!یا ټِ ؛ا.د.ن. ،بله دا چې که له فارسۍ نه عربي کلمات وایستل شي ،د هاشمیان استاذ خبره ، نیولوګیزمی (فرآورده )ها به ېې راووځي چې په خلقو کې هیڅ د استعمال موارد نلري.
    مونږ او تاسو که دا خپله پښتو ژبه د خپل کلتور، ښوونې او روزنې، کار او بار، دفتر او دربار، مارکیټ او بازار ژبه وګرځوو او په یو مجلس کې لس پښتانهء د یو فاړسیوان لپاره ۱۸۰ درجې انکسار ونهء کړو ، راتلونکي ماشومان او ځوانان به ېې لا ښه زده کړي.
    د ټولو پښتنو(افغانانو) د ۴-۵ لهجو(ګړدودو) سره سره ، د یوې پښتو د لیکلو، لوستلو او پوهنیزي کولو په هیله. په درنښت.

  4. زه د سيلۍ سره په دې برښه کې موافق يم چې موږ په شمير کتابونه لرو خو په عمل کې بيا له شريف زاد سره بې له دې چې سيياست مطرح وي دژبې پياوړېيا او پرمختګ په اړه ډيره نغده خبره کړي چې څوک په دې برخه کې مسول دى؟ سل په سلو کې منم

  5. له ښکلو نظرونو مو مننه
    نظري صیب ځنې داسې توري دي چې مونږ یې په خپله ژبه کې لرو لکه د ډاکټر کلمې اول توری
    که همداسې ډاکټر یې ووایو ښه ده
    که د نورو ژبو ویونکي یې نشي وېلی نو هغوی دې داکتر وایي خو دا غلطه ده چې مونږ یو توری خپله ژبه کې ولرو او بیا یې هم و نه کاروو
    مننه

  6. د درنو او قدرمنو دوستانو نه مننه چی د سیلۍ شینوارې خور په لیکنه او زما په تبصیری یی هم خپل نظر لیکلی دی.
    زما مقصد دا نه دی چی مونږ خپله ژبه د نورو لپاره بدله کړو او د ډ ، ټ ځ ، ړ یا ڼ توری له خپلی ژبی وغورځوو. کله چی زمونږ هیواد وال له نورو ژبو کوم شی را ژباړی یا د کوم خارجی سړی نوم د پښتو په حروفو لیکی نو دوی کوشش کوی چی هلته د دال حرف حتما په ډال واړوی ، مثلا د ولادیمیر پوتین نوم په ولاډیمیر پوټین واړوی. په روسی ژبه کی د ډ یا ټ غږونه نشته. د ډال او ټ غږونه یواځی په انګلیسی، هندی ، اردو او پښتو ژبو کی شته ، په روسی، فرانسوی ، جرمنی ، هالندی ، ایتالوی ، هسپانیوی او نورو لاتین ژبو کی دا غږونه نشته . مونږ هم ډال غږ لرو او هم دال نو ولی یو دبل په ځای ولیکو . مثلا که مونږ دیوال ته ډیوال ولیکو ناسمه ده او شاید مفهوم یی بدل شی. او یا تول پرځای ټول ولیکو دوه مختلفی کلمی دی یو د بل ځای نشی نیولی . البته دوکتور یوه لاتینی کلمه ده چی په ټولو ژبو کی په دال تلفظ کیږی او یواځی په انګلیسی کی د ډال په غږ تلفظ کیږی. دلته د نورو لپاره دپښتو اصلیت نه خرابیږی بلکه خپله ژبه اصلاح کول می مقصد دی.
    نن زمونږ ډیر ځوانان د پ او ف فرق نشی کولای دوی په خپلو فیسبوکونو کی یواځی ف لیکی مثلا زه په فشتو لیکم .
    زما د اصلی وړاندیز لپاره چی « د پښتو ژبی د پرمختګ لپاره باید یوه خپلواکه دولتی اداره جوړه شی او د ولس او ټولو روڼ آندو په همکاری د ژبی د پرمختګ ، بډایتوب او اصلاح لپاره کار وکړی او په انترنت کی ځانګړی سایت ورته جوړ او هرڅوک د نویو کلیمو یا اصطلاحګانو یوی منلی او کره پښتو لپاره خپل نظر ورته ولیکی چی بیا پوهان یی سره توحید او ترټولو ښه وریانتونه یی تری واخیستل شی » ، کوم چا خپل عکس العمل نه دی ښودلی.

  7. تر تولو دمخه مونږ اضافی حروفونو ته اړتیا لرو زمونږ حروف باید لاتین شی او بس اوکه نه نو دا به مو حال وی او زمونږ زبه به هیڅوک زده نه کړی او خلک به د تبعیض به نامه تکوو مثلا:
    سره=srah,=sarah=serah=sreh=sorah
    =ناف=جمع صفت مذکر=کود= معه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب