یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeروغتیاخوب/ سمون تصمیم

خوب/ سمون تصمیم

کله مو چې د ورځې کارونه زیات شي نو آسانه د حل لاره ېي راته دا ښکاری چې د شپې په خوب کې کمښت راولو. خو په حقیقت کې د دې کار د ګټو په پرتله زیانونه ډیر دي. د خوب د وخت ډیر لږ کمښت هم کولای شي چې ستاسی رواني او فزیکي حالت خراب کړي او ونه توانیږئ چې د ورځنیو ستونزو سره په ښه توګه مقابله وکړئ.

که د خوب په اړتیا او د کم خوبۍ د پوره کولو په لارو چارو وپوهیږو نو کیدای شي د خوب لپاره ښه مهال ویش ترتیب کړای شو. ډیر کله راته د خوب نه نور کارونه په زړه پوری ښکاری، خو لکه څرنګه چې فزیکی تمرین او ډوډۍ د روغتیا لپاره اړین دي همداسې خوب هم د روغتیا، ذهنی ښه والي، کاري موثریت، احساساتي توازن او خلاقیت لپاره اړین دی.

د خوب پیژندنه:

د عام تفکر برخلاف، خوب هغه حالت نه دی چې ماغزه په مکمله توګه غیر فعاله اوسي. کله چې تاسې استراحت کوئ، ستاسی ماغزه فعالیت کوي او د ډیرو بیالوژیکی کارونو اداره پر غاړه لري ترڅو له پاڅېدو وروسته وکولای شئ په ښه توګه فعالیت وکړئ. که خوب مو پوره نه وي، ورځني کارونه مو ښه پرمخ نه ځي او د خپل ریښتیني استعداد څخه استفاده نه شئ کولای.

ددې لپاره چې وکولای شو د یادو ستونزو مخنیوی وکړو، لمړی باید د خوب په میکانیزم ځان پوه کړو.

د خوب مراحل

خوب د پیل نه تر پای پورې په یوډول نه وي، کله چې ویده شو دوه مرحلی په تکراری ډول سر ته رسیږی. دغه مرحلی د وظایفو په اساس توپیر لري او د بدن د آرامښت لپاره اړینې دي.

خوب دوه مرحلی لري:

د سترګو د حرکت نه کولو مرحله (Non-Rapid Eye Movment – NREM): دا مرحله په دریو برخو ویشل شوی چې په هره یوه کې خوب پرلپسی عمق ته رسیږي.

او د سترګو د چټکو حرکاتو مرحله (Rapid Eye Movement – REM): دا هغه مرحله ده چې اکثراً خوبونه پکې لیدل کیږي. پدی مرحله کي ستاسی سترګې چټک حرکات لری، له همدی کبله د سترګو د چټک حرکت په نوم یادیږي.

د سترګو د حرکت نه کولو مرحله (Non-Rapid Eye Movment – NREM)

لومړی برخه (ویده کیدل): دا برخه تر ۵ دقیقو پوری وخت نیسي. سترګې ملایم حرکات لری خو د نورو عضلاتو فعالیت بطی کیږي او شخص ډیر په آسانی سره پاڅیدلای شي.

دویمه برخه (ملایم خوب): دا د حقیقی خوب لمړي مرحله ده. د ۱۰ نه تر ۲۵ دقیقو پوری دوام کوي. د زړه ضربان ورو کیږي او د بدن حرارت را ټیتږي.

دریمه برخه (ژور خوب): پدی برخه کې خوب ژور وی او شخص په آسانۍ نه شي ویښیدلای، او که چیری ویښ کړای شي، د څو دقیقو لپاره د ناراحتی احساس ورته پیدا کیږي. د خوب تر ټولو ژوره مرحله کې د ماغزو شعاع کمزوری وی او د وینې جریان د ماغزو په لور بطی خو د عضلاتو په لور متمرکز وي ترڅو فزیکی انرژی بیا ژوندۍ شي.

د سترګو د چټکو حرکاتو مرحله (Rapid Eye Movement – REM):

د ویده کیدو څخه ۷۰ نه تر ۹۰ دقیقی وروسته د سترګو د چټکو حرکاتو مرحله پیل کیږي. پدی مرحله کې خوب هم لیدل کیږي. سترګې چټک حرکات لری، تنفس سطحی وی، د زړه ضربان او د وینی فشار زیاتیږي. پدی مرحله کې د لاسونو او پښو عضلات حرکت نشی کولای.

ستاسی خوب د شپی په اوږدو کې د ژور او ملایم خوب ترمنځ مختلفی مرحلی تیروي. دغه مراحل یو دوران جوړوي چي په اوسط ډول تر ۹۰ دقیقو پوری دوام کولای شي او په یوه شپه کي د څلورو نه تر شپږو ځلو پورې تکراریږي.

1د شپی په تیریدو سره د هر دوران د پوره کیدو په وخت کې بدلون راځي. د بیلګې په توګه: ترټولو ډیر ژور خوب د شپی په اولو برخو کې ترسره کیږي. د شپې په ورستیو برخو کې بیا د سترګو د چټکو حرکاتو مرحله اوږده وي. که چیري تاسی په خوب کې حساس یاست نو اغلباً به د شپې په ورستیو کې پاڅیږئ.

څو ساعته خوب ته اړتیا لرو؟

د روغتیا د بین المللی انستیتیوت د څیړنو په اساس د پاخه عمر خلک په اوسط ډول په یوه شپه کې د اووه ساعتو څخه لږ خوب کوي. په نني عصر کې کیدای شي دا وخت مناسب ښکاره شي، خو په حقیقت کې داسی نه ده.

د خوب اړتیا رفع کول او مناسب خوب کول سره توپیر لري. که تاسی کولای شي د لږ خوب نه وروسته خپلو کارونو ته ادامه ورکړئ په دی معنی نه ده چې د مناسب خوب په کولو سره به لاښه احساس ونه لرئ او موثریت به مو لاډیر نه شي.

د هرکس د خوب اړتیا د بل کس نه توپیر لري خو په اوسط دول د پاخه عمر خلک د اووه نیمو نه تر نهو ساعتو خوب ته اړتیا لري ترڅو وکولای شي له خپلې حقیقی وړتیا څخه ګټه واخلي. ماشومان او نوي ځوانان لاډیر خوب ته اړتیا لري. د خوب د اړتیا جدول په لاندي ډول دی:

1ځیني خلک داسې انګیري چې دوی کولای شي د ۶ ساعته خوب سره سره په ښه توګه فعالیت وکړي، دا خبره د کالیفورنیا د پوهنتون محققینو څیړلې او واېي چې دا ظرفیت په ژنتیک ډول پیدا کیدای شي، خو دا ژن په ۳ سلنه خلکو کې موجود وی او پاتی ۹۷ سلنه خلکو لپاره ۶ ساعته خوب کافی نه دی.

آیا د وېښیدلو له زنګ سره نه شئ ویښیدلای؟

که چیري مو ټوله شپه ډیر ښه خوب هم کړی وي او له زنګ سره په آرامه نه شئ پاځیدلای د دې دلیل دا دی چې تاسی د خوب په دریمه برخه یا ژور خوب کې یاست. ددی ستونزی د حل لپاره کولای شئ چي د زنګ وخت مو داسی عیار کړئ چې د ویده کیدو نه وروسته د ۹۰ دقیقو ضریب کې اوسی. د مثال په ډول: که په ۱۰ بجو د شپی ویده شوی نو زنګ مو د سهار د ۶:۰۰ یا ۶:۳۰ بجو پرځای په ۵:۳۰ بجو عیار کړئ. تاسی به په ۵:۳۰ بجو ډیر آرامه اوسئ، ځکه په داسې وخت کې پاځیدلي یاست چې د خوب دوران تکمیل دی او بدن مو ویښیدلو ته آماده دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب