شنبه, مې 4, 2024
Homeمقالېاسلامد مدینې میثاق (میثاق المدینه) سیاسي، حقوقي او قانوني شننه

د مدینې میثاق (میثاق المدینه) سیاسي، حقوقي او قانوني شننه

دمدینې میثاق چي په اغلب ګمان دهجرت په لومړي کال دمسلمانانو، یهودیانو او اعرابو ترمینځ لاسلیک سو، لومړی مدون اساسي قانون دی، چي تر دې پخوا په داسي معیارونو لیکلی او مدون اساسي قانون موجود نه ؤ.

     دمدینې میثاق دمسلمانانو دلومړي دولت تشکیل رامنځته کړ، دمدیني قلمرو یې وټاکی، او دمدیني اسلامي دولت د ټولو اتباعو ترمینځ یې سیاسي او ټولنیز وحدت رامینځته کړ.

     دمدینې پر میثاق متاسفانه ډیره څیړنه نه ده سوې کیدای سي محمدحمیدالله لومړی پاکستانی عالم وي چي پر دې میثاق يې په خپل کتاب (دحضرت محمدصلی الله علیه وسلم لیکونه او تړونونه) کي څیړنه کړې ده هغه دا میثاق په دوو نومونو یاد کړی دی:

      (کتابه صلی الله علیه وسلم بین المهاجرین، والانصار والیهود) یعني درسول الله صلی الله علیه وسلم تړون دمهاجرو، انصارو او یهود ترمینځ

     او همدارنګه یې دا تړون د(دستورالدولة البلدیة بالمدینة) یعني دمدینې دښاري دولت اساسي قانون نومولی دی.

     له دې سربیره یوه بله خبره داچي دا میثاق ځینو لیکوالانو په تشریحي او پیوسته شکل رانقل کړی دی خو ځینو لیکوالانو بیادمادو او بندونو په شکل بیان کړیدی او ددې ترڅنګ بیلابیلو لیکوالانو ددې میثاق مواد متفاوت ښوولي چي محمدحیمدالله ددې میثاق مواد یا اصول ۴۷ ښوولي چي موږ هم په همدې لیکنه کي همدا ۴۷ اصول په عربي او پښتو ژبه وړاندي کړي دي.

 دا رساله په دوو څپرکو مشتمله ده چي لومړي څپرکي کي دمدینې میثاق په عربي او پښتو ژبه وړاندي سویدی او په دویم څپرکی دمدینې میثاق سیاسي، حقوقي او قانوني شننه او تحلیل دی.

     دمدینې میثاق مهم سیاسي، حقوقي او قانوني اصول لري چي دقیقي څیړني ته اړتیالري، خو په دې لیکنه کي موږ دعلماءو دتحلیلونو په نظر کي نیولو سره دخپل فهم په زیاتولو سره یوشمیر مهم سیاسي، حقوقي او قانوني موارد له دې میثاق څخه دموادو په استناد راایستلي دي.

هیله من یو چي ددې میثاق هغه مهم مواد چي لویدیځی نړی اته، نهه، لس پیړی وروسته وپيژندل وپيژنو او ابلاغ یې کړو.

درنښت
‏سلطان شاه (صفاري)
مکمل معلومات لپاره نښلول شوي فایل پیدا کړئ.
 ————————————–

لومــړی څپــرکی: دمدینې میثاق عربي او پښتو متن

د مدینې میثاق ټوله ۴۷ اصول یا مادې لري، چي دلته یې عربي او پښتو متن وړاندي کیږي

لومړی اصل:

بسم الله الرحمن الرحیم

هذا کتاب من محمد النبی (رسول الله) بین المؤمنین والمسلمین من قریش و (اهل) یثرب ومن تبعهم فلحق بهم وجاهدمعهم

دا میثاق دی د محمدرسول الله لخوا دقریشو دمؤمنانو او مسلمانانو او دیثرب د اوسیدونکو او ټولو هغو ترمینځ چي دمسلمانانو څخه پیروي کوي او په هغو پوري تړلي دي، او دهغوی سره د (الله په لاره کي) مجاهده کوي.

دویم اصل:

انهم امة واحدة من دون الناس

دوی دنورو خلکو په وړاندي یو واحد امت دي.

دریم اصل:

المهاجرون من قریش علی ربعتهم یتعاقلون بینهم و هم یفدون عانیهم باالمعروف والقسط بین المؤمنین

دقریشو مهاجر خلک چي په مدینه کي دي، باید د ویني بیه دتیرسنت (داسلام څخه مخکي) په څیر تادیه کړي، او مؤمنانو سره اسیران د عدالت او معروف فعل (احسان) له مخي خوشي کړي.

څلورم اصل:

وبنو عوفٍ علی ربعتهم یتعاقلون معاقلهم الاولی وکل طائفهٍ تفدی عانیها باالمعروف والقسط بین المؤمنین

دعوف دقبیلې خلک باید د ویني بیه دپخوا (داسلام څخه مخکي) په ډول اداء کړي او هره ډله دي دمؤمنانو سره اسیران دعدالت او معروف فعل (احسان) له مخي خوشي کړي.

پینځم اصل:

وبنوالحارث (بنی خزرج) علی ربعتهم یتعاقلون معاقلهم الاولی، وکل طایفهٍ تفدی عانیها باالمعروف والقسط

د خزرج دقبیلې خلک (دمدیني دانصارو له دوو لویو قبیلو څخه یوه وه) باید د ویني بیه دپخوا (داسلام څخه مخکي) په ډول اداء کړي او هره ډله دي دمؤمنانو سره اسیران دعدالت او معروف فعل (احسان) له مخي خوشي کړي.

شپږم اصل:

وبنوساعدة علی ربعتهم یتعاقلون معاقلهم الاولی، وکل طایفهٍ تفدی عانیها باالمعروف والقسط

ساعده قبیله (د خزرج څخه کوچنی طایفه وه) باید د ویني بیه دپخوا (داسلام څخه مخکي) په ډول اداء کړي او هره ډله دي دمؤمنانو سره اسیران دعدالت او معروف فعل (احسان) له مخي خوشي کړي.

اووم اصل:

وبنو جشم علی ربعتهم یتعاقلون معاقلهم الاولی، وکل طایفهٍ تفدی عانیها باالمعروف والقسط

د بنوجشم قبیله باید د ویني بیه دپخوا (داسلام څخه مخکي) په ډول اداء کړي او هره ډله دي دمؤمنانو سره اسیران دعدالت او معروف فعل (احسان) له مخي خوشي کړي.

اتم اصل:

وبنوالنجار علی ربعتهم یتعاقلون معاقلهم الاولی، وکل طایفهٍ تفدی عانیها باالمعروف والقسط

دبنونجار قبیله (د خزرج څخه یوه طایفه وه) باید د ویني بیه دپخوا (داسلام څخه مخکي) په ډول اداء کړي او هره ډله دي دمؤمنانو سره اسیران دعدالت او معروف فعل (احسان) له مخي خوشي کړي.

نهم اصل:

وبنو عمرو بن عوف علی ربعتهم یتعاقلون معاقلهم الاولی، وکل طایفهٍ تفدی عانیها باالمعروف والقسط

د ابن عوف قبیله (د اوس یوه لویه قبیله وه) باید د ویني بیه دپخوا (داسلام څخه مخکي) په ډول اداء کړي او هره ډله دي دمؤمنانو سره اسیران دعدالت او معروف فعل (احسان) له مخي خوشي کړي.

لسم اصل:

وبنوالنبیت علی ربعتهم یتعاقلون معاقلهم الاولی، وکل طایفهٍ تفدی عانیها باالمعروف والقسط

دنبیت قبیله (چي اوس یوښاخ و) باید د ویني بیه دپخوا (داسلام څخه مخکي) په ډول اداء کړي او هره ډله دي دمؤمنانو سره اسیران دعدالت او معروف فعل (احسان) له مخي خوشي کړي.

یولسم اصل:

وبنوالاوس علی ربعتهم یتعاقلون معاقلهم الاولی، وکل طایفهٍ تفدی عانیها باالمعروف والقسط

د اوس قبیله (چي څو کوچني قبیلې پکښي شاملی وې) باید د ویني بیه دپخوا (داسلام څخه مخکي) په ډول اداء کړي او هره ډله دي دمؤمنانو سره اسیران دعدالت او معروف فعل (احسان) له مخي خوشي کړي.

دولسم اصل:

الف: و ان المؤمنین لایترکون مفرحاً بینهم ان یعطوه باالمعروف فی فداءٍ او عقل

الف: او مؤمنان نه باید په خپلو کي یوکس چي ډير پور ورباندي وي دویني بیي او فدیې په اداء کولو کي یواځي پریږدي.

ب: و ان لایحالف مؤمن مولی مؤمن دونه

ب: او هیڅ مؤمن دبل مؤمن په وړاندي دمخالفت تړون نه کوي.

دیارلسم اصل:

وان المؤمنین المتقین (ایدیهم) علی (کل) من بغی منهم، او ابتغی دسیعة ظلم، او اثماً او عدواناً او فساداً بین المؤمنین و ان ایدیهم علیه جمیعاً ولوکان ولد احدهم

ټول متقي مؤمنان باید دهغه چا په وړاندي چي دمسلمانانو له جملي څخه وي ظلم کوي، یا دظلم له لاری کوم شی غواړي او دګناه مرتکب ګرځي، یا دمؤمنانو ترمینځ دښمني او فساد اچوي، دهغه په خلاف ودریږي ولوکه دهغوی له جملې څخه دچا زوی وي.

څوارلسم اصل:

ولایقتل مؤمن مؤمناً فی کافر ولاینصر کافراً علی مؤمنٍ

هیڅ مؤمن حق نه لري چي بل مؤمن دکافر (دقصاص په خاطر) ووژني، او یاله کافر سره دمؤمن په ضد مرسته وکړي.[1]

پینځلسم اصل:

و ان ذمة الله واحده یجیرعلیهم ادناهم و ان المؤمنین بعضهم موالی بعضٍ دون الناس

(څوک چي مسلمان دی دالله تعالی په پنا کي دی) او دالله تعالی پنا دټولو لپاره یو ډول ده، (یعني لوږه او بډاینه او نور متضاد صفتونه هغه نسي تغیرولای) بنا پر دې یو مسلمان دکښته ترین اجتماعي حالت سره کولای سي نورو ته پنا ورکړي اودهغه کښته حیثیت ددې کار خنډ نسي ګرځیدای، ځکه دمسلمانانو پنا دالله تعالی دپنا په څیر ده او مؤمنان دنورو په په وړاندي مرسته کوونکي دي.

شپاړسم اصل:

و انه من تبعنا من یهود فان له النصر والاسوه غیر مظلومین ولامتناصرعلیهم

هغه یهودیان چي زموږ (مسلمانانو) اطاعت کوي، له شکه پرته (دنورو اتباعوپه څير) د دمرستي او برابری لرونکي دي، ترڅو پرهغوی باندي ظلم او ستم ونه سي.

اووه لسم اصل:

و ان سلم المؤمنین واحده لایسالم مؤمن دون مؤمن فی قتالٍ فی سبیل الله الا علی سواءٍ وعدلٍ بینهم

سوله د ټولو مؤمنانو لپاره یو ډول ده، (پر همدې بنا) هیڅ مؤمن دجګړې په وخت کي نسي کولای چي دنورو مؤمنانو پرته له دښمن سره سوله وکړي، مګر دمؤمنانو ترمینځ دبرابری او عدالت پر اساس.

اتلسم اصل:

و ان کل غازیه غزت معنایعقب بعضها بعضاً

اس چلوونکي چي زموږ سره یوځای جنګ کوي باید (دقومندانانو لخوا مشخص سوی) نظم او ترتیب رعایت کړي.

نولسم اصل:

ان المؤمنین یبئ بعضهم عن بعض بمانال دماءهم فی سبیل الله

مؤمنان دالله تعالی په لاره کي په وینه ورکولو کي مساوي دي (یعني په جهاد فی سبیل الله کي د ګډون او نه ګډون په برخه کي یو مؤمن پر بل مؤمن برتري نه لري)

شلم اصل:

الف: وان المؤمنین المتقین علی احسن هدی و اقومه

بهترین او قوي ترین هدایت متقي مؤمنان لري.

ب: وانه لایجیر مشرک مالاً لقریSafariش ولانفساً ولایحول دونه علی المؤمنین

هیڅ مشرک حق نه لري دقریشو افرادو ته مالی یاځاني تضمین ورکړي او هغه ته دمؤمنانو دلاس رسي خنډ وګرځي.

یویشتم اصل:

وانه من اعتبط مؤمناً قتلاً عن بینه فانه قود به الا ان یرضی ولی المقتول و ان المؤمنین علیه کافه ولایحل لهم الاقیامٌ علیه

که څوک بې ګناه مؤمن ووژني او په بینه باندي ثابت سي، قاتل قصاص کیږي، مګر دا چي د هغه (مقتول) ولي د ویني په بیي (خون بها) راضي سي، ټول مؤمنان باید دقاتل په وړاندي وي او دهغه په ضد قیام وکړي.

دوه ویشتم اصل:

وانه لایحل لمؤمن اقربما فی هذه صحیفه وآمن بالله والیوم الاخر ان ینصر محدثا او یؤویه، و ان من نصره او اوه، فان علیه لعنة الله وغضبه یوم القیامه ولایؤخذ منه صرف ولاعدل

پر هرمؤمن چي دامیثاق يې ومنی او پرالله او داخرت په ورځ ایمان لري ورباندي حرامه ده چي دقاتل مرسته وکړي یاورته پناه ورکړي، او هرکس چي دقاتل سره مرسته وکړه یایې ورته پناه ورکړه بې له شکه پر هغه دالله تعالی لعنت دی او دقیامت په ورځ به ورته الله تعالی په غصه وي، دهغه څخه د ویني بیه یا توبه نه قبلیږي.

درویشتم اصل:

وانکم مهما اختلفتم فیه من شی فان مرده الی الله والی محمد

هرکله چي تاسو (مسلمانان) په خپلو کي اختلاف ولری نو(د حکم لپاره یې) الله تعالی او دهغه رسول ته وړاندي کړۍ (یعني دمسلې دحل ځواب په قران او سنتو کي ولټوی)

څلورویشتم اصل:

وان الیهود ینفقون مع المؤمنین ما داموا محاربین

یهـودیان (دمدینې) باید هر وخت چي مؤمنان په جګړه کي وي، دجګړې دلګښتونو په ترسره کولو کي ورسره سهم واخلي.

پینځه ویشتم اصل:

و ان یهود بنی عوف امة مع المؤمنین للیهود دینهم وللمسلیمن دینهم موالیهم و انفسیهم الامن ظلم واثم فانه لایوتغ الانفسه اهل بیته

دیهود دبنی عوف قبیله هغه امت دی چي دمؤمنانو سره ورسره دي، نوموړي یهودیان په خپل دین او مسلمانان پرخپل دین دي، او دا دهغوی او دهغوی پوري تړلو اشخاصو په اړه توپیر نه کوي، مګر څوک چي دمیثاق په ماتولو سره دظلم او ګناه مرتکب سي نوموړي شخص پرته له دې چي خپل ځان او خپله کورنی یې تباه کړه بل څه نه دي کړي.

شپږویشتم اصل:

وان لیهود بنی النجار مثل مالیهود بنی عوف

دبني نجار دیهودو قبیله دیهودیانو دبنی عوف قبیلې سره برابرحقوق لري.

اووه ویشتم اصل:

وان لیهود بنی الحارث مثل مالیهود بنی عوف

دبني حارث دیهودو قبیله دیهودیانو دبنی عوف قبیلې سره برابرحقوق لري.

اته ویشتم اصل:

وان لیهود بنی ساعده مثل مالیهود بنی عوف

دبني ساعده دیهودو قبیله دیهودیانو دبنی عوف قبیلې سره برابرحقوق لري.

نهه ویشتم اصل:

وان لیهود بنی جشم مثل مالیهود بنی عوف

دبني جشم دیهودو قبیله دیهودیانو دبنی عوف قبیلې سره برابرحقوق لري.

دیرشم اصل:

وان لیهود بنی الاوس مثل مالیهود بنی عوف

دبني الاوس دیهودو قبیله دیهودیانو دبنی عوف قبیلې سره برابرحقوق لري.

یودیرشم اصل:

وان لیهود بنی ثعلبه مثل مالیهود بنی عوف

دبني ثعلبه دیهودو قبیله دیهودیانو دبنی عوف قبیلې سره برابرحقوق لري.

الامن ظلم واثم فانه لایوتغ الانفسه اهل بیته

مګر څوک چي دمیثاق په ماتولو سره دظلم او ګناه مرتکب سي نوموړي شخص پرته له دې چي خپل ځان او خپله کورنی یې تباه کړه بل څه نه دي کړي.

دوه دیرشم اصل:

وان جفته بطن من ثعلبه کانفسهم

هغه بنی جفته چي دیهودیانو ښاخ دی دهغوی په څیر دي (بنی جفته دوه ښاخه وه چي یوښاخ یې په بنی ثعلبه پوري تړلی و او بل ښاخ یې په یوې بلی قبیلې پوري)

دري دیرشم اصل:

وان لیهود بنی الشطیبه مثل مالیهود بنی عوف

دبني الشطیبه دیهودو قبیله دیهودیانو دبنی عوف قبیلې سره برابرحقوق لري.

تبصره: وان البر دون الاثم

روښانه ده چي پر میثاق وفا له میثاق ماتولو سره یو شان نه ده.

څلوردیرشم اصل:

وان موالی ثعلبه کانفسهم

په بنی ثعلبه پوري دتړلو اشخاصو حقوق دهغوی په څیر دي.

پینځه دیرشم اصل:

و ان بطانه یهود کانفسهم

هغوی چي دیهودیانو سره راز لري یاهغوی (یهودیانو) ته مشوره ورکوي هم دیهودیانو سره برابر حقوق لري.

شپږدیرشم اصل:

الف: وانه لایخرج منهم احدا الاباذن محمد صلی الله علیه وسلم

هیڅ یو له دې میثاق څخه نه خارجیږي مګر دمحمدصلی الله علیه وسلم په اجازه

ب: وانه لاینحجز علی ثار جرح وانه من قتک فبنفسه واهل بیته الامن ظلم و ان الله علی ابرهذا

کیفر (کوچنی ترین زخم) چي یوچاته ورسیږي نالیدلی نه ګڼل کیږي څوک چي بل کس ناپامه ووژني (ترور کړي) خپله او کورنی به یې تاوان ویني، مګر دا چي مقتول ظالم او قاتل وي(په دې صورت کي دثبوت په لرلو سره شخص قصاص کیږي) او الله تعالی پر دې مسلې باندي محیط دی.

اووه دیرشم اصل:

الف: وان علی الیهود نفقهم وعلی المسلمین نفقهم و ان بینهم النصر علی من حارب اهل هذه الصحیفه وان بینهم النصح والنصیحه والبر دون الاثم

(په څلورویشتم اصل کي توضیح سول چي یهودیان باید دمسلمانانو سره دجګړې په وخت کي په لګښت کي سهیم وي) ددې میثاق دواړه لوري مؤظف دي څوک چي ددې میثاق دلوریو سره جګړه کوي، دوی یې په وړاندي په جګړه کي مرسته وکړي، او دلوریو ترمینځ باید رشتیا، نیکي غوښتنه، او پر ععهد باندي وفا موجوده وي.

ب: وانه لایاثم امرء بحلیفه وان النصر للمظلوم

هیڅ کس دخپلو هم پیمانانو په ګناه نه مواخذه کیږي او دمظلوم باید مرسته وسي.

اته دیرشم اصل:

وان الیهود ینفقون مع المؤمنین ما داموا مجاربین

یهودیان (چي په مدینه کي د میثاق یولوری دی) باید هغه وخت چي مؤمنان په جګړه کي وي په لګښت کي ورسره مرسته وکړي.

نهه دیرشم اصل:

و ان یثرب حرام جوفها لاهل هذه الصحیفه

دیثرب (مدینې) په داخل کي ددې میثاق پر لوریو حرام دي (د ونو غوڅول، دحیوانانو ښکار، یوبل سره جګړه او شخړي……..)

څلویښتم اصل:

وان الجار کالنفس غیرمضارٍ والااثم

څوک چي ددې میثاق کوم لوري ته پناه راوړي، تاوان یې نه وي رسولی او میثاق یې نه وي مات کړی، حقوق یې عین دپناه ورکوونکي په څیر دي.

یوڅلویښتم اصل:

وانه لاتجار حرمة الاباذن اهلها

هیڅ کس ته دکورني د سرپرست له اجازې پرته پناه نه ورکول کیږي.

دوه څلویښتم اصل:

وانه ماکان بین اهل هذه الصحیفه من حدث او اشتجار یخاف فسادة فان مرده الی الله والی محمدرسول الله (صلی الله علیه وسلم) وان الله علی اتقی مافی هذه الصحیفه وابره.

هرکله چي ددې میثاق دلوریو ترمینځ کوم اتفاقي پيښه لکه قتل یا لفظي مشاجره رامینځته سول باید په دې وخت کي الله او دهغه رسول ته رجوع وکړي، او محمدصلی الله علیه وسلم قاضي کړي، او الله تعالی دهغه چاسره دی چي پرمیثاق باندي پرهیزګار تره او وفادارتره وي.

دري څلویښتم اصل:

وانه لاتجار قریش ولامن نصرها

هڅوک بایدقریشو او هغوی ته چي دقریشوسره مرسته کوي پناه ورنکړي.

څلورڅلویښتم اصل:

و ان بینهم النصر علی من دهم یثرب

د میثاق لاسلیک کوونکي (مؤمنان او یهودیان) باید پر یثرب باندي دحمله کوونکو په وړاندی یوله بل سره مرسته وکړي.

پینځه څلویښتم اصل:

الف: و اذ دعو الی صلح یصالحونه ویلبسونه فانهم یصالحونه ویلبسونه وانهم اذا دعوا الی مثل ذالک فانه لهم علی المؤمنین الا من حارب فی الدین

که چیري مؤمنان دیهودیانو هم پیمانان سولي ته رابولي یهود هم باید په هغه کښي ګډون وکړي او که یهود څوک سولي ته رابولي مؤمنان باید ورسره ګډون وکړي مګر داچي سوله له هغه چاسره وي چي داسلام له دین سره په جګړه کي وي.

ب: علی کل اناس حصتهم من جانبهم الذی قبلهم

دهر شخص ونډه (که یهود وي که مسلمان) په جګړه کي یې لګښت پرخپل ځان دی.

شپږڅلویښتم اصل:

وان یهود الاوس موالیهم وانفسهم علی مثل مالاهل هذه الصحیفه مع البر المحض من اهل هذه الصحیفه وان البر دون الاثم لایکسب کاسب الا علی نفسه وان الله علی اصدق مافی هذه الصحیفه وابره

یهودیانو داوس قبیلې خپله او ددې میثاق ګټه اخیستونکو منلې ده چي پر میثاق به خالصه وفا لري او پر میثاق وفاداری له میثاق ماتولو سره یو ډول نه ده، هیڅ ډول میثاق ماتول نه دي مګر داچي خپل ځانته څه لاسته نه راوړي، او الله تعالی دهغه چاسره دی چي پر دې میثاق باندي په رشتیا ولاړ وي.

اووه څلویښتم اصل:

وانه لایحول هذاالکتاب دون ظالم او اثم وانه من خرج آمن ومن قعد آمن بالمدینه الامن ظلم واثم و ان الله جار لمن بر واتقی و محمدرسول الله (صلی الله علیه وسلم)

دا میثاق هیڅکله ظالم او میثاق ماتوونکي ته براء ت نه ورکوي، هرکس چی له مدینی څخه ووځی یاداخل سي په امن کي دی، مګر داچي څوک ظلم وکړي یامیثاق مات کړي، او الله تعالی هغه کس ته چي میثاق ته وفادار او پرهیزګاره وي پناه ورکوي او محمد (صلی الله علیه وسلم) دالله رسول دی.

[1] قانون اساسی مدینه، شماره مسلسل ۱۰۱۶۷،مطالعات فرهنګی، تهیه وتدوین سیدمحمدعلی دیباجی، سال نشر ۱۳۸۸هـ ش

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب