شنبه, اپریل 27, 2024
Home+له شرعي نظره د نوروز یا نوي کال لمانځته

له شرعي نظره د نوروز یا نوي کال لمانځته

مجید قرار
 په دین کې اصل اباحت دی، یعنې هر هغه کار چې په حراموالي یې صریح او صحیح دلیل موجود نه وي، هغه حلال دی. د نوروز د حراموالي لپاره چې کوم حدیث شریف کارېږي، لومړی خو احاد حدیث دی، احاد حدیث ظن افاده کوي، قطع او یقین نه افاده کوي، حتی که ظن غالب وي.
د شرعي تحریم لپاره قطعي یقین په کار دی (زما او زما د استادانو په نظر). دوهمه دا چې په هماغه حدیث شریف کې هم پیغمبر صلی الله علیه وسلم وایي چې ان الله ابدلکم بهما خیراً منهما، یعنې د جاهلیت د اخترونو په بدل کې مو بهتر اخترونه درکړل.
زه چې تا ته یوه جوړه جامې درکړم، معنا یې دا نه ده چې ته خپلې جامې وغورځوه، که څه هم زما جامې نوي او ښایسته وي. دا چې وایي بهتر اختر مې درکړ، مانا دا نه چې هغه بل بد یا شر دی. هغه شر نه دی، یوازې دا پرې بهتر دی. دا چې دیني اخترونه تر نورو اخترونو بهتر دي، شک یې نشته، ځکه چې هغه هم عادات دي، هم عبادات دي، خو رواجي او دودیز یوازې عادات دي، خو د یوه شي د حراموالي لپاره د نص صراحت شرط دی. یعنې پیغمبر صلی الله علیه وسلم نورې لمانځنې قطعي منع کولای شوای، خو دغسې یې ونکړل، یوازې بهتر بديلونه یې ورکړل.
درېیمه خبره دا ده چې د تحریم خپلې صیغې وي، چې يا بايد خپله د حرام لفظ کارېدلی وي، یعنې ویل شوي چې دا شی حرام دی، لکه و حرم الربا، یا مطلقه نهی وي، لکه لا تقربوا الزنا، یا وعید وي لکه (فاقطعوا ایدیهما، یا د حلالوالي نفی )وي، یا…. چې په دې حدیث کې دا صیغه یوه هم نشته. البته وروستۍ خبره دا ده چې نوروز ته اختر ویل ضرور نه دي. یوازې یوه لمانځنه او مېله ده. که دودیز اختر وي هم پروا نه لري خو که اختر نه وي، یوازې یوه ملي ورځ وي، بیا خو له هغه شکه هم خلاص یو چې دا د لوی او کوچني اختر انډول شي.

2 COMMENTS

  1. ګرانه په پښتو کی دلمانځل کلمه په عربی کی د عبادت مترادف ده کله چی تاسی نوروز ته د لمانځلو اصطلاح استعمالوی دا د عبادت معنی ورکوی هر هغه شرکی عمل چی ونمانځل شو هغی ته شرک ویل کیږی نوروز د دایرانیانو د اتشپرستانو د عبادت تاریخ لری یو شرکی کار دی تاسی ورته اسلامی جامه مه وراغوندی که چیری د بزګرو د میلی نوم ورکړی نو بیا اباحت ته نژدی کیږی.

  2. نوروز د ژمي پای او د راتلونکي ژوند امید او هیله ده . افغانستان ، ایران او شاوخوا نژدې د منځنۍ آسیا هېوادونه د مځکې د کرې په یوه داسې ځای کې موقعیت لري چې ژمی یې خورا سوړ او له ستونزو ډک وي .کله چې ژمی ووځي ، بیا د دې سیمې انسانانو ته د کار او عمل کولو زمینه برابره شي . د لته بحر هم نژدې نه دی ، چې خلک د کبانو او نورو بحري ژوو په ښکار پسې ووځي .
    زمونږ بزګران چې د ټولنې اکثریت جوړوي د نوروز اوپسرلي په راتګ سره نوی تحرک پیلوي ، په باغونو کې نیالونه کېنوي ، للمي او پسرلني غنم کري ، اوس خو ډول ډول سابه ، ترکاري او سبزیجات رواج شویدي لکه پیاز ، رومي ، بېنډۍ ، توربانجان ، مرچ ، کچالو او همدا راز د خټکیو ، بادرنګو و خربوزو ،هندواڼو فالیزونه او نور حبوبات کري .
    فکر نه کوم چې زمونږ ګران او محبوب پیغمبر به د هقان او بزګر له جشن ، مېلې ، خوشحالیو سره کوم مخالفت ولري . نوروز د دې سیمې مذهبي عبادت نه دی ، دا سیمه ایز او موسمي جشن دی .
    که احیانا کوم څوک له اسلامي لارښوونو پرته داسې ورځو ته مذهبي رنګ ورکوي او بې له خدایه د کوم بل شي عبادت کوي هغه په نوروز او یا کوم بل هر حالت کې چې وي ، حرام دی .
    له مکې معظمې نه مدینې منورې ته زمونږ د ګران او محبوب پیغمبر جناب حضرت محمد مصطفي ص د هجرت 1403 کلیزې پیل چې په افغانستان کې ورته نوروز وایي ، د ټولو هېوادوالو د مبارک وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب