تاند (جمعه، د وري/ حمل لومړۍ) سویس وايي د افغان پناه غوښتونکو په اړه خپله پالیسي بدلوي او په ځینو مواردو کې، افغانستان ته د هغو مجردو نارینه وو لېږلو ته لار هواروي چې د پناه غوښتنه یې رد شوې ده.
د سویس د بهرنیو چارو وزارت پرون (پنجشنبې) وویل چې د افغانستان امنیتي او ټولنیز-اقتصادي وضعیت، د طالبانو د واک ته رسېدو د لومړیو وختونو پرتله ښه شوی، او د دغو ارزونو پر بنسټ، د ځینو پناه غوښتونکو ایستل عملي کېدای شي.
دغه وزارت په عین حال کې ویلي چې په عمومي ډول، هغه هېواد ته د چا بیرته لیږل، چې د طالبانو تر واک لاندې وي، غیرمنطقي ګڼل کېږي.
البته، په هغو مواردو کې چې “مناسب عوامل” موجود وي، د هغو مجردو نارینهوو بېرته لېږل، چې په خپل هیواد کې له خطر سره نه مخامخ کېږي، امکان لري.
د ایستلو شرایط څه دي؟
د وزارت د اعلان له مخې، هغه پناه غوښتونکي چې په دې پالیسۍ کې شامل شي، باید مجرد، روغ رمټ او قانوني سن ته رسېدلي نارینه وي.
سربېره پر دې، باید په افغانستان کې د ټولنیزو اړیکو یوه باثباته شبکه ولري، چې په ټولنه او د کار په بازار کې د بیا ادغام لپاره پرې تکیه وکړي.
څوک د دې پالیسۍ مشمول نه دي؟
ښځې، کورنۍ، نابالغ کسان، او هغه کسان چې روغتیايي ستونزې لري، له دې پرېکړې څخه مستثنا دي.
سویس به دا ډلې د لنډې مودې لپاره په خپله خاوره کې وساتي، مګر دا چې د دوبلین تړون له مخې یو بل هیواد د دوی د پناه غوښتنې د قضیې مسوولیت ولري.