شنبه, اپریل 26, 2025
Home+خدای پاماني۴/ عزیزالله انیس

خدای پاماني۴/ عزیزالله انیس

     معمله سلام! ته خو پوهېږې چې د هر درسي ساعت په اخیر کې باید د درس لنډیز وي، خو له بده مرغه چې ته د درسي ساعت په وروستۍ برخه کې ویده شوې. لکه چې درباندې بوج شوم. خو خیر؛ زه غواړم چې د تدریس اصولو ته ژمن پاتې شم. ته وېده وې، راپورته مې نکړې. کوم درس مې چې درته ویلی ؤ، د هغه لنډیز مې ستا د یاداښتونو په کتابچه کې ولیکه. هیله ده چې په مینه به یې ولولې:

  • موږ ډېر ځله وایو چې پلانی ډېر ښه شخصیت دی، چا ته په زړه کې بد نه ساتي. نن به جنګ درسره وکړي، سبا به هغه په هغه وي. که د داسې کسانو ښه والی په دې کې وي، چې بد ژر هېروي، نو بدوالی یې په دې کې دی چې ښه هم هغومره ژر هېروي. بله لویه نېمګړتیا یې دا ده چې باور ژر کوي او په اسانۍ دوکه کېږي.
  • دا حقیقت دی چې د یو چا پېژندل ډېر سخت کار دی او ډېر زیات وخت ته اړتیا لري. خو په ځینو خلکو چې سخته راشي، نو ډېر ژر خپل اصلي شخصیت راښکاره کوي، ښه دا ده چې موږ یې همدا اصلي شخصیت خپلې حافظې ته وسپارو.
  • تا فکر کاوه چې ژړېدل یو شخص ته ښه احساس ورکوي، خو ما دروښودل چې نه، ژړېدل تقدیر ته تسلمېدل دي. باتدبیره کسان د ستونزو، کړاونو او چلنجونو پر وړاندې ژاړي نه، دوۍ جنګېږي او نورو ته مورال ورکوي.
  • د ژوند کولو اصلي محرک هیلې او امیدونه دي. همدا هیلې او امیدونه موږ ډېر سخت ژوند کولو ته هم مجبوروي. بختور هغوۍ دي چې امیدونه لري. خدای دې څوک نه ناامیده کوي.
  • هغوۍ چې د دندو لایحې یې نور خلک ورجوړوي او دوۍ هم ځان د همدې لایحې په اجراء مسؤل ګڼي، هېڅ وخت لوی خلک نشي کېدلی. دوۍ د ماشین هغې ګرارۍ ته ورته دي چې د یوې بلې ګرارۍ په مرسته تاوېږي.
  • یو شخص هغه وخت ډېر بد احساس کوي چې په یو ځای (اداره/ کور/ ډله/ سازمان) کې ورته ارزښت ورنکړل شي. د بې ارزښته کېدو له احساس سره ناهیلي وده کوي، پر ځان باور ختمېږي او خلاقیت وژل کېږي. د ادارو او ډلو مسؤلیت جوړېږي چې کم ارزښته/ بې ارزښته وګړي تر دوامداره روزنې لاندې ونیسي او په باارزښته وګړو یې بدل کړي. د بریالیو ډلو غړي ځان په ډله کې ایضافه نه احساسوي، دوۍ فکر کوي چې د ډلې مهم کسان دی.
  • په خبرو اترو کې مهمه ده چې بل ته غوږ ونیسو. کله که یو څوک درته غږېده او تا ښه اورېده، خو بیا دې هم داسې ښودله چې زه یې نه اورم، یا دې ځان بوخت ښودلو، نو مقابل لوری ډېر زیات ناراحته کېږي.
  • هغوۍ چې پر تا ډېر ګران ؤ، هېڅ وخت دې ورته ونه ویل چې راباندې ګران یې. تا د دې پوښتنې ځواب نه درلود چې ولې؟ خو ما د دې پوښتنې ځواب درکړ: ستا په مخکې ډېرو خلکو د ګرانښت درواغجن تمثیل وکړ. قرار قرار ستا ذهن ته دا خبره لاړه چې په خولې د ګرانښت لاپې وهل، تېر اېستل دي. دا چې یو څوک څومره موږ ته ګران دی او څومره راته ارزښت لري، دا په عمل کې باید ثابت کړو، نه په خبرو.
  • که یو بریالی بشري جوړښت یا اداره په فرد متقې وه، نو د فرد تر صحت او موجودیت پورې یې بریالیتوب ممکن دی، له هغه وروسته یې زوال پیلېږي. خو هغه بشري جوړښتونه چې د فرد پر ځای په قوی سیسټم او غني کاري کلتور متقي وي، نو ناکمېدل یې محال دی.
  • زموږ د علمي کېدو او څېړنیز کېدو پر وړاندې لوی خنډ زموږ ايډیالوژیک فعالیتونه دي. همدا ایډیالوژي ده چې تور راته سپین او سپین راته تور ښکاره کوي.
  • څوک چې ځان په حقه ګڼي، نو د مقابل پر وړاندې نرمښت او تېرېدنه ورته د حق تر پښنو لاندې کول ښکاري.

دا زموږ د یو کلن درس لنډیز ؤ. یوازې دوه کورنۍ دندې درکوم: لومړی دا چې د دولتي دندې بدیل دې پیدا کړه. دویم دا چې د ادکې روغتیا او خوشالي ته ډېر پام وکړه. هیله ده چې یو خوشاله کال به ولرې. نوی کال دې بختور شه.

د خدای په امان

۱۴۰۳ لمریز کال

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

ارتر شوپنهاور ( ۱۷۸۸ -  ۱۸۶۰ ) پخپله یوه مقاله کي چي اصلاً د کتابونو د نه لوستلو په باب ده لیکي: " کتابونه...