شنبه, اپریل 26, 2025
Home+تر پردي زوی خپله لور ښه ده| پوهاند دودیال

تر پردي زوی خپله لور ښه ده| پوهاند دودیال

ترهرڅه لومړی امریکا!

America First

Make America Great Again/MAGA!

د متحده ایالاتو ولسمشر په پورتني شعار سره د ډېرو امریکائیانو پام رااړولی دی. نوموړی د یو پانګوال په توګه په دې پوهیږي، چې اقتصاد د (لومړیتوب) لومړنی فاکتور دی. ده پتېیلې چې ګڼ شمېر (بېځایه) لګښتونه راکم کړي، د نړۍ له ډېرو برخو څخه به چې نور ورته اهمیت نه لري، پښې راټولې کړي، خو دا هم نه پټوي چې ګرینلند، کاناډا، غزه، مکسیکو… یې تر نظر لاندې دي. د( USID) د سخاوت انقراض یې  اعلان کړ، آن دا چې د یونسکو او د ملګروملتونو یو شمیر نورو موسسو ونډې یې هم شکمنې دي، کله لا ناټو ته هم شونډې بوڅې کړي، د نړۍ څو قطبی کېدل هم نه خوښوي، د چاپیریال ساتنی د پاریس کنفرانس ته هم ځان چندان ژمن نه بولي، د وسلو لازیات تولید او تجارت یې افراطي شوق دی… دا ټول خپل حق بولي. دا نه یواځې متحده ایالات؛ بلکې هر متحد او د لوړ شعور لرونکی ملت اوبادرایته حکومت د خپلو خلکو د هوساینې، د اقتصاد د ښه کېدو اود خپل هېواد د پرتم په فکر کې دی.

افغانانو په سر وخوړه؛ د بهرنیو مرستو د جریان فرصت ورڅخه بابېزه له لاسه ووت. میږیانو د بدو ورځو لپاره توښه زیرمه کوله، خو چیمچارک سندرې بللې. د بهرنیو پرېمانه مرستو په ورځو کې نیمو په کابل کې تُرکی سریالونه کتل، نیمو نورو بیا د بیارغاونې د چارو په وړاندې بوشکې الوځولې. یوڅه کارونه چې روان وو، په جګړو او چاودنو یې پوپنا کول. اوس دواړه لوري اریان دي. وطن کې خلک له لوږې د بدن غړي او اولادونه پلوري، ځوان نسل بې کماله او بی مسلکه چې ډېر په مشکل (باسواد) ورته ویل کیدای شي، هریو له وطنه د وتلو په فکر کې دی. دهېواد سرچینیې له لاسه وتونکی دي او د بیکاری هرډول(  structural unemployment,  voluntary unemployment,  frictional unemployment  seasonal unemployment, cyclical unemployment,…) سره مخامخ یاستو. د م.م. سرمنشی، د پیسو نړیوال وجهی صندوق، دخوراک نړیوال پروګرام …ټول وایي چې د افغانستان درېیمه برخه وګړي په لوږه اخته دي.

نور نو باید دا بد عادت پریږدو چې مرستو ته مو سترګې نیولي وي او د پردیو په اشاره خپل وطن ورانوو.  په ډاډ سره ویلای شو چې د نورو درګا ته د کتلو په ځای امید بښونکې لارې لرو: موږ ته ښايي چې خپل مټ، خپل وطن، ترخاورو لاندې انبارونه سره زر، روانې اوبه، متنوع اقلیم، د مالداری او بڼوالی لوري ته پام واړوو، کلیوالی تشبثات بېرته ژوندي اوپه خپلو خواریو ګټل شوې رزق باندې شُکر او قناعت وکړو. له جګړو پښې راټولې، بیځایه لګښتونه کم او د پوهې په قوت ځان کلک کړو. حرفې او کسبونه زده کړو، د( knowledge Economy) اصول وپېژنو، یعنې د ګټې د لارو د پېژندنې ترڅنګ؛ خپل لګښتونه هم عقلمند کړو.

دغو وروستیو کې له بیوزلۍ څخه د وتلو زبردست کتاب لاس ته راغی : ( The End of Poverty) دا د  Jeffrey Sachsد دیرشو کلونو خواریو او تجربو محصول دی. ډېرنظریات یې افغانستان کی د عملي کیدو وړ دي. دبیوزلي لاملونه او له هغې د وتلو لارې یې ښودلي. بل غوره اثر چې ممکن د افغانستان شرایطو سره سمون ونه خوري، خو موږ د روان نړیوال اقتصاد سره ډېر ښه اشنا کوي، د( Capital in the Twenty-First Century) په نوم دی چې  Thomas Piketty او A.Goldhammerپه ګډه خپور کړ. The Innovator’s Dilemma   ترډېره پرمختللی صنعت او ګڼ بازار او تولید پام کې نیسي، د افغانستان شرایطو سره جوړ نه دی، خو د C.M.Christensen زیار د قدر وړ دی. Analytical Development: The less Developed Economy Revisited کې هم د پرمختیا لارې ښودل شوي دي، تر دې مخکې مو ( داقتصادی پرمختیاتیوری) کتاب تالیف او پینځلس کاله مو تدریس کړ، څه ورڅخه بود نشول.

ممکن دوستان ووایي چې په دی کتابو به څه وکو؟ لوږې پسې اخیستي یاستو، کتاب ته څوک ګوري هم نه! دا خبره سمه ده، خو بې له پوهې او تدبیر چاره نشته، باید ملاوتړو او خپل له سرچینو او قیمتي زیرمو ډک وطن راجوړ کړو. چې خپله یې په پوهه راجوړ نه کړو، علاج نشته. تراوسه مو د غټو غټو کتابونو څخه ډېرې خبرې وکړې، خو چا غوږ ونه نیو. ځکه مو دغې لیکنې ته یووولسي متل سرلیک کړ.  اوس به په وطني ساده ژبه د ورځې  او کلیوالي خبرې سره وکړو:

یوه منځوۍ لابه ونیسو، کتابونه به هم لولو، خپلې بدې ورځې ته په کتو به له بیوزلۍ د وتلو ساده کلیوالي لارې- ګودرونه هم سنجوو، دغه ذکر شوي کتابونه راته وایی چې ډېرو هیوادو تر موږ بتره لوږه او نیستي وزغمله، خو آخر یې د پرمختګ او ترقی لار وموندله، نو:

  په نیمګړتیاوو اعتراف ترټولو غوره جرات او د سمون ښه لاره ده.  باید اعتراف وکړو چې زموږ اوسنی نسل لټ او خیرات ته ناست عادت شو.  زموږ په دوران کی دومره راحت او پرېمانه وسایل نه وو. تر دې مو امکانات محدود و، خو کار مو ډېر کاو.  له ډیرو اوسنیو نعماتو محروم وو، خو د محرومیت احساس مو نه کاو، بلکې قانع وو، لا مو غرور او روښانه هیلې هم لرلې.

سره له دې چې نن لاهم ډالر وطن ته راروان دي. انفرادی مهاجر افغانان هم د منیګرام، حواله جاتو او نورو له طریقه دهیواد اقتصاد ته پرله پسې اسعار تزریقوي، د جمهوریت پرمهال د پشتوانې په توګه د میلیاردونو ډالر زیرمه لرو( سره له دې چې یوه برخه یې فعلاً د کړکیچن وضعیت له امله کنګل شوه، بله برخه یی د ټاکلی هیئت تر نظر لاندې امانی صندوق کې خوندي ده). د امانی صندوق شتمني اوس څلورمیلیاردو دالرو ته رسیدلې ده، د مالیاتو پوښښ ۱۰۰٪ او آن دا چې مضاعف شوی، د ګمرکاتو محصول زیات شوی، د کانونو د پلور عایدات او دهیواد له فضا د الوتکو د پرواز عواید تر هروخت قناعت بخښونکي دي، د ارګ د سروزرو د زیرمې بیه ۳۰۰ میلیون دالرو ته رسیږي(د دې شتمني معنوي ارزښت دهغې تر مادی ارزښت ډېر زیات اوچت دی)، خو لوږه او بیکاري شته. د روژې لومړۍ اونۍ کې یواځې د مهاجرو مرسته چې د حوالې له لارې هېواد ته رسېدلې ۲۷میلیون ډالره وه، اوس چې روژه له نیمایی واووښته مهاجر افغانان به د اختر په مخه بله جوپه اسعار وطن ته استوي، خو تېرو څلوېښتو کلونو په شان بشري بهرنۍ مرستې به نه وي.

د ډیرو امکاناتو تر څنګ د همتناکو وطنوالو مټې کار ته چمتو دي، خو که د حاکمیت اراده موجوده شي!

دا لویه تېروتنه وه چې په (بشری مرستو) روږدي شولو. البته بهرنی مرستې له څلوېښتو کالوپخوا هم وې. مثلاً د( USAID) ، نړیوال سره صلیب ،FAO, WHO  او نوروکمکونه موعملاً لیدل، خو تر ډېره په خپل مټ متکي وو، د وطن  د جوړولو او ودانولو او په پښو درولو لوست مو زده کاو ، دې بهرنیو مرستو، نښو او لوګوګانو راته ارزښت نه درلود. وروسته ترلومړنیو پنځه کلنو اقتصادي پلانونو مو د لومړني جمهوری نظام اووه کلن پلان جوړ شو، ډیرې پروژې وی چې موږ یې په ځان بسیا کولای شو. د غنموتولید داسې حد ته رسول چی نور یوه دانه  غنم هم له بهر وارد نه کړو، تحقق موندلی و. دمیوو او سبو تشویش مو نه و، د مالداری محصولات قناعتبخش وو. صنعت مو لومړنیو ګامونو کې و. سره له دې چې  کلیو کې یوڅه خرافات وو او(مښتب) سره پخلاېینه سخته وه، لټي اود اوهامو ذهنیت خورو، تاویز، پیر او پیریان لاهم په درز سره چلېدل، خو ښارونه مو مخ په ترقی او روښانتیا وو: د توریزم مرکزونه، سینما، پوهنتونونه،عصری لیسې، سپورتي او تفریحی محلات، برقی بسونه، وړکتون، بانکونه، مکرویان، صنعتی فابریکې… مو لرل، تجارت مو هم ورو ورو په پښو درېد، خو جنګونو هرڅه برباد کړل. په دې توګه له ستونزو سره سره مخ په وړاندې روان وو. له بده مرغه اوږدو کورنیوجنګونو سوال ته کینولو.

کله چې په ۱۳۸۱ل. کې کورنۍ جګړه ودرېده نوې سیاسی پروسه پیل شوه، بهرنیو مرستو زور واخیست ، خو تر آخره له بشري بڼې پرمختیایی بڼې ته رانغله. چارواکي نه یواځې دا چې ناپوه، بې تدبیره او بی توپیره وو، بلکې فاسد هم وو. دا وخت یواځې افغانستان نه، بلکې ډیرو هیوادو بهرنی کموکونه ترلاسه کول او ترموږ یې لا زیات ترلاسه کول. همدی اتیایمه لسیزه کی مصر او پاکستان تر موږ زیاتې بهرنۍ مرستې اخیستې، خو هغوی په عقلمندۍ مصرفولې.

د بهرنیو مرستو تعریف او پیژندنه:

 د وروسته پاتی هیوادو په مالی منابعو کی یو یی بهرنی پورونه او مرستی (Foreign aid)دي. البته پورونه وروسته بیا په  بیلابیلو قسطونو سره ادا کیږی  او کله هم د پور ورکوونکو له خوا په بشپړ ډول بخښل شوي هم دي. افغانستان هم له بیلابیلو هیوادونو څخه پورونه اخیستی دی چی یو شمیر یې ادا او یو شمیر یی بخښل شوی دی مثلا روسیی په ۲۰۰۶ کال کی د پخوانی شوروی اتحاد له خوا ټول ورکړل شوی پورونه وبخښل. همدا رنګه بلغاریا هم د فرانسې په غونډه کې  خپل پورونه  راوبخښل، اما بهرنۍ مرستې او بلاعوضه پورونه وروسته پاتې  او اړو هیوادونو ته په وړیا ډول ورکول کیږي، تر څو خپلی اړتیاوی ورباندی پوره او ملی پروژی ورباندې تطبیق کړي.  دلته دا خبره ذهن ته راځی چی  بهرني کمکونه، ګرانتونه او پرمختیایی  رسمی مرستې  باید  څرنګه وپیژندل شي.

په تیرو وختونو کی ګڼ شمیر نننیو پرمختللو صنعتی هیوادونو د(grants) تر عنوان لاندی  همدا ډول مرستې  له شتمنو هیوادو تر لاسه  اود خپلی  اقتصادی پرمختیا لپاره یی ورڅخه  کار اخیستی او نن  ورځ  هر یو یې په خپل ځان متکی  هیوادونه دی( لکه آلمان، جاپان،…).

اوس ثابته شوه که بهرنی مرستی په ښه ډول ولګول شی د پرمختیا لامل کیدای شی، خو بهرنۍ مرستې هغه وخت په موثرډول نشي لګول کیدای چی ددولت په مالی پلان کې شامل نشي، بلکې په تیت او پاشان ډول مصرف او خاک و دود شي. یو شمیر بهرني هیوادونه مرسته اخیستونکو هیوادوکې مرستې د غیر حکومتی نهادونو په لاس مصرفوي، خو یو شمیر نور یې د مالیې وزارتونو له طریقه انتقالوی دغه دوهم شکل (ODA) یې مناسب او غوره دی.

داقتصاد د علم او د مالی جریان له نظره بهرنۍ مرستې هغه حکومتي/رسمي منبع ده، چی له یوه هیواد څخه بل هیواد ته لیږدول کیږي. مانا داچې  بهرنۍ مرستې د منابعو ا ونقدي جریان هغه بهیر دی چی موخه  ورڅخه  د وروسته پاتی هیوادونو په پښو درول وي. یو شمیر پرمختیایی هیوادونه په خپل اقتصاد کی د صادراتو د حجم د ورځ په ورځ زیاتوالي  د هیلی تر څنګ بهرنی پانګی اچونی او بهرنیو مرستو ته د توقع په سترګه ګوري. دلته باید دغه هره توقع بهرنۍ مرسته ونه ګڼل شي. بلکې یوه یې پانګه اچونه( investment) او بله یی بهرنی (Foreign aid)مرسته ده. په عمومی توګه بهرنی مرستی په دو ډولونو ویشل کیږی:

  • ر سمی عامه مرستی(Public aid): دا حکومتی منبع لري او دوروسته پاتی هیوادونو د اقتصادی ودی په منظور ورکول کیږی. دی ته (Official Development Assistance) یا ODA) ویل کیږی.
  • غیر رسمی مرستی: دا دیو شمیر اعانو، خیراتونو، وصیتونو او دځینو خپلواکو ادارو د سوغاتونو ا وهدیو څخه عبارت دی چی اکثرا په بیړنیو حالاتو کی د بشری مرستو په بڼه تر سره کیږی. دا د نا حکومتی مؤسسو(Non-government organizations یا NGOs) مرستی او فعالیتونه دی، چی په هغو زیانمنو شویو سیمو کې د بشري مرستو په بڼه ورکول کیږي چې هلته حکومتونه رسیده ګي نشي کولای.

لومړی او دوهم ډول دواړه مرستې د بهرینو کمکونو(F.A) په نامه یادیږی، خو په اقتصاد کی زیاتره له بهرنیو مرستو څخه منظور هماغه رسمی کمکونه(ODA) دی چی مونږ مخکی ورڅخه یادونه وکړه او هغه په رسمی توګه ثبت او په رسمی احصاییه کی شمیرل کیږی.

د شتمن هیواد له خوا بیوزله هیواد ته دتعرفو ټیټول، په ټیټه  بیه ورباندې د صنعتی تولیداتو  پلورل ، داسې اجازه پاڼی ورکول چی دهغو له مخی د وروسته پاتی هیوادونو صادراتی توکي د پرمختللو هیوادونو په مارکیتونو کې په لوړه بیه و پلورل شي، هم مرسته ده، خو نقد انتقالات پکې نشته. باید پاملرنه وشی چی  وروسته پاتی هیوادته له پرمختللو هیوادونو څخه د ګټی په موخه د خصوصی پانګی لیږدول مرسته نه ده، یعنی هر بهرنی هیواد هرومرو مرسته کوونکی نه دی ، بلکی بهرنی مرسته باید اعلان شوی  او رسما منل شوی وي،نو ځکه د بهرنۍ مرستې دوه شرطونه باید دا وي:

  الف): ددغه جریان موندلو هدف باید ډونر یا مرسته کوونکی هیواد ته تجارتی شکل ونه لری،

ب): دغه جریان باید د ژمنو او په سپارښتنی بڼو باندی وي، چی دا له تجارت او ګټی کولو سره توپیر لری. یعنی دا د پرمختیا لپاره د منابعو متعهدانه سپارل دي.

بهرنی مرستې د وروسته پاتی او اړ هیواد لپاره لاندی ګټی لري:

  • دفقر په کمښت کی مثبت رول،
  • د اقتصادی زیر بنایی پروژو فعاله کیدل،
  • د جګړی، وچکالی یا بل ناڅاپي عامل د تاثیراتو مخنیوی،
  • کلیوالی انکشاف،
  • د استخدام د فرصتونو ایجاد،
  • د دوی دداخلی منابعو په کار اچول تر څو دوی ته د اقتصادی فعالیتونو امکان برابرشی او داسی نور مقاصد.

داسې ښکاري چې نور نو دبهرنیو مرستو دوران په تېرېدو دی.

ولی پرمختللو هیوادو وروسته پاتی هیوادو سره مرستې  کولی؟

 د بیلابیلو عواملو له کبله، لکه : سیاسی عامل، په مرسته کیدونکی هیواد اغیزه غورځول، بشری انګیزه، تکنالوژیکی تړلتیا، په خپل حکومت اود هغه په غښتلتیا باندی د خپلو خلکو باوری کول او هغوی ته د یو ډول غرور ور په برخه کول او داسی نور، خو بیا هم دغه لاملونه په لاندی ګروپونو ویشلای شو:

  • مرسته ورکول د پرمختللو صنعتی هیوادونو او لویو ځواکونو له خوا ددوی يه سیاسی ستراتیژی کی شامله خبره وه،
  • دوی ځکه هم خوارو ملکونو سره مرسته کوله چی هغوی له روانی پلوه ځانته متمایل او لیوال وساتي،
  • خپلو تولیداتو ته د خرڅلاو مارکیټ پراخول یې بله موخه وه،
  • نړیوالی اقتصادی اړیکی هم ددی ډول مرستو غوښتنه کوی او ورسره موافقه خبره وه،
  • بشری عواطف او انسانی انګیزه او د پرمختللو هیوادونو او وروسته پاتی هیوادونو تر منځ د ډیر زیات توپیر او واټن راکمول.

کله چې یوو وروسته پاتې هیواد د بهرنیو مرستو په زور یوڅه اقتصادي توانایی او بهرنیو اجیناسو ته تقاضا وموموي،  په کار بوخت او د ترویزم او نور ګواښونه یی کم شي، دا نوحقیقت کی د پرمختللو صنعتی هیوادونو له خوا مرسته، بیرته په خپله دوی سره هم یو ډول مرسته ده.

دبهرنیو مرستو رسول په حقیقت کی په خپله د دوی د امنیت، سرمایګذاری او سوداګری په ګټه  هم دی،  نو ځکه دوی په تیرو وختونو کی ګڼ شمیر هیوادونو سره مستی کړی  اوکیدای شي دا لړی همداسی جریان ولري.

په نړی کی د بهرنیو مرستو تاریخجه:

   تر ډیره بریده پوری د بهرنیو مرستو ښه مثال د امریکی د متحده ایالاتو هغه مرستی دی چې وروسته ددوهمې نړیوالې جګړې له پاېته رسیدلو  څخه یی جنګ ځپلی اروپا او جاپان سره وکړی. د امریکی متحده ایالاتو له WW2 وروسته،  چی په هغې کې اروپا ته ډیر زیات زیان رسیدلی و، سمدستي د مارشال د پلان تر چتر لاندې مرستې پیل کړی چی ټولی دغه مرستی د لویدیزی اروپا  جګړه ځپلو سیمو ته متوجه وی. وروسته بیا د ۱۹۵۰ م. لسیزی په ترڅ کی یو شمیر نورو   پرمختیایی هیوادونو ته هم وغځیدلی ترڅو دوی د سوسیالیستی هیوادونو بلاک ته میلان پیدا نکړی، یعنی دغه بهرنی مرستی د امریکا او روسیی تر منځ د سړی جګړی یوه برخه شوه. امریکی د انډیوالی د ملاتړ(Support for friendly) د روحیی له مخی په سیاسی-اقتصادی او نظامی ډګرونو کی دا ډول مرستی لاپسی زیاتی کړی او ځان ته یی د نړی په ګوټ ګوټ کی  نوی متحدین وموندل، تر څو چی دغه مرستی په ۱۹۶۰م.کال کی له جنوبی آسیا څخه نیولی تر لاتینی امریکا او افریقایی هیوادونو پورې پراخه شوې، خصوصا هغو هیوادونو ته زیات ارزښت ورکړل شو چی د جغرافیایی ستراتیژی له مخی یی ډیر اهمیت درلود. په ۱۹۷۰م. کلونو کی د امریکی د متحده ایالاتو بهرنی مرستی د فارس د خلیج او کارابین پوری او تر ۱۹۸۰م. لسیزی پوری د مرکزی امریکی هیوادونو ته هم ورسیدی. پخوانی شوروی هم ګڼ شمیر آسیایی هیوادونو، افریقایی، لاتینی امریکی او داروپا  د ختیز هیوادونو ته مرستی ورکولی او دهغوی ملی، پرمختیایی پروژی یی پیاوړی کولی. جرمنی، انګلستان او فرانسی هم د support for friendly د روحیی له مخی یو شمیر هیوادونو سره مرستی پیل کړی. په ۱۹۹۰ م. کی د پخوانی شوروی په ړنګیدو سره دغه مرستی د فدراتیفی روسیی او او کراین ته هم ورسیدی. په ۱۹۹۱م. کی بوسنیا، رواندا او چین ته هم پاملرنه وشوه، خو له ۱۹۹۰م. کال وروسته په منځنی ختیځ کی د اقتصادی اړتیا او تحلیل پرځای د سیاسی دلایلو له مخی په بهرنیو مرستو کی ډیر بدلون رامنځته شو. د جاپان مرستی بیا زیاتره د سیاسی انګیزی پرځای اقتصادی انګیزی لری. جاپان خصوصا په آسیا کی خپلو ګاونډیو هیوادو ته د اقتصادی مقاصدو او د سوداګری د پراختیا په موخه مرستی ورکوي، تر څو هلته خصوصی سکتور او شخصی  پانګه اچونه وده ومومی او په تجارت کی پراختیا راشي، چین د بیوزلو هیوادو د طبیعی منابعو تر لاس لاندې راوستو په موخه(مرسته) کوي… که چیرې په عمومی توګه یو تحلیل ترسره شی له ۱۹۴۰م. کال څخه تر اتیایمی لسیزی پوری د پرمختللو هیوادو له خوا وروسته پاتی هیوادو ته د انکشافی کمکونو په چوکاټ کی ۴.۴ بیلیون ډالره مرسته شوی وه. یواځی په ۱۹۸۵م. کال ددغو مرستو اندازه ۴.۲۹ بیلیون ډالره شوه چی په ۱۹۹۹ کی تر ۴.۵۴ بیلیونو ډالرو ورسیده او په ۱۹۹۹م. کی د ډونرانو شمیر ۲۱  او د مرستو اخیستونکو پرمختیایی او وروسته پاتی هیوادونو شمیر  له ۳۸ څخه زیات و.    که چیری د مشخصو هیوادونو له مرستو تیر شو، ګڼ شمیر موسسات او بانکونه هم شته چی وروسته پاتی هیوادونو سره د پرمختیا په برخه کی کمکونه کوی. لکه د آسیای پرمختیا بانک ، اسلامی بانک  او نړیوال بانک.  په دې کې USAID ډېر نوم درلود. دې بسنټ د دیموکراسی ټینګول خپل یو مهم هدف باله. ډېرو وروسته پاتې هیوادو کې یې جرړې وې. له١٩۴٧تر١٩٩٧یې اغیز زښت زیات شو. دا د امریکی د پام وړسیمو کې دنفوذ وسیله وه ، خو دوه میاشتی مخکې(جولای۲۰۲۵م.)  رویټرز د USAID دتړل کیدو خبرخپور کړ، دې خبرد بشري مرستو د پروګرامونو د راتلونکي په اړه نړیوالې اندېښنې راپارولې دي.  په افغانستان کې ګڼې موسسې، چې USAID تمویلولې یا وتړل شوې یا یې فعالیتونه کم او کارکوونکي یې له رخصتۍ سره مخامخ کړل.

داسې ښکاري چې د ۲۰۰۸م. کال له مالی بحران، دکرونا خپریدو او په تیره د اوکراین له جګړی وروسته د نړۍ داقتصاد هینداره بدله او خړه- پړه شوه، آن د پرمختللو صنعتی هیوادو مصارف لوړ شوی: AI، فضایی لوړ لګښت لرونکې پروژو ، نوې نظامی او تسلیحاتی سیالۍ، د نیابتی جګړو او اړخ ته پټ دولتونو تمویل، استخباراتی چارو، د څو قطبی کېدو او نه کیدو اندېښنې، د بهرنیو مرستو د انګیزود کمښت لامل شو. د دې ترڅنګ یو شمېر پالیسیانو هم په مرستو اغیز کړی، مثلاً د امریکی متحده ایالاتو د پاریس پریکړې او د چاپیریال ساتنی مسایل او دغو برخوکې لګښت رد کړ، داځکه چی نه غواړی چې د دوی صنعت متضرر شي! تر دې هم بدتر دا چې ځواکمنو او مرسته کوونکو ډیر ځله د مرستو په ځای بندیزونه ولګول.نور نو امریکی ته افغانستان خاص اهمیت هم نه لري.

موږ ته بویه چې: ترهرڅه لومړی ګران افغانستان!

Afghanistan First

ممکن موږبه مرستو ته اړ یاستو، خو دا د دې معنی نه لری چې لاس تر زنې کینو. لله الحمد موږ پریمانه راز رازطبیعی منابع(اوبه، ځنګل، څړځای، کرنیزی زمکې، کانونه، وحشی ژوی، طبی او صنعتی بوټي،…)، فوق العاده مهم جیو- پولتیک او جیو-اکونومیک موقعیت، د ترانزیت امکانات، متنوع اقلیم او خواریکښ خلک لرو. په کار ده ملی او بین المللی مشروعیت لرونکی مقتدره او خدمتګاره عامه اداره(حکومت) جوړه، یو معقوله کلنې بودجه د ډیرو معقولو تخصیصاتو سره ترتیب او د یوه علمی پلان له مخې رغاونیز کارونه تر لاس  لاندې ونیسو، له خرافاتو ځان و ژغورو، پېغلې او ځوانان په عصری علومو مجهز کړو. ملی تدابیر پوهو ذواتو ته وسپارو، نړیوالو سره د خبرو او لابی جوګه شو، پرمختیایی پلاونه ولرو، سکتوری ادارو کې مسلکي او متخصص کسان وګومارو.  د افغانستان بانک مداخله او په کاذب ډول  افغانیوته ثبات ورکول د حل لاره نه ده، ډیره مهمه  خبره د ملی تولید زیاتول دي. تخصصواکی د ښه اقتصاد لومړنی شرط دی . باید حرفې او شغلونه ایجاد کړو، دبهرني تجارت نوې پالیسی ورغوو، مهاجر هیوادوال(تللي منورین او استعدادونه) راستانه کړو…

 مو ږډېر پیاوړی اقتصادی ظرفیت او پوتنسیل لرو. اوسنیو پرمختللو هیوادو زموږ په شان د وروسته پاتېوالی پړاونه تېر کړي دي، خو په کلک عزم، ملی یووالی او د پوهې په برکت یی ځانونه هوساکړل. موږ ته بویه چی دا لار خپله کړو. د مرستو د درېدو او دوام ډېره اندېښنه نه ده په کار. تر پردي زوی خپله لور ښه ده.

 بـی زحـمته راحت نشـته زما وروره

که راحت غواړې زحمت درلره بویه

2 COMMENTS

  1. السلام علیکم
    بی له شکه ښایسته اوپه زړه پورې لیکنه ده له بده مرغه دالری فرهنګ چې راغی له ځان سره یې دوچ سیاست په نوم افتونه راوړل دغه افتونه په دې متن کې تحلیلی بڼه لری چې د همغې برخی پیل او پای تمثیلوی. زما خبرې به تکراری وی .
    وایی: قناعت مې تر خرقې لاندې اطلس دی
    پټ ددرست جهان پاچا ظاهر ګدا یم!
    رحمان باب علیه الرحمه

  2. منلی او ښاغلی شریف زاد صاحب سلامونه او د زړه له تل څخه احترامات می ومنئ. ډېره مننه. ستاسو تاییدی کمنت زما ناچیزه لیکنی ته پوره اعتبار ورکړ. ریښتیا ووایم اصلاً مخاطب می د نن ورځې ځوانان دي. زموږ وخت کی امکانات ډیر کم و، خو همت او زحمت ګالل د افغانانو یو برجسته صفت و په همدی خاطر ورو ورو ښه پرمخ روان وو، اوس دا ځوانان دستنګر غوندې شول. تاسو ډیر ښه فرمایلی دی:
    قناعت می تر خرقی لاندی اطلس دی
    پټ د درست جهان پاچا په ظاهر کدا یم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

افغان کلتور او په معاصره نړۍ کې پرمختګ| ضیاالرحمن ذهین

خلاصه کلتور د یوې ټولنې هغه ګډ دودونه او کړنې دي چې  دهمدغه وګړو په واسطه رامنځته شوي وې، او راتلوونکې نسلونو ته دانتقال په...