شنبه, اپریل 26, 2025
Home+د افغانستان حالاتو ته د نوې کال د پيل په مناسبت کتنه

د افغانستان حالاتو ته د نوې کال د پيل په مناسبت کتنه

شاه‌محمود میاخېل

که تیرو اتیا کلونو تاریخ ته نظر واچوو، د افغانستان په هکله د امریکا په متحده ایالاتو کې د دیموکراتانو او جمهوریپالو (ریپبلیکنانو) د حکومتونو د Engagement (ښکیلتیا) او Disengagement (عدم ښکیلتیا) په پالیسیو کې هیڅ توپیر نه و او نه دی او نه افغانستان د امریکا متحده ایالاتو لپاره په اقتصادي، پوځي او سیاسي پالیسیو کې حیاتي اهمیت درلود. همداشان د انګلسیانو او شورویانو لپاره هم افغانستان حیاتي اهمیت نه درلود.

ډیرې شاید دا سوال وکړي چې حیاتي اهمیت یې نه درلود نو دوی په افغانستان کې څه بلا غوښتله؟

عام افغانانو ته دا پوښتنه مهمه او ځان پرې پوه کول پکار دی. ما لیکلي چې حیاتي اهمیت یې نه درلود مطلب دا چې افغانستان، دوی د وسیلې په توګه د یو بل په ضد استعمالوه. داسې نه وه که دوی د افغانستان نه ووځي نو اسمان به راښکته او دوی به له منځه لاړ شي. البته د افغانانو لپاره د دوی راتګ او تګ حیاتي مسله وه. د شاعرانو او ملایانو خبرې به په خپل ځای پریږدو چې د کاذب غرور په ترویجولو کې څه رول درلود او یا لري.

دلته بیا ځینې به ووایي چې افغانانو اختیار نه درلود او څه چې دوی غوښتل هغه کیدل. داسې نه ده. په ډیرو مواردو کې افغانانو د دوی د ښکیلتیا او عدم ښکیلتیا د پالیسیو نه ګټه اخستلې شوله. له بده مرغه، تر اوسه هیڅ یو داسې مشر په افغانستان کې راپیدا نشو چې د خپل هیواد د ګټو په رڼا کې د ځبرځواکونو د ښکیلتیا او عدم ښکیلتیا د سیاست نه د افغانستان لپاره ګټه پورته کړي. پاکستان په دې کار کې تر ډیره  حده هوښیار و او په دغه سیمه کې د انګریزانو نه نیولې، د روسانو، چین او د امریکې د متحده ایالاتو د ښکیلتیا او عدم ښکیلتیا د پالیسیو نه ډیره ګټه پورته کړله او حتی اتومي طاقت شو.

پاکستان ځکه ګټه واخستله چې د امریکې په متحده ایالاتو او هم اروپا په ټولو سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، رسنیزو، تحقیقاتي مرکزونو او امنیتي برخو کې منظمه لابې درلوده او لري. د دوی د لابيګرو فعالیتونه د افغانانو غوندې، د هر کله باالخیر مسله نه وه بلکې د دوی لابیګر، د پاکستان د حکومت د پالیسیو سره همغږي و او دي. پاکستان ‌په دې هکله کافي بودیجه هم مصرفوي ځکه د امریکا په متحده ایالاتو کې د دنیا د ټولو لسو مهمو هیوادونو نه، پاکتسان یو مهم لابیګر هیواد دی. اسرایل، سعودي عربستان، چین، متحده عربي امارات، هند، اوکراین، ترکیه، انګلستان او قطر د ټولو نه زیاته لابي د امریکې په متحده ایالاتو کې لري. دا هیوادونه په منظمه توګه د امریکا د متحده ایالاتو د کانګریس، حکومت، ولسونو، تحقیقاتي مرکزونو او رسنیو سره اړیکې لري او د دوی په پروګرامونو کې برخه اخلي او حتی پروګرامونه جوړوي چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت، کانګریس او ولس توجه خپلو هیوادونو ته واړوي.

خو مقابل کې افغانستان د ګوتو په شمار مشران درلودل چې تر یو حده یې یو څه لابې کولې شوله خو د هغوي فعالیتونه د کابل سره همغږي نه و. د کابل د حکومتونو مشرانو، دغه کسان خپل رقیبان ګڼل او فکر یې کاوه که دوی تقویه شي نو د هغوي به د افغانستان په عوض خپل ځانونو ته لابي وکړي او د دوی بدیل به شي.

له بده مرغه په داخل د افغانستان کې هم، هر مشر کوښښ دا و چې داسې زمینه مساعده نه کړي چې څوک د دوی بدیل شي. د افغانانو په منځ کې هم دا سوژه ډیره عامه ده چې د فلاني او فلاني بدیل نشته دی حال دا چې اکثره دا بدیلونه، که هغه ډلې وې او که شخص، د افغانانو په تصور کې هم نه ګرځیدل خو نورو د وخت د اړتیا په صورت کې رادمخه او بدیل ترې جوړ کړ. چا به تصور کاوه چې ملا عمر دوه کاله د قبر نه فتواوې صادر کړي او یا اوسنې پټ مخې به بدیل وي.

 پدیتوګه که څه هم همیشه د افغانانو لپاره فرصت و، خو د افغانستان د مشرانو او سیاسیونو د نه همغږې، یکه تازي او اوږد مهاله لرلید د نه درلودلو له امله،‌ دوی د افغانستان په ګټه د فرصتونو نه ګټه وانخستله. د دوی تکیه همیشه د خپلو ولسونو په عوض په بهرنیانو وه او تر اوسه ده. دلته د بهرنیانو او ولس د حمایت تر منځ توازن وجود نه درلود.

په کومه مسله کې چې په تیرو تقریبا اتیا کلونو کې د پاکستان حکومتونه او په خاصه توګه پوځ پاتې راغلې، هغه د پاکستان حکومتونو او پوځ، د خپلو خلکو د حمایت په عوض زیاته تکیه یوازې په پوځ او په افراطي ډلو وکړله او دا تکیه اوس دوی ته په اوږدمهال کې ورځ تر بلې په تاوان تمامیږي. د پاکتسان پوځ، په خیبر پښتونخواه او بلوچستان کې د ولسونو په دوامداره ځپلو سره اوس کنترول ورځ تر بلې د لاسه ورکوي او داسې ښکاري چې پاکستان،‌ د یو ناکام دولت په لورې چې Failed State ورته وایي روان دی.

د افغانستان د سیاسي مشرانو یوه لویه ناکامې دا وه او ده چې دوی د افغانستان لپاره کومه اوږدمهاله مدونه ستراتیژي نه درلوده او فرد محوره سیاست و. اکثرو د یو بهرني مشاور د لکۍ پورې ځانونه ځوړند کړي و. اوس هم ځینو د اسختباراتي مشاورینو د لکۍ پورې ځانونه تړلي دي. دوی فکر کاوه او کوي چې همدا مشاورین، تحلیلګران او ځینې جنرالان او سیاسي مشران، د امریکا د متحده ایالاتو د پالیسي او تصمیم نیولو مهم غړي دي. د امریکا د متحده ایالاتو سیاسي او پوځي مشرانو، د افغانستان په هکله د پالسې په ټاکلو کې انپوټ درلود اما رول یې نه درلود ځکه د امریکا په متحده ایالاتو کې د حکومتونو مشران ټولې پریکړې په داخلي پالیسیو او په نړۍ کې په اوږدمهالو ګټو باندې ولاړې دي. د امریکې د متحده ایالاتو د ښکیلتیا او عدم ښکیلتیا پالیسي یوه پروسه ده او یوازې د یو دوه کسو په تماسونو افغانان نشي کولې چې د امریکا د ښکیلتیا او یا عدم ښکیلتیا د پالیسیو نه ګټه واخلي.
بله مهمه مسله دا ده چې یو شمیر فکري مریضانو په تیرو څو لسیزو کې د قوم، سمت او ژبني نفاق ته لمن ووهله چې د دې لارې روزي او شهرت پیدا کړي او فکري فضا د افغاناتو په منځ کې ککړه کړي. دوی افغانستان دنیا ته داسې معرفي کړ چې افغانان د ستراتیژيک ملګرتیا جوګه نه دي.

دا فکري مریضان د خپل ملک د ګټو لپاره نه بلکې د نورو د ګټو لپاره د کرایه اخستلو په اډه کې ولاړ دي. د امریکا متحده ایالات او هم ګاونډیان دغه کسانو ته د ستراتیژيکو ملګرو په توګه نه ګوري بلکې پوهیږي چې دوی همیشه په کرایه اخستل کیږي او د اړتیا په وخت کې د دوی نه په یو شکل نه یو شکل ګټه استفاده کولې شي. تر څو چې دا ډول کسان او ډلې د خپلو اهدافو لپاره کرایه کیږي، د نړۍ او سیمې استخبارات دوی په خیټه ساتي.‌ دا ډول جنګې ډلې او قوماندانان هم دې ته خوشاله دي چې یوه نیمه حویلې او یو څو کسه دوی ته په خیټه وساتي او د اړتیا په وخت کې به د دوی قروانه یو څه اضافه شي.

د ترکیې په غونډه کې یوې معتدلې نابغې په یو مجلس کې وویلې چې افغان بودن به من مهم است، بیرته یې فکر وکړ چې د افغان د کلمې سره په دغه مجلس کې د ځینو کسانو حساسیت شته، نو بیرته یې وویلې همان قدر که به من افغانیت مهم است، افغانستاني بودن هم مهم است. بس هرچا په جیبونو کې شنه، سره او ژیړ کارتونه ایښودلې او په کوم یو کې چې یې ګټه وي، هغه پورته کوي.

بې حافظې، ړانده پیرویان هم د هر چا کارتونو ته ګوري کله دشنو صفت کوي، کله د سرو صفت کوي او کله د ژیړ مخو.

د نفاق نوې سوژې دا دي چې ځینې اوس تاجکان په پنجشیریانو، بدخشانیانو، مزاریانو، هراتیانو او نورو باندې ویشي. ازبیکان هم د قطغن او شمال په ازبکو سره ویشي. پخوا یې پښتانه په غلجي او دراني ویشل خو اوس یې د کندهار،  وردګو، جنوبي او د ختیځ په پښتنو ویشي. کندهار، پکتیا او مشرقي ته چې لاړ شئ بیا په خپلو کې په خیلونو یو بل ویشي. د خیل نه وروسته بیا په پښو، چم، تربور او نور باندې سره ډز او خرپ جوړ کړې وي.

د ګاونډیانو استخباراتي شبکې د انګریزانو د وخت د پالیسې په اساس چې تفرقه واچوه او حکومت وکړه، روان دي او د افغانانو په نبض او مزاج حاکم دي. د افغانستان اکثره سیاسیون، نخبه ګان او مدنیان د تفرقې همدغه پالیسیو ته هاها کوي او غواړي چې د تفرقې دا اور تازه وساتې ځکه د دوی سره د خلکود ملاتړ لپاره بله سوژه نشته او نه داسې سابقه دوی لري چې ولس پرې اعتماد وکړي.

افغانانو اسلام هم ټوټې ټوټې کړېدی. څلور مذهبه، سلفي، دیوبندي، جمعیت اصلاح، اخوانیان، پاکستاني تبلیغیان، هندي تبلیغیان او داسې نورو ډلو پورې ځانونه تړلي دي. بیا هره ډله کې په لس ګونې نورې ډلې شتون لري.

دنیا يویشتمه پیړۍ کې ده. د معلوماتو، تکنالوژی او اقتصادي رشد په دې لوی تحول کې افغانان او وروسته پاتې هیوادونه لا تر اوسه په قومي او ژبني اختلافونو او احوال شخصیه په مسایلو اخته دي چې ګیره لنډه ده که اوږده، تخرګونه دې خریلې دي او که نه، اواز دی محرم دی او که نه، تعلیم مباح دی که فرض او داسې نور.

بس همدا دیګ او همدا ټیپر قصه خو به مو اوریدلې وي که نه وي در په یاد به یې کړم:

وایي درې دروغجن ملګري سره یو ځای شوي و. یو بل ته یې ویلې چې داسې دروغ به وایي چې بل نه وي اوریدلې.

اول کس وویل چې یو کال مو په ځمکه کې ټېپر (شلغم) کرلي و. کله چې ټېپر ورسیدل نو د هر ټیپر  دانې ویستلو لپاره به مو د کلي نه اشر کاوه چې هغه د بیخه وکاږو.

دویم وویل چې دی یو لوی دیګ جوړولو چې څو ټټارانو پکې کار کوه. دا دیګ دومره لوی و چې ټټارانو د یو بل د سټکي (چکش) اوازونه نه اوریدل.

دریم ورته وویل چې همدا دیګ او همدا ټېپر سره ښه جوړیږي.

دیني، قومي، ژبني او سمتي کنځلمار سره ښه جوړیږي. همدا کنځلمار او همدا یې دیګ او همدا یې ټیپر ځکه معقولیت او منطق د زیاتو افغانانو په منځ کې ځای او خریدار نه لري. دا کنځلمار بیا په خپلو منځو کې سره اخته وي او فکر کوي چې دوی دنیا فتحه کړې او ټوله دنیا د دوی خبرې اوري او ځینې لا د ماشي غوندې فکر کوي.

وایي یو ماشی د فیل په غوږ باندې ناست و، نو کله چې ترې تله، ورته یې ویلې و چې فیل ماما زه ستا په غوږ ناست وم او اوس درنه لاړوم. فیل ورته ویلې چې نه دې په راتګ او ناسته خبر وم او نه دې په تګ. د افغانانو د کنځلمارو نه یوازې افغانان خبر دي او که نور خلک دا خبرې ترجمه کړي نو خبره نوره هم د افغانانو خرابه کیږي.

بس د خوشال خان خټک د شعر مقطع ده؛

خوشال خټکه په درنو دروند او سپکو سپک. تر څو چې افغانان د خپل قوم، سمت او ژبې د سپکو د اسارت نه خآنونه خلاص نه کړي، هیڅ هم نشي کولې.

۱۴۰۴ل نوې کال مو مبارک

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

افغان کلتور او په معاصره نړۍ کې پرمختګ| ضیاالرحمن ذهین

خلاصه کلتور د یوې ټولنې هغه ګډ دودونه او کړنې دي چې  دهمدغه وګړو په واسطه رامنځته شوي وې، او راتلوونکې نسلونو ته دانتقال په...