پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+د مارچ ۲۱ د شعر نړیواله ورځ

د مارچ ۲۱ د شعر نړیواله ورځ

تاند- د مارچ ۲۱ مه د ملګروملتو د کلتوري- علمي او تعلیمي ادارې، یونسکو له لوري په ۱۹۹۹ م کال په پاریس کې په دېرشمه عمومي غونډه کې د شاعرۍ نړیواله ورځ په دې خاطر ونومول شوه چې د شعر له لارې د ژبې د تنوع ملاتړ وشي او د له منځه تګ له خطر سره د مخامخ ژبو ږغ د شعر په ژبه واورېدل شي.

د یونسکو پر اساس، د شاعرۍ نړیواله ورځ یو فرصت دی چې د شاعرانو درنښت وشي، شفاهي شعر احیا شي او د شعر له لوستلو، لیکلو او ورزده کولو سره مرسته وشي.

په دې پلمه تاند د لیکوال نورمحمد سعید یوه لیکنه، چې د ۲۰۱۲ م کال په دې ورځ یې د شاعرۍ د نړیوالې ورځې په ویاړ تاند ته رالیږلې وه، بیا خپروي:

د شاعرۍ نړيواله ورځ او زموږ مسووليتونه / نورمحمد سعيد

د معلوماتي تكنالوژۍ له عام كيدو سره سم په ټوله نړۍ كې د هر ډول معلوماتو هم يو سيلاب راوخوت. په ډېره اسانۍ سره اوس هر څوك كولاى شي له هغه څه خبر شي، چې يو وخت يي په اړه يوازې هيله كيده. د بصري رسنيو په ډله كې انټرنيټ د معلوماتو تر لاسه كولو لار په حيرانونكې توګه لنډه كړه.

 د همدې انټر نېټ په مټ ممكنه شوه، چې يو څوك د خپلو ګوتو د څوكو په حركت سره په يوه شيبه كې د انټرنيټ په حافظه كې له پرتو ټريلينونو پاڼو څخه د خپلې اړتيا وړ مواد راټول كړي. بده مګر دا وشوه، چې انټرنيټ تر ډېره حده  د كتاب د لوست لذت له منځه يووړ.

 له هغه  زياته بده ورپسې دا وشوه، چې پخپله انټرنيټ د توجه مركوزيت ته هم زيان واړاوه. اوس چې څوك د كمپيوټر د ښيښې  له مخې مطالعه كوي، نو په يوه ځاى دوه درې او يا له دې هم زيات ځايه د بيلا بيلو پاڼو په كتو بوخت وي. له دې سره تر څنګ ډېر خلك داسې هم كوي، چې په كمپيوټر د ليك لوست تر څنګ موسيقي هم اوري، چې دا كار په بشپړه توګه د توجه د شيندلو سبب كيږي.

له دې امله په ټوله نړۍ كې د كتاب د لوست او ان د كتاب د چاپ كلتور ته زيان اوښتى او په څنګ كې ورسره له انټرنيټ څخه هم هغه ډول ګټه چې اړينه وه، نه ده اخېستل شوې. په پرمختللې نړې كې اوس د ډيجيټل كتابونو د خپرېدو خبرې كيږي او په دې باب ډېر كار هم شوى دى، خو دلته تر اوسه پورې دا د راتلونكي وخت خبرې دي.

موږ ټول شاهدان يو او په خصوصي مجلسونو كې په دې اړه ډېرې خبرې هم كيږي، چې اوس څوك كتابونه نه لولي او يا يي كم لولي. په دې اړه دا خبره زياته كيږي، چې د شاعرۍ كتابونه، چې نن سبا يي د چاپ بازار په نسبي ډول تود دى، د نورو كتابونو په پرتله لږ لوستل كيږي. پخپله شاعران په دې اړه اكثر ګيله كوي، چې دوى خلكو ته خپل كتابونه وړيا وركوي، خو په دې سربېره هم خلك دغه كتابونه نه مطالعه كوي.

 په دې كې شك نشته، چې د كمپيوټر او انټرنيټ د اسانيتا له عام كيدو سره نه يوازې دا چې د شعرونو د كتاب مطالعه د پخوا په پرتله كمه شوې ده، بلكې په ټول كې د هر ډول كتابونو لور ته رجحان لږ شوى دى، خو له دې سره تر څنګ هم د مطالعې د شوق كميدو ټوله پړه په انټرنيټ او كمپيوټر اچول بې انصافي ده. داسې ډېر عوامل شته، چې له امله يي د كتاب مينه ورځ تر بلې په كميدو ده.

 كه په دې اړه لړ ليك جوړولو ته كښېنو، نو خبره به ډېره اوږده شي، خو په دې باب يو ډېر څرګند سبب پخپله د كتابونو معيار هم دى. دا حقيقت دى، چې د نثر او نظم معياري كتابونه اوس هم تر ډېره حده په مينه لوستل كيږي. كه څه هم د نورې نړۍ په پرتله زموږ په ټولنه كې اوس هم د كتاب د لوست مينه په اوړو كې د مالګې برابر ده، خو ورځ تر بلې زياتيدونكي كتابتونونه او د كتابونو د چاپ ادارې دا حال وايي، چې حالت د ښه كيدو پر لور درومي.

 دا چې ټول چاپ كيدونكي ولي ځانته لوستونكي نه پيدا كوي، شايد هماغه د معيار خبره هم پكې موجوده وي. بل لور ته كه د شاعرانو ګيله ومنل شي، نو بيا دا هم د منلو ده، چې ادبي بانډارونه، خپرونې او مشاعرې مخ په ډېريدو دي. نه يوازې دا چې ادبي هلې ځلې په زياتيدو دي، بلكې په ټول كې د معياري كيدو په لور هم ځي. كه نږدې ماضي ته وګورو، نو رښتيا خو دادي، چې په كلونو كې د پېړيو سفرلنډ شوى دى. يو وخت داسې و، چې شاعري  تر ډېره حده د عشقيه احساساتو د څرګندولو يوه وسيله بلل كيده، خو اوس داسې نه ده، بلكې په شعر كې د ژوند د ټولو مسايلو په اړه خبرې كيږي.

 اوس بې شمېره شاعران په دې  ډېر ښه پوهيږي، چې د شاعري په وسيله څنګه بايد  ټولنې ته يو مثبت پيغام وركړل شي. دوى ته دا هم معلومه ده، چې څه ډول بايد خپل پيغام عام كړي او تر نورو يي ورسوي. دوى نورو ته د خپل فكر د رسولو هنر په ډېره چټكيتا زده كوي او دغه راز يي  په سړه سينه د نورو د فكر او نظر اوريدل هم زده كړي دي.

 كه د ابلاغ په ډولونو له بحث نه تېر شو، نو بايد ومنو، چې دا كار تر ډېره حده د شاعرۍ  له بركته ممكن شو. په هغو ټولنو كې، چې له پرله پسې بحرانونو سره مخ وي، دسيستماتيك تعليم د نه شتون او يا غير مربوط او غير  معياري شتون له امله د ادب له لاري  فكري روزنه ډېر مثبت رول لوبوي. زموږ په ټولنه كې هم دې كار ډېره ګټه كړې ده. په همدې اساس تمه كيږي، چې د سبا فرهنګيان به د نن په پرتله هم د زيات زغم او ژور فكر څښتنان وي.

 له دې سره تر څنګ به د نورو خبرو ته غوږ نيول، د اجنبي ژبو زده كړه او د اعلام له پريمانه  وسايلو څخه ګټه اخېستل زموږ فرهنګيانو ته د فكر نوې زاويې ور وپېژني. د ملګرو ملتو ادارې يونيسكو هم د مارچ يو وېشتمه ورځ له همدې امله د شاعرۍ د نړيوالې ورځې په توګه منلې ده، چې په راتلونكې كې ادبې فعاليتونه نور هم منسجم او مربوط كړل شي. دغه اداره وايي د دې ورځې د نمانځلو سبب په ټوله نړۍ كې د شاعرانو تحريكونو او تنظيمونو ته د تحرك او فعاليت زمينه برابرول دي.

 دلته، چې اوس تر يو څه حده پورې د فرهنګي هلو ځلو لپاره زمينه برابره ده، نو ډېره اړتيا ليدل كيږي، چې د معياري كيدو لپاره هم  په صداقت سره كار وشي. دا كار د غوړو چړو شعارونو، نصيحتونو او غوښتنو په ځاى په فردي توګه هر شاعر او ليكوال د عمل په ډګر كې پيل كولاى شي. د ډېر كار په ځاى له خپل وس سره سم  او په ځېركيتا سره شوى كار به ډېر ژر ځاى ونيسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب