شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د بچه بازۍ پلیت بازار او د ټولنې اوسنۍ وضعیت

د بچه بازۍ پلیت بازار او د ټولنې اوسنۍ وضعیت

لیکنه: نصیر سنګین

بسم الله الرحمن الرحیم

بچه بازي چې پښتو کې ورته «هلک ګرځول» یا «هلک ساتل» وایي، ریښه یې د لوط (ع) له قوم څخه سرچینه اخلي.

یعنې د هغه قوم پاتې شونی پلید عمل دی، چې الله (ج) له همدې وجې پرې ډول-ډول قهرونه او غضبونه رانازل کړل. قرآنکریم کې راځي چې د دې بدترین عمل په وجه یې هغه قوم باندې د کاڼو او تیږو باران وکړ، او بالاخره یې غرق کړ.

دا هغه بې حیا عمل دی، چې په ترسره کیدو یې، جبراییل(ع) د الله (ج) په امر د لوط (ع) د قوم ټول کلی له بېخه راوباسه او تر آسمانه یې دومره اوچت کړ چې، په آسمان کې یې پرښتو د څارویو غږونه واوریدل، او بېرته یې له هماغه ځایه راګوزار کړ.

کله چې په ټولنه کې امنیت دومره برابر شي، چې د زنا د ترسره کیدلو ګراف ښکته(صفر) شي، نو دا په دې معنا نه شي کیدلای چې ګواکي د ټولو فحاشۍ او بداخلاقیو ګراف هم صفر شو. بلکې شیطان (دښمن) له نورو لارو کار اخلي؛ چې تر ټولو بدترینه هغه یې بچهبازي(هلک ساتنه) ده.

کم ظرفیته، فحاش او بداخلاقه خلک یې ډېر ژر، په دام کې راګیر او د لویې بدبختۍ او بې عزتۍ/بې شرمۍ یو غټ مصیبت پیل شي.

لواطت هغه چټل عمل دی چې، الله (ج) یې په قرآنکریم کې په اړه ډېر آیتونه ذکر او د هغه ترسره کوونکي یې په بېلابېلو نومونو نومولي او په بېلابېلو طریقو یې له دغه کاره وېرولي او مرتکبینو ته یې د شدیدې سزا ورکولو امر کړی.

الله (ج) فرمایي:
ژباړه: نو د هغه حالت د سپي په شان شو؛ که ته پرې حمله وکړې هم ژبه راځوړندوي، او که پرې یې ږدې هم ژبه راځوړندوي. (الاعراف ۱۷۶)

لواطت د آخرت ترڅنګ بې شمېره دنیاوي زیانونه هم لري؛ لکه: له خپلې ښځې بېزاري، د دماغو کمزوري، بد اخلاقه کیدل، حیثیت بایلل، په ځان بې باوري، ژور خفګان او نور.

زموږ پیغمبر «حضرت محمد (ص)» فرمایي: کله چې مو دوه داسې کسان ولیدل چې د لوط (ع) عمل یې کاوۀ؛ نو دواړه ووژنئ. (ابو داود)

«علامه شوکاني (رح)» هم فرمایلي چې د لواطت سزا باید همداسې سخته وي؛ ترڅو خلک ترې عبرت واخلي.

زموږ اوسنی حالت:
اوسنی وخت چې هېواد د امنیت په لحاظ تر بل هر وخت آرام او سوکاله دی، تر ډېره بریده پکې د داسې اعمالو ترسره کیدل کم او یا ختم شوي دي؛ چې آمنیت دې متضرر کړلی شي، او د اخلاقي فساد ګراف هم تر ډېره بریده کنټرول شوی؛ خو د زناکارانو (ښځو او سړیو) په شمېر کې.
اما بدبختانه چې د «هلک ساتنې» دود او د دې مردارۍ د شوقیانو کچه او عملاً پکې د ښکېلو خلکو شمېر نه یوازې مخ پر زیاتیدو دی، بلکې داسې حالت ته رسیدلی چې سړی یې په لیدو شرم احساسوي. داسې خلک شته، چې په شنه زور هلک ګرځوي، خرچې پرې کوي، د هلک کورنۍ هغه (بچه باز) ته له ډاره څه نه شي ویلی، ځکه په مقابل کې ورته ګواښ کیږي. په همدې ډول د هغه له بې وسۍ غلطه استفاده هم کیږي او بالاخره د یوې آبرومندې کورنۍ عزت، د داسې فحاشو او بد اخلاقو خلکو له خوا له خاورو سره خاورې کیږي. دا هغه حالت دی چې پرته له مسوولو چارواکو یې بل څوک د کنټرول وس نه لري.

ځیني ورسره په موبایلونو کې داسې غږیږي، ته به وایي چې دلته نه اسلام شته، نه شرم، نه حیا، نه انسانیت او نه…

داسې الفاظ او کلمې سره استعمالوي، (بې ادبي معاف) لکه خپله ښځه او خاوند چې سره غږیږي.

څومره د شرم ځای دی!

دوی هرڅه (اسلام، پښتو، حیا، ادب، اخلاق، انسانیت) شاته اچولي؛ هېڅ له چا وېره او ډار پکې نشته؛ ته به وایې چې یو چا اجازه ورته کړې، چې ځه دا کار روا دی هېڅ پروا او ګناه نه لري! کوه یې.

سړی سخت خفه شي، موږ له همدې وجې په لمانځه او روژه ماتي کې د جمهوریت د چپه کیدو، د کفارو د ماتیدو او د همداسې یو اسلامي حکومت راتلو ته لاس په لپه وو؛ لکېن متاسفانه چې وضعیت خواشینوونکی دی؛ په زرګونو لوطیان، (فاعلان او مفعولان) خپلو شومو کارونو ته پرته د حکومت یا بل چا له وېرې ادامه ورکوي. هېڅ به فکر ونه کړې چې دلته قوانین شته او هغه هم شرعي.
که حالت داسې دوام وکړي؛ نور به څه څه نه کیږي!؟
ولس له چا تمه ولري!؟
کله به د داسې خلکو خلاصیږو؟
آیا تل به همدا وایو چې (وخت ته انتظار شئ)؟
که همداسې وختونو ته منتظر کیږو نو ژوند خو تېر شو.
که داسې وخت به بیخي رانه شي، چې له داسې مفسدانو په آمن کې وو؟

هیله:
له حکومت او مسؤلو چاروواکو په پوره درنښت هیله ده؛ که غواړي نظام اسلامي ثابت کړي، چاته د اسلامي نظام پر اسلامیت سوال پیدا نه شي، نو د داسې کارونو څخه د خلکو منع کول مو اسلامي مسؤلیت جوړیږي.
په دغه برخه کې هېڅ ډول غفلت مه کوئ!
مرتکبین یې ونیسئ!
د شریـ،ـعت په چوکاټ کې یې په سزا ورسوئ!
داسې سزا ورکړئ! لکه پیغمبر(ص) یې چې امر کړی.
تر ټولو مهمه یې لا دا چې مخالفینو ته دا په ثبوت ورسوئ، چې موږ یو کامل شرعي او اسلامي نظام لرو!
نه تش په نوم!

لیکنه مې د زړۀ له درده وکړه؛ هیله ده تر هر څه مخکې دې ته توجه وشي.

درنښت

#ن.سنګین

6 COMMENTS

  1. د ترلیب اکثریت مطلق مشران او کشران په همدې فجیع او لعنتې عمل اخته دي. د هیبتې ځناور په هکله خو ویل کیږي چې دوه هلکان یې ساتلي. او دا خبره هم زمزمه کیږي چې اوس د بواسیري مرحلې ته رسیدلي. د دغه جمله په مفهوم د لوې کندهار وګړو ښه سر خلاصیږي.

  2. بچه بازی مسلّلماً یوه کرغیړنه او حرامه کړنه ده خو د رسول الله ص د اُمت قیاس د لوط د قوم سره مناسبه مقوله نه ده. د لوط په قوم کی دا یو عمومی دود او رواج ؤ خو زموږ په ټولنه کی یو کراهت ګڼل کیږی که څه هم عمومیت نلری او هیڅ پلار او ورور او مور حاضر نه دی چی اولاد یا ورور ئی په دی فساد کی کښیل وی ضمناً هغه څوک چی د اسلامی حاکمیت ا دعا لری باید ددی پلیدی پیښی سره سخته مبارزه وکړی.
    په غربی ټولنه کی بچه بازی یو ډول هُرمونی ناروغی ده خو زموږ غوندی ټولنو کی د غلط فرهنګ پر بنیاد د ځوانانو او پیغلو تر منځ د ودونو د خنډونو پخاطر د بچه بازی شیطانی پدیده ژوندی ساتلی سویده.
    بله دا چی د نجیب ګاؤ د مُرید ( باچا ) څرګندَوَنه ( د لوی کندهار …… ) په اړه هم یوه شیطانی او انسانی او وطنی ضد طعنه ده.
    د باچا غوندی خبیثو کسانو زړونه او ژبی په قومی او سمتی تعصب لړلی دی.

    • د داعش نا جایزه پرکټیه ، ته او ستا په څیر مرتد خبیثان په نا علاجه ناروغي اخته یاست. فکر کوم چې ته هم د همدې مسلک پورې تړلي خبیث یې. د خپل بواسیرو تداوي دی وکړه. ته دومره نامرده انسان یې چې په هغه چا پسې شاته غیبت کوي چې د هغه روح الله ج اخیستي او د ځان دفاع نشي کولى. دا ستا په بړواتوب دلالت کوي. بله دا چې شهید داکټر نجیب الله د خلکو په زړونو کې اوس هم محبوبیت لري. تا سپط خپل اولادونه هم نه منئ. په ژوندون یې ستا د ناجایزه پلار پنجاب غاښونه په لاس کې ورکړي. ولې په هر صورت ته بړوه په ځواب هم نه ارزي.

    • بده درباندې ولږیده؟ هغه د پښتو متل چې وایې ” کوچنې خوله غټې خبري”په اسلام او سیاست کې ګوتي مه وهه دا کمیس په تا ډیر لوى دئ. بله دا چې هغه د بواسیرو تکلیف دی اوس څنګه دي؟ ظالمه اخر دی خپل ځان وشرماوه او خلکو ته دی خان معرفي کړو چې د همدغه مسلک سړې یې. دا خپل مسلک ته د جنیټیک رنګ ورکول دي له کوم وخت نه پیل کړي؟
      نور بې غمه شه پخوا خو به د اصحاب رسول ص ته سپکې سپوري لیکلي اوس چې هر چاته هر څه لیکي د ما لخوا ازاد یې ځکه ته داسې مسلک سره تړلي انسان یې چې له تاسره بحث د وخت ضایع کولو معنی لرئ.

  3. زمانې او سیاست ځپلی او البته د نجیب ګاؤ لخوا غوول سوی مُفلس ( باچا ) ځکه ګومان کوی چی غلام حضرت د داعش غړی دی چی:
    غلام حضرت د ” باچا ” د مور مړونو ( یهودو او امریکائیانو او انګریزانو ) ته خښمیږی ، څرنګه چی باچا خر غُل دی او په نړیوال ژئو پولیټیک نه پوهیږی او ګومان کوی چی داعش د غرب او امریکی دښمن دی خو د شوده زوی خبر نه دی چی داعش خپله د یهودو پلاس یوه جوړه سوی پروژه ده.
    نو خبره می دا ده چی ” باچا ” غوندی خببث کسان د نجیب ګاؤ په جهنمی استخباراتی دستګاه کی د روحی او جسمی شکنجو چل زده کړی ؤ او اوس ئی هم زړه غواړی چی همهغه فضاء حاکمه وی.
    د ګرانو لوستونکو څخه سخته بخښنه غواړم چی نامناسب الفاظ می کاروَلی دی، باچا او لوپر او نورو د یهودو بچیانو ته د سړی خښم راځی.

    • ستا مور خو د انګریز د نا جایزه اولاد پاکستانیانو تر پښو لاندې وروزل شوه او اوس د خزه امریکایانو مسته کړي او ته ورته انتن نه ورکوي. بواسیری تا ته خو به دا خبري عادي وي ځکه ته هم تر ډیرو … تیر سوي یې . د خپلو بواسیرو غم دی اوخوره او کنه دوسیه دی درپسې را اوباسم. بړوه الدینه ته خپله زړه غره ندي ساتلي نو ته په هیڅ نه شرمیږي. لوستونکو دغه بواسیري کورني اخلاق دومره ضعیفه دي چې د افغانانو رنګه یې بده کړي او هغه افغانان چې دا مرتد رزیل پیژني د ده او د کورني ټیټو اخلاقو په حالت یې شاهد دى. دوسیه دي ما باندې مه رابرسیره کوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب