سه شنبه, مې 7, 2024
Home+فنلنډیان بیا هم د نړۍ تر ټولو نېکمرغه خلک بلل شوي

فنلنډیان بیا هم د نړۍ تر ټولو نېکمرغه خلک بلل شوي

تاند- د هیوادونو د ولسونو په منځ کې د «نېکمرغۍ احساس» د سږ کال په راپور کې چې ملګرو ملتو خپور کړی دی، د فنلنډ خلک په پر له پسې اووم ځل په نړۍ کې لومړی ځای خپل کړی او خلک یې تر ټولو راضي یا خوشاله خلک بلل شوي دي.

په سږني راپور کې، د شمالي اروپا هیوادونه بیا هم د نړۍ د لسو ټاپ خوشاله هیوادونو د لیست په سر کې دي.

په دې فهرست کې له فنلنډ وروسته د ډنمارک، آیسلنډ، او سویډن نومونه راغلي دي.

افغانستان، چې له بیوزلۍ او د طالبانو له راز راز بندیزونو سره مخامخ دی، د ۱۴۳ هیوادونو د لیست وروستی هیواد دی.

د نېکمرغۍ احساس راپور د خپل ژوند، عاید، ټولنیز ملاتړ، سالم ژوند، ازادیو، او په ټولنه کې فساد په شان مواردو په اړه د خلکو د رضایت پر اساس چمتو کېږي.

په اسلامي هیوادونو کې کویت اوسیدونکي دوولسم بلل شوي.

اکثره هیوادونه چې نفوس یې ډېر دی، خلک یې د نېکمرغه یا خوشاله ملتونو د لیست په سر کې نه نه دي راغلي. په لسو ټاپ هیوادونو کې یوازې استرالیا، چې ۱۵ میلیونه نفوس لري او هالنډ راغلي دي.

دا راپور له تېرو لسو کلونو راهیسی خپرېږي. امریکا او جرمني، چې د نړۍ لومړی او درېیم اقتصادونه دي، د نیکمرغو هیوادونو د لیست په لومړیو شلو هیوادونو کې حساب شوي نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب