Homeخبرونهمجاهد: نه امریکا او نه کوم بل هېواد له افغانستانه ګواښل کیږي

مجاهد: نه امریکا او نه کوم بل هېواد له افغانستانه ګواښل کیږي

تاند (۵ شنبه، د حمل دویمه) د افغانستان په اړه د یو شمېر امریکایي جنرالانو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې، د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد ډاډ ورکړی چې نه امریکا او نه کوم بل هېواد ته د افغانستان له خاورې ګواښ پېښیږي.

هغه په خاص ډول، د داعش ډ‌لې په تړاو ویلي چې دغه ډله په افغانستان کې ځبل شوې او هیڅ کوم هېواد ته د خنډ جوړولو وړتیا نه لري.

د چارشنبې په ورځ، د امریکا په کانګرس کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ مخکیني قومندان د امریکا وتل د جمهوري نظام د سقوط یو لامل وباله. په دې غونډه کې دغه مخکیني امریکایي جنرال ادعا وکړه، چې طالبانو داسې ډلو ته پناه ورکړې چې پر امریکا متحده ایالتونو او امریکایي ځواکونو د برید په هڅه کې دي.

د طالبانو د واک لادې افغانستان په اړه ګڼې داسې نورې ادعاوې شوي، خو طالب رژیم رد کړي او د ځان خلاف یې تبلیغات ګڼلي دي.

طالب چارواکو په دې اړه د اسنادو غوښتنه هم کړې، چې کومه ډله په کومو امکاناتو د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ جوړوي.

په دې ترڅ کې، تر ټولو زیاته ناندرۍ د طالبانو د رژیم او پاکستان تر منځ ده او دغه هېواد په شدت سره د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو د موجودیت او له دې ځایه د پاکستان خلاف د بریدونو ادعا کوي، خو طالب چارواکي یې بې اساسه ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...