شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهمولانا نور الدین اغا: تراویح او د قران تلاوت په لوډسپیکر کې...

مولانا نور الدین اغا: تراویح او د قران تلاوت په لوډسپیکر کې مه کوئ

خبریال: خان خېل (پنجشنبه، د حمل ۲ مه) د جنوبي پښتونخوا د مرکز کوېټې مشهور دیني عالم مولانا نورالدین اغا په یوه بیان کې له دیني عالمانو او د قران کریم له حافظانو څخه وغوښتل چې په لوډسپیکر کې د قران کریم له تلاوت څخه ډډه وکړي.

ښاغلي اغا په خپل بیان کې ویلي چې د قران کریم اورېدل واجب دي او کله چې قران لوستل کیږي، په اورېدونکي باندې لازمه ده چې غوږ ورته ونیسي، په داسې حال کې چې ښځې، سپين ږیري، مسافر، لارویان او د ټولنې ډېر نور وګړي نشي کولی چې نور کارونه پرېږدي او ټول وخت د قران کریم تلاوت واوري.

هغه په دې هکله د سیمې د مشهور پخواني دیني عالم علامه شمس الحق افغاني یو قول د ثبوت په توګه رانقل کړی چې ویلي وو که څوک نفل لمانځه ته ولاړ وي او د قران کریم اواز واوري، نفل لمونځ دې ورته پرېږدي.

مولانا نورالدین په خپل بیان کې چې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی، ویلي چې په حرم شریف کې په لوډسپیکر کې د قران کریم د تلاوت سبب دا دی چې هلته په لکونو انسانان ولاړ وي او لمونځ کوي په داسې حال کې چې زمونږ په جوماتونو کې د لمونځ غاړو شمېر دومره ډېر نه وي او خلک له لوډسپیکر پرته هم اواز اوري.

مولانا نور الدین اغا ویلي چې په لوډسپیکر کې د تراویحو لمونځ ورکول او د قران کریم تلاوت نورو مسلمانانو ته ضرر ور رسوی او اسلام مسلمانانو ته له ضرر رسولو څخه منع کړې ده.

څو کاله مخکې هم خلکو په لوډسپیکر کې د تلاوت په وجه د زورول کېدلو له امله شکایتونه کړي وو او په دې لړ کې د کونړ ولایت یوې پیغلې د جومات خطیب ته په یوه لیک کې ولیکل چې د ورځې او شپې د کورنۍ خدمت کوي او محدود درې څلور ساعتونه د استراحت وخت یې د جومات د ختم اواز ور ګډوډوي چې له هغه وروسته د جومات امام په لوډسپیکر کې د ختم اورول ودرول.

5 COMMENTS

  1. هغه یی هم په هر صورت. کابل اوس د خنځیر ځامن له پشلمی څخه نیولی تر سهار آدانه پوری درته ترانی ږدی دا نوایی چی سبب د اذیت و نورو ته کیږی، کورونو کی مریضان دی، خلک له خوبه وباسی د شپی تر ناوخته ترانی، سهار ترانی ستاسو ښځی غی پدی اسلام ـ

  2. د قرآن تلاوت ته غوږ ایښودلو واجب کیدل خو لومړي ځل دى چې ما واوریدل. عجبه خو دا دي چې بې دلیل څخه یې واجب وګرزول او هغه هم د بل ملا په خوله. که تاسو متوجه سوي یاست همدغه ملا صاحب خپله هم په لوډسپیکر کې تقریر کوي. او غالبآ د جمعه مبارکه ورځ ښکاري. د جمعه خطبه اوریدل واجب دي ، نو بیا دې ولې خلکو ته ازیت جوړوي؟

  3. د طالب ترنم چې د جومات په لادسبیکر کې اورې نو هههههههه
    د ډیرو ګم عقلو سره مو سروکار شو.

  4. د جومات په منځ کې په لاسپیکرکې وعظ کول یا قرآن لوستل سم دي . اما که لاسپیکر غږ د جومات له انګړ نه دباندې او شاوخوا کورونو ته رسیږي او خلکو ته اذیت کوي ، واقعا چې د خلکو د اذیت او آزار سبب کیږي .
    په هر کار کې باید اعتدال په نظر کې ونیول شي .نه دومره ورو چې څوک د واعظ خبرې وانه وري . او نه دومره په لوړ غږ چې ماشومانو ، بوډاګانو او مریضانو ته مزاحمت وکړي .
    هرڅومره چې غږ لوړ وي ، خوږوالی ، کیفیت او مزیت یې له منځه ځي .له همدې امله ولس د ټالب له ترانو سره حساسیت او نفرت لري .

  5. سلامونه
    د قرآن کریم آیت دی:(..و اذا قریء القران فاستمعوا له وانصتوا لعلکم ترحمون..) .صدق الله العظیم.
    ژباړه:او کله چې قران لوستل کیږي نو غوږ ورته ونیسئ! ترڅو پر تاسو باندې رحم وکړای شي..
    د دغه آیت له امره به واجب وي!
    اروپا کې حتی آذانونه اجازه نلري چې لوډسپیکر کې وشي ځکه وایی زمونږ خوب او ورځنی ژوند اخلالوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب