پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeادبلنډه کیسهدرېدلى وخت | ایمل پسرلی

درېدلى وخت | ایمل پسرلی

یو ځاى مې لوستي و چې د ونې عمر د هغې تنې ته په کتلو معلومېږي. ستا د هديرې چنارونه چې گورم  لکه چې ډېر کلونه اوښتي دي. اصلآ مې پام شوى نه دى. دا وخت  درېدلى دى که زه په تېر وخت کې بند پاتې شوى يم. په ياد دې دي د خونې د دېوالي ساعت بېټرۍ چې ختمه شوه تا ويل مه يې بدلوه. تا ويل زه او ته چې يو ځاى يوو شېبې بايد ودرېږي. گومان کوم د هغه ساعت غوندې زما لپاره هم له تا وروسته وخت درېدلى دى. هېڅ مې نه دې په ياد چې څه وخت دى، کومه ورځ ده. هغه ورځ رستورانت ته تللى وم. هغه د سړک په پاى کې کوچينى رستورانت چې ژېړه رڼا يې ستا خوښه وه. اوس يې هم پيالې خورا پاکې وې، برېښېدې،  د گوتې په نوک مې ورو ورو وتړنگوله. ستا غوندې په کاچوغه نه چې نفر خدمت راوغواړې، ما هسې ستا په ياد کړنگوله. د گلانو دوکان ته ورغلم. هغه نجلۍ نه وه. باور وکړه نه وه. ورته ودرېدم يو برېتور خېټور سړى ورته ولاړ و، تندى يې تريو و لکه چا چې په زور ورته درولى وي. دى چې مې وليد گل مې هم وانه خيست. اوس به بيا ته غوسه يې چې ولې مې گل نه دى درته راوړى. دا به هم وايې چې نجلۍ نه وه ځکه مې گل وانه خيست. خبره د نجلۍ نه وه د  سړي تروه ټنډه وه. ما نه غوښتل له قهروړي لاسه د مينې نخښه راواخلم. هو هو پوهېږم پوهېږم ته يې نه منې. تا بيا کله زما خبره منله.

اې ته پوهېږې يو وزرى ژوند بې خونده دى. نه پوهېږم ستا به څه حال وي، زه بې مضمونه شوى يم.  غواړم بېرته عادي شم خو نه کېږي. اوس به بيا سترگې راوباسې غوسه به يې وايې به ولې نه کېږي دا هر څه ستا په لاس کې دي ستا مغز دى هسې نازک يې.  ټولې خبرې دې سمې دي خو باور وکړه نه کېږي.  هغه ورځ  د لندن زړه ته ورغلم. په واټ باندې يوه سړي وايلون غږاوه.  ته مې سترگو ته ودرېدې. تا اوږې ښورولې ما درته ويل مه کوه، تا ويل ته به مې ژوند ته پرېنږدې.  هېڅ پوه نه شوم چې وايلون غږوونکي کومه نغمه غږوله، زما سترگې پرانيستې وې خو پټې وې له تا سره وم، حتى پيسې مې د ده خولۍ ته وانه چولې. اوس به بيا غوسه يې چې کنجوس يم، باور وکړه د کنجوسۍ خبره نه ده فکر مې په تا کې بند و.

د همدې واټ کفې دې په ياد ده؟ هغه دويم پوړ کې د کړکۍ مخته چې زه او ته ناست وو. هغلته لاړم. کپاچينو مې اخيستې وه، نجلۍ پرې د زړه نخښه جوړه وه. تر هغو مې نه و ورپام چې پياله مې شونډو ته نژدې کوله. خندا راغله. بېرته مې کېښوده. لاړم تور چاکلېټي کېک مې هم واخيست. مه ډارېږه نه مې دى خوړلى ، په کولسترولو پام کوم، هسې مې ستا په ياد راواخيست. له کېک سره راکړې کاچوغه مې په پياله کې کېښوده، د زړه نخښه مې هغسې ړنگه کړه چې تا يو وخت نړولې وه، ويل دې، دې نجلۍ ولې تا ته د زړه نخښه جوړه کړه. خندا راغله. په بل مېز يوه ماشومه له خپلې مور سره ناسته وه ما ته يې کتل. کېک مې ورته ونيو. نجلۍ ورته کتل. شايد غوښت يې خو مور يې منع کړه، هغوى له هغه ځايه ژر پورته شول. نه پوهېږم هغې ښځې به د څه فکر راته کړى وي.

خو بده خبره رښتيا د دې اوس وه. دلته هديرې ته راتلم. په اورگاډي کې سپور وم. يوه نجلۍ  مخامخ راته ناسته وه. باور  وکړه ما که ويل ته ناسته يې، کټ مټ ستا غوندې وه. دغسې یې سترگې په رنجو لړلې وې، په زنه يې يوه دانه راختلې وه. خرمايي وېښته يې پر اوږو پراته وو. اوږدې نرۍ گوتې يې وې، ملا يې ستا غوندې نرۍ وه، د پوټکي رنگ يې کټ مټ ستا غوندې و. ورته کتل مې. باور وکړه نه پرې مړېدم. غوښتل مې ورپورته شم لاس يې په خپل رغوي کې ونيسم. په نريو اوږو يې سر کېږدم. په غاړه يې ښکل کړم. څټ يې وگروم. هغه په يوه تم ځاى کې کښته شوه. ورپسې ومې کتل، له تمځي دباندې نه ولاړه. هلته بل اورگاډي ته ايساره شوه. گومان کوم له ما وډاره شوه. ما يو څوک وډار کړل. اه خدايه اوس خلک له ما ډارېږي، دا نو څه حالت دى. يعنې زه واقعآ ډارونکى يم؟ دا ټول ستا له لاسه، تا ته چا ويل چې راڅخه لاړه شې، د دې هديرې خلک ته وا ښه دي؟

اې وبخښه شمعه مې هم نه ده راوړې، له ما څه جوړ شوي نه حافظه راپاتې نه فکر، زه بايد عادي حالت ته راستون شم ، ډېر وخت تېر شوى، گوره دا چنار څومره دنگ شوى. هغه دى د هديرې مسوول راغى، چې بيا به څه وايي.

–    وبخښئ وخت پوره شو، بايد دروازې وتړو.

د پلار کور ته چې تلې، د بس ډرايور هم دغه خبره کړې وه، گوره حافظه مې هسې  سمه نه بولې، ځم. خو اې ساعت ته بېټرۍ واخلم؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب