د فلسفې په تاریخ کی د (ارادیت ) و نظر ته د فلسفې د رومانیت نوم هم ورکول کیږي په اتلسمه پېړۍ کي فرانسي قاموسیانو والټر لامتري د یدرو او هولباخ غوندي نابغه خلګو د عقل او خرد او د ساینس پر فلسفه باندي د اعتماد خبره کوله، د هغوی استدلال دا و چی انسان د نورو حیواناتو څخه که ممتاز دی نو دا یوازي د عقل له کبله دی، نو ځکه د تهذیب او تمدن بنیادونه د عقل پر اساس باندي ولاړ دي، د دې په ځواب کې د مشهور فلسفي (روسو) استدلال دا و چې د تفکر او تدبر عمل یو غېر فطرتي عمل دی کوم چې د انسان او فطرت په منځ کي د ېوالونه پورته کوي د انسان مفاد په دې کي دی چي هغه د تعقل او تفکر لار پرېږدي او ساده فطرت ته باید چې غبرګون وکړي!
د خرد دښمنۍ اوعقلیت پسندۍ دتکذیب په سوب (روسو)ته ځکه تراوسه پوري درومانیت دپلارنوم ورکول کیږي ،روماني تحریک په شاعرۍ کي دجذباتو دپرجوش اظهار،په علم کي دساینس ردکولو اوپه فلسفه کي دعقل پرستۍ دمخالفت صورت اختیارکړی دادب په دنیاکي درومانیت لوی مقلدین هرډر ګویټې او شلرو، او په فلسفه کي رومانیت د مشهور فلسفي کانټ په توسط د شوپن هایر او نټشې په ارادیت کی د ځان څرګندونه وکړه:
الماني کانټ د فرانسوی مفکر روسو ډېرغټ مداح او مقلد و، هغه د روسو د عقل دښمنۍ تحریک ته ډېر تقویت ورکړ، د کانټ په فلسفه کي عقل او اراده وهیڅ مفاهمت ته نه ورسېدل، مخ پروړاندي دې تضاد د فلسفې دوه نوي مکتب فکر بناکړه:
۱ : یوصورت یې د المانیانو د عقلیاتي مثالیت پسندۍ به هیڅ وپېژندل سو، چي یې مشهور شارح هیګل وو ،د هیګل په خیال کي شعور په سر سره حقیقت کبریْ دی په نتیجه کي یې درجایت (پرامیدي) فلسفیانه نظر ومنځ ته راغی، یعني هرڅه چي یې په صحیح معنوکي موجود دي هغه خیردی :
۲ :دوهم تحریک د شوپن هایر د ارادیت په نظر کي د عقل پرستۍ پرضد خپل عکس العمل ښکاره کړی:
شوپن هایر بې شعوره ړنده اراده حقیقت ګني و د هغه په نظرکي عقل د دې ړندې ارادې یو سطحي اوضمني صورتحال دی ،یعني هغه و ارادې ته پر علم باندي اولیت ورکوي، او عقل د ارادې غلام ګڼي، د دې په نتیجه کي د قنوطیت (یاس وغم) نقطه نظر منطقي حوال د ژوند اساس ګرځي یعني ژوند فقط د غم او دوک نوم دی، دې خیال د شوپن هایر او نټشې په افکارو کي د تعقلي پرستۍ د دښمنۍ صورت اختیار کړ:
شوپن هایر په ۱۷۸۸ کي د ډان زګ په ازادښار کي د یوه تاجر هنرچ په کور کي پیدا سو او د مور نوم یې یوحنا و، چي د خپل وخت ډېره ښایسته ذهینه او نظربازه ښځه وه، کله چی د پروشیا باچا فرېډریک اعظم په ډان زګ ښار باندي تېری وکړ،او دا ښار یې په خپل اقلیم راګډ کړ نو ، د دوسۍ باوجوده هرچ دخپل کهول سره دهنبرګ وښارته ګډه وکړه ،هغه وخت زموږ ممدوح شوپن هایر دپنځو کلو یوکوچنی هلک و،په محال کي هنرچ دکاروبار کولوسره دڅه ذهني ناروغتیاو،سره مخامخ سو چي شوپن هایر د اوولسو کلونو وعمرته ورسېدی نوپلاریې یوه ورځ له بالاخانې څخه لاندي راولوېدی اوغرق سو،ځینو خلګو دا اشتباه ورباندي لرله چي هغه دخپلي ښځي دبیوفایي نظربازۍ په سوب ګرسره خودکشي وکړه :
دهنرچ دمړیني پسته یوحنا د(ویمر) وښاته نقل سوه چي داښارپه هغه وختونوکي د ادب او سوشل ژوند یومرکز اومحور ګرځېدلی و،یوحنا د ازاد محبت کولو دنظرلرلو سره،سره په دې وختوکي دیوه معروفي ناول نګاري په حیث ځانګړې پېژندګلوي پیداکړې وه،دهغې کور د ادب اوفن د غټوخلګو دناستي ځای وګرځېدی ،دګویټې په څېرلوړ شاعران اوفلسفیان به دلته راتله اوپرفن اوعلمي موضوعاتو باندي به یې بحث اومباحثې ترسره رسولې :
په دې وختوکي دشوپن هایر اومور ترمنځ تعلق دنفرت په رشته بدل سو،شوپن دهغې دمنفي کردار په سوب اوهغې بیاهم د ده دخودپسندۍ په حواله د ده څخه نفرت کاوه ،دواړه له یوبل څخه جلا جلا په دوو ښارونوکي ژوند تېراوه ،دمورسره ددې منفي تعلق یعني نفرت نتیجه دا راووته چي شوپن هایربیا دهرچاسره دنفرت کولو په ستړې اخته سو:
هغه یوځای لیکي :چي دشعوري ژوند له اولینی ورځي څخه زه ځان ددنیاسره دجګړې اوتضاد په حالت کي وینم !
چي دکاروبار زړه یې نه درلود نوتجارت ته یې شاکړه او دګوټن ګن په پوهنتون کي یې هراړخیزي مطالعې ترسره ورسولې له دې څخه وروسته یې بیا دبرلن په یونیورسټي کي دنورو عصری علوموسره تعلق پیداکړی اوخپل زړه او ذهن یې په منورکړ:
یوه ورځ چي دمورملاقات ته (ویمر) ښارته راغلی و،نو دلته یې د(ګویټې) او (وېلینډ) سره یې پېژندګلوي پیداسوه،سترشاعرګويټې د ده له افکارو څخه ډېرمتاثرو،چیري چي د دواړو به خیالاتو کي ترډېره حده هم اهنګي موجوده وه،هلته هغوپه فکري حواله تضادات هم سره دلوده دشوپن هایر په حواله دګویټې په دعویْ سره دا خبره کوله و چي یوه ورځ به دا ځوان موږټوله خلګ دفکر د ارتفاع پراساس باندي ترشا پرېږدي ، ګویټې په خصوصیت سره دشوپن هایر دتفکر پرځای د وجدان د امتیازي نظرډېر قایل و،(یعني شوپن هایر د حقیقت د ادراک په حواله عقل مجهول او وجدان رساګڼي) هغه (شوپن هایر) ویلینډ ته د ژوند د حقیقت په ترڅ کي په دې الفاظو خپل نظروړاندي کړی و،ژوندیوډېر بې اعتباره څیز(یامظهر) دی نوځکه زه اراده لرم چي دی(یعني ژوند) پردغه موضوع باندی په غورکولوکی تېرکړم :
په دې وختوکي شوپن هایر د(عقل دڅلورومنابعو) په نوم یوډېراهم کتاب لیکلی و،موریوحنایې په ډک محفل کي ډېرپه سپکاوي سره تذکره وکړه،او په استهزا سره یې وویل :
چی دانوم خو د یوه حاکم دنسخې عنوان ښکاري ،شوپن هایرورته ځواب ورکړچي موري ! هغه وخت به په زغرده راسي چي ستاناولونه به په دري کاغذونو کي خرڅیږي اوته به زماپه نوم سره پېژندل کیږې ،دا دمور اوزوی ترمنځ اخري ملاقات و،دوی بیاپه ژوندکي کله هم سره یوځای نسول :
شوپن هایرله دې وروسته بیاد ډرسډن وښارته د اوسېدلو لپاره مهاجرت وکړ ،هغه به د ډرسډن په ارټ ګېلریانوکي په ساعتونو،ساعتونو دحضرت مریمي وهغه مجسموته کتل کومي چي نامتو مجسمه ساز(رافیل) جوړي کړي وې هغه دتنهایي ژوند تېراوه او اکثره به یوازي دسیل دپاره په باغچوکي ګرځېدی ،یوه ورځ دسیل په جریان کي الي ورځنی پوښتنه وکړه چي ته څوک یې ؟ شوپن هایر په ډېره حیرانتیا سره ورته وکتل او ورته ویې ویل (که چیري ته وماته زمااصلیت راوښایې نوزه به ستاډېر احسانمند سم) مالی پرخپل ځای حیران پاته سو اوشوپن هایر په بې پرواهۍ سره مخ په وړاندی ګامونه واخیستل :
دخپل ځان پېژندګلوي دهغه دپاره یوډېرمهم اوفطري سوال و،هغه به دځان اود دنیا په ماهیت اوحقیقت باندي هروخت ژور غور او فکرکاوه،هغه یوځای لیکي :
چي دا دنیا زمادتصور په سوب موجودګي لری ،لمرځکه موجود دی چي زه یې وینم ،انسان په حقیقت کي په خپل سرهم یوخوب دی !
په ډرېسډن کی د اوسېدلوپرمهال وهغه ته خپل وجود د کایناتي ژونددخوب یوه برخه معلومېده دهغه په نظرکي ژوندکول ،خوبونه لیدل ،په خودسره انسان ،مځکه،اسمان دا واړه له اسراره ډک دیوه کتاب ابواب یاعنوانات دي :
مخ په وړاندي بیاهغه ځان اوخلګ په دې سوال سره پوښتني (ښه نوبیا دهغه خوب حقیقت څه دی چي نوم یې شوپن هایردی؟ که څوک وماته ددې ځواب راکړي نوزه به یې ترژونده شکرګزاربنده سم )!
په دې شپواو ورځو کي هغه په ویښه سره د خوبونو د لیدلو شاعرانه شغل سره اخته زړه درلودی اوخپلي فلسفې ته یې دیوې معروضي بڼي د ورکولو ستړي په تسلسل سره پرځان منلې وه ،دا ذهین اوفطین انسان په بله خوادخپل ژوندپه حواله دغېرعقلي وسوسو ښکارزړه اوذهن هم درلود، دبې ځایه خوف ښکاراودخودپسندۍ په رنځ اخته یوتنهاسړی و،هغه پرخپل ځینو عادتونو په خپله هم ناخوښه احساسات درلودل لاکن بیابه یې دافلاطون په دې قول سره وځان ته تسلي ورکوله چي (نابغه (جینیس) خلګ عموماً عیبجن کردار لري ،هغه دخپلي ناقدرۍ په سوب به ډېرغمجن ګرځېدی هسي هم هغه دماتمابود په څېرله هلکني څخه دژوند دبې ثباتۍ په حقیقت پوه زړه او ذهن درلود،دیاس دوک او درد دا نوی پېغمبر چي دمسرت د موجودګۍ څخه انکاري وو،نوبه یې ژوند له طرب څخه عاري بڼه ولي نه درلوده ،هغه د ژوند د منفیت پېکروو،اودمسرت د تکذیب په فلسفه اخته ژوند او ژواک یې تېراوه :
هغه به عموماً له ځانه دا پوښتنه کوله چي انسان د کاینات له عظیم خوبه څخه څرنګه علیحده حقیقت لری ؟او هغه خپل ځان په څه ډول پېژني ؟ د ده په حواله یې ځواب دا وچي (دخپلي ارادې په توسط) دبدن دعمل د ارادې د قوت په نتیجه کی منځ ته راځي د ارادې دجبلی طاقت به سوب ژوند حرکي صفت لری ،دهغه استدلال ووچي په انساني ژوندکي اراده دبنیادی جوهرحیثیت لری ،ذهن د ارادې دمریي وظیفه اداکوی اود ارادې دتقاضودپوره کولودپاره هروخت ومنطق ته هڅه کاندي نوصورت یې دا جوړسو چي ذهن اوجسم د ارادې اوزاردی ،ژوند د ژوندکولو دجبلي ارادې په نتیجه کی موجودګي لري ،ترکومه حده چي د ارادې اصلیت دی نه یې څه مقصد نه یې محرک نه یې نصب العین اونه یې څه حدسته ،هغه یوه ړنده اوبې مقصده حرکي جذبه ده چي ځان اوهرڅیز دتباهي وخواته وړي ددې نظروړاندیزهغه (دنیا د اراادې اوتصورپه توګه )په نوموړي کتاب کي په صراحت سره کړی دی :
کانټ به ویل چي د ابدي حقیقت ادراک دیوه انسان دپاره هیڅ امکان نه لري لاکن دهغه تقلید کوونکو له دې څخه اختلاف وکړواوویې ویل چي دا یوممکن کاردی نو ځکه فشټې وهغه ته دمطلق خودۍ شلنګ د وجود مطلق د عین مطلق اوشوپن هایردافاقي ارادې نوم ورکړ، شوپن استدلال درلودچي عقل فقط د ظواهرو سره سروکارساتي که نه موږ چي په خپل ذهن کي په وجداني توګه دکوم حقیقت تصورترلاسه کوو دا فقط اراده ده،دژوند اراده د زندګۍ دپاره بنیادي اصول او دمحرک کارترسره رسوي :
عقل په خپل فطرت کي دښځي کردارلري ،دی هغه وخت څه ورکولای سي کله چي څه حاصل کړی ،په خپل حقیقت هغه دبې مغزه چلکې سره مناسبت لري :
شوپن هاثرافاقي اراده دصوفیا د روح کل سره مماثل ګڼي څوک چي په مادي کاینات کی جاري وساري یو ابدي قوت دی په دې حواله دی دوحدت الوجود ونظریې ته ډېر نژدې ولاړدی، د ده په خیال کي دعالم واړه موجودات د ارادې معروضي صورتونه دي، د ده په نزد غېرشعوري غېرعقلي ړنده افاقي اراده دحقیقت کبریْ دوهم نوم دی یعني په کاینات کي فقط یوڅیزحقیقي دی اوهغه غېر منطقي اراده دشوپن هایر له دې مابعداطبعیات څخه په منطقي توګه د قنوطیت د (مایوسۍ ناامیدۍ) نظریه متفرع وینو،هغه افاقي اراده همه ګیره،شرامیزه اودتمام دوک درد ماخذ ومنبع ګڼي هغه مخ په وړاندي وايي چي په انسان کي دژوند اراده دتمام شروفساد سوب ګرځېدلې ده ، ژوند د دوک درد یوه صحیفه ده ،چي هره فقره یې په غم سره لړلې ده ،په دنیا کي د مسرت هیڅ هم وجودنسته ولي چي نیمګړي خواهشات د اذیت باعث ګرځي اوکه پوره سي ،نودبېزارۍاحساس ورځني پیداکیږی اودعلم زیاتوالی لا نور د دوک باعث جویږی ،شوپن هایر د بت مت او هندومت مذهب له نظریاتوڅخه ډېر متاثریوسړی و،دګودم بت په څېر دی هم خودغرضي دشر اساس ګڼي هغه به ویل چي انسان باید چی خپل خواهشات ترپښو لاندي کړي او په د دې ډول د خپلي خودغرضانه ارادې نفسي وکړي د ارادې د بې پناه تصرف څخه دخلاصون دباره نفس کشي ضروري ده ،د ارادې په مرګ کي دانسان نجات پټ دی د ارادې له تسلط څخه د برات دپاره دا خبره ضروري ده چي انسانان باید چي د کوچنیانو له پیدایښت څخه ډډه ووهي نوبیا به نه ژوند وي اونه به دوک :
دشوبن هایرپه نزد جنسي جذبه دشرامیز او افاقي ارادې دپاره تخلیقي وسیلې په توګه استعمالیږي ولي چي داجذبه ښځه په نارینه کي راپاروي ،نو دکشتن وړ ده په همدې سوب هغه دښځو یوغټ دښمن فلسفي وو:
هغه به ویل چي المانیان دتاریخ ترټولو زیات احمق خلګ دي خولاکن په دې سوب ترنورو قومونو بیابهتر او برتر دي چي هغه دمذهب درجعتي اثراتو څخه خلاص زړونه او اذهان لري:
دشوپن هایرلیکلی کتاب دخلګو په زړوکي په ښه توګه ځای نه ونیوی اوپه دې شپواو ورځو کي یې دبرلن په یونیورسټۍ کي دیوه استاد وظیفه په برخه سوه دخپلي خودپسندۍ پراساس باندي یې دخپلو لکچرونو وخت د ډېرمعروف فلسفي هېګل دلیکچرونو دوخت په مقابل وټاکل ، دده طمعه دا وه اوداګمان یې کاوه چي دفلسفي دیوروښان لمرپه څېر تسلیم کړي لاکن د ده دا ارمان ترسره نسو اوچي کله ده دهېګل پشان کي کي سپکه ژبه هم ورپسي استعمال کړه نو پاته شاګردانو هم د ده له درسه څخه مجتنب وګرځېدل اودی یواځي پاته سو،او ده به بیا ویل چي دا بې قوفه خلګ دا استعداد نه لري چي مااو زما فلسفه وپېژني په دې صورتحال کی هغه داټلي سفراختیارکړ،داټالیا د لازوال ښایست حاملو پېغلو په صحبت کي یې څه عمرتېرکړ،ویل کیږي چي هلته د انګرېزي ژبي مشهورشاعر بایران سره د ده ملاقات هم وسو،خودفلسفې میني بیرته المان ته راستون کړ،د ژوندکولو ارادې هغه تل ترتله په حرکت کي ساتی:
هغه به ویل چي هرڅوک د ژوندتمه لري او ژوند دځان سره خودغرضي اوهوس منځ ته راوړي اومرګ د ژوند ابدی دښمن دی هغه به ویل چي ژوندی حال ،په مړه ماضي کي ځان بدلوي، هغه به ویل چي ژوندپه التواکي د پراته مرګي نوم دی ،زموږ د پیدایښت سره سم،مرګ بیا د یوه دعویْ دار په حیث راته حاضرسي،دا وجه وه چي هغه د زوند دبې ثباتۍ ذکرپه تکرارسره په خپلو نقارشاتو کي ساتي :
ډاکټرهیرالډ هوفډنګ A History of modern philo soply یعني (تاریخ فلسفه جدید) کي لیکي چي شوپن هایرد شلایر ماخر په څېر یو انتقادي فلسفي و،دشوپن هایرفلسفه د مشهورالماني فلسفي کانټ څخه راوتلې وه ،دشلایرماخرفلسفه د(تصوریت) ترڅنګه د رجایت (پُرامیدۍ) صفت درلودی ،هغه ددې حقیقت قایل و،چي عقل دفطرت اوتاریخ په غېږکي خپل ځان په ارتقایي توګه منکشف کړی دی خو شوپن هایرددې برعکس دغرب دواړو فلسفیانه مکاتب فکرسره اختلاف دی،دغرب فلسفې او مذاهبو زیات وکم پردې خیال باندي باهمي اتفاق درلودی چي (هستي) په خپل اصل کي د هم اهنګۍ اوموافقت صفت لري لاکن شوپن هایر د ژوند د انتشار ،دوک او درد حقیقت په نظرکي ساتي او په دې تناظر کي دا استدلال لری چي (هستي) په اخري تجزیه کي به جوهري حواله،نه هم اهنګي لری اونه موافقت ،هغه نه مقصدلري اونه حد،بس د ژوند یوه ړنده اوبې تابه اراده لري :
دشوپن هایرپه تحریرونو کي دمایوسۍ ،غم و اندوه له کیفیت سره ،سره ژورنفسیاتي بصیرتونه ،علمي دانش مندي او فلسفیانه افکار،په شاعرانه اسلوب کي په کمال سره وړاندي سوي دي هغه که څه هم د ارسطویا دفریډرک هېګل په څېر دمنطق په زور یوباضابطه نظام الافکار نه دی متعارف کړی لاکن په کایناتو کي یې دانسان دمقام دتحسین اودهغه د مقدر د ټاکني هڅه ضرور کړې ده ،هغه د انساني فطرت د تضاداتو او طرزعمل د فریبونو اومحرکاتو تجزیه په ښه توګه ترسره رسولې ده ،دهغه په مقالاتو کي دحکمت او دانش روڼي ملغلري خورې ورې پرتې دي کومي چي د بني ادمو د بصیرت او اګاهۍ د ودي او منورتیا باعث ګرځي :
له هغو څخه ځینې اقتباسات:
هرسړی دخپل شعور په حدود کي راګیردی ،هغه له دې حدود،څخه دباندي نسي وتلای،لکه هغه چي دا قدرت نلري چي دخپل پوست څخه دي وورځي !
دژوند مینه په حقیقت کي دمرګ له خوفه پیداکیږي عقل د دانش اوپوهني دمقوله په ازبر کولو سره نه بلکې دتجربې پربنیاد باندي پیداکیږی !
فقط دغیرمعمولی ذهن او کردار څښتن سړی تنهایي خپلولای سی انسان خپله بې پناه خودپسندی دښایستګۍ اوحسن اخلاق په پردو کي دپټولو کوښښ کاندي !
یوصحت مند فقرجن تریوه مریض باچازیاته مطمین ژوند تېروي دیوې ماڼۍ جوړوونکي مزدوران اومعماران دهغې دمکملي نقشې سره پېژندګلوي نلري ،همدغسي یوانسان دشپې او ورځي په ګرداب کي د ژوند دجامع اوبشپړه تصور څخه دغفلت په حال کي اوسي !
هغه خلګ دمحفلونو هواداره وي چي له دننه څخه دخالي ګوګ په مثال وی ،هغه د داخلي وېرانۍ څخه دپناه حاصلولو دپاره ،دخلګو د رفاقت قوت اخلي ،له ډېر دولت څخه دبېزارۍ کیفیت زیږي !
یوعالم سړی که دهرڅومره کسرنفسۍ څخه کار واخلي خوخلګ به دی د ذهني برترۍ په سوب کله هم معاف نکړي ،نابغه خلګ عموماً دوستان نه لري ولي چي هغه دخپلي باریک بینۍ پر اساس د هغوپه فریبونو باندي زغرده خبرسي !
زموږ دې خودپسنده ممدوح به دا په ډاګه سره ویل چي دکانټ څخه وروسته هیڅ چاهم(لماڅخه پرته ) دفلسفې د ودي دپاره مثبت کارنه دی کړی لاکن تردې وخته لاهغه د زمانې دناقدرۍ ښکار و،خو ده د راتلونکي په هکله دا یقین درلودچي زمانه به یوه نه یوه ورځ زمافلسفیانه لوړمقام ضرور وپېژني :
چي لا دناقدرۍ دستړي سره مخامخ و،نودفرینګ فورټ په ښارکي یې دګوښه نیشنۍ ژونداختیار کړ،دفکر معاش څخه ازاد ،چي پلرنی دولت یې په سم کار اچولی و،دژوند د ضرورتونو کفایت یې په ښه توګه کېدی نودخپلي فلسفې د ودي او تکامل دپاره یې ښه په دل جمعي سره دلته اووه ویشت کلونه تېرکړه ،د دنیا د ادبي جګړو اومعرکو څخه ګوښه ګیر دې فلسفي دخاموشۍ او چپتیا ژوند خوښاوه ،دژوند معمولات یې ترپایه ،بیاتغیر نه سول هغه به هرسهارپه سړو اوبولمبېدۍ اوپه سهارني ناري کي به یې کافي څښله ،دخپل سرای پرمالک به یې لعن طعن وایه ،ترغرمې پوري به یې لږترلږه درې ساعته لیک اولوست کاوه ،دغرمې د ډوډۍ څخه نیم ساعت وړاندي به یې شپېلۍ ږغوله ،وروسته به یې په (ډي انګ لیټري) نومي مشهورهوټل کي دغرمې ډوډۍ خوړله کله چي به کورته راغی نوبه یې بیایوکپ کافي څښله او بیا به یې مطالعې کولې ،په ماځګیرکی به دخپل سپین ښایسته سپي سره بیاسیل ته وتی دسیل وروسته به دماښام د ډوډۍ دپاره بیاهغه هوټل ته ولاړ،بیابه یې لږشراب وڅښل ،وروسته به کله دموسیقۍ ویوه محفل ته یابه وتهیټرته ولاړی ،په اخرکي به یې دهندو صوفیانو لږمطالعه کوله ،مقصد یې دا و چي دصالح ارواح خلګو په څېر ښه خوب ورته ورسي :
هغه به دخپلي مطالعې په خونه کي تمباکو څکول ،دلته یې دمشهور فلسفي ایمانیول کانټ اومهاتمابت دو ې مجسمې هم ساتلي وې ،هغه دهندو صوفیانو دترک دنیادفلسفې څخه ډېرمتاثرو،هندو صوفیانو به د زوند پر بې معنویت او لا حاصلیت باندي ژور غوروفکرکوی اودمرګ و راتلو ته به ډېر خوشبین او هواداره اوسېدل ، ددې صوفیانو تراثرلاندی شوپن هایر هم په بیرته عدمیت(نېست) دمرګ له لاري ،ژوندیو لوړ مرام ګڼي ،هغه دانسانیت دمکمل خاتمې خبره کوله ،هغه دمرګ په سوب د ارادې ،نېست ارمانجن زړه درلودی :
پوښتنه کېدای سي چي نوښه بیادمرګ د انسان دټولو ستړو،دخاتمې باعث ګرځیدای سي ؟ خو زموږ فلسفي و دې سوال ته د (نه) په کلمې سره منفي ځواب وایي ،په دې لړکي دهغه استدلال دا دی چي که یو وګړی خودکشي وکړي نود ژوند عمومي خواهش اوهلي ځلي به بیاهم جریان ولري د یوه فرد یا دیو څوخلګو په مړینه سره د ژوند دا بهیر پرځای نه دریږی ،که جزونېست سي نوڅه دکلُ عمل خوبه په زمان مکان کی مخ په وړاندي روان پاته وي ،دژوند کولو عالمګیر اراده ،د انواع د جنسي اعضاوو،په توسط پرخپل ابدي دښمن (مرګ) باندي واک اوتسلط ساتلی دی ،دفطرت اصول دادي چي هغه د یوه فردهیڅ هم پرواه نلري هغه دنوع (کلیت) سره سروکارساتي ،کله چي یو فرد دنورو افرادو دپیداکولو وظیفه ترسره ورسوی نود فطرت دپاره دی بیا یو بې مصرفه اوناکاره غوندی څیزپاته سي :
آ،دنسل تسلسل هم دفطرت له خوا څومري یوغټ ظلم دی ! اوپه حقیقت کی موږڅومري بې عقلان خلګ یو،چي دمحبت په نوم په دې جال کي بند او اړپاته یو !
دا دمینی دمنکر اودښایست دتکذیب کوونکي فلسفي هغه نظر و،چي دکوم پراساس باندي هغه دښځي د موجودیت څخه ډېر متنفر و،نوځکه ټول عمریې په تجرد کي تېرکړ، هسي اشتباه ورباندی کیږي چي دیوې یا دوو ښځو سره یې جنسي اړیکي هم درلودې ،اودیوه کوشني ناجایزه پلارهم ګرځېدلی و،خوبه عمومي توګه دښځو له رفاقت څخه یې ډډه کوله ،اودتنهایي اویوازيتوب ډېرلېواله و،هغه به ویل که چیري زه پاچاسوم نوبه زمااول حکم دا وي چي مایوازي پرېږدﺉ !
هغه به ویل چي د واده رواج دقدرت لخوا یوفریب دی کوم چي قدرت ددې دنیاترټولو بدعمل یعني ژوند د تسلسل دپاره دانساني معاشرت برخه ګرځولی دی ،دا د ژوند دجبلت او ارادې ترټولو زیات حقارت امیزه او افسوس ناکه اثبات دی چی قدرت یې د واده په نوم ترسره رسوي ،شوپن هایربه په تکرار سره دا وینا کوله چي د دنیا په لاینحل عقدو کي یوه عقده دا ده چي وقابل نفرت ښځي ته یې دجنس لطیف نوم ورکړی دی :
دسپایي نوازا فلسفه لکه چي ویل کیږی دخدای د ذات داثبات فلسفه ده خو ددې برعکس دشوپن هایرفلسفه بیاد شیطان دعظمنت اودخدای دانکارفلسفیانه استدلال وړاندي کونکې هڅه کاندي ،دعمرپه اخیري وختونو کي دجسماني صفت باوجود دهغه ذهني قوه هغسي تېزه او نظر یې هغسي منطقي صورت درلودی کوم چي یې دځوانۍ خاصه وه داهغه وخت و،چي دنیادشوپن هایر لوړ فلسفیانه مقام منلو ته غاړه کښېښودله ،خوهغه اوس دفلسفیانه بې اعتنایي اوبې نیازۍ پرلوړمقام ولاړ و، هغه به په شپو،شپو دچاسره خبر نه کوله اوپه تېرو،لسوکلونو کي هغه خپل یوتحریرهم چاپ نکړخو ۱۸۳۵ م کال کي هغه (دفطرت د ارادې) the will in nather په نوم خپله درنه او ارزښت ناکه مقاله خپره کړه اوس خلګو دهغه تحریرونه ویل او هغه یې دیوه نوي فلسفیانه دور، پېغمبر ګڼی، د مدح اوصفت یوطوفان راپورته سو خوهغه له دې تعریفونو څخه اوس یو بې پروا حقیقي فلسفي و ،هغه به ویل (ماټول عمرپه ناقدرۍ اوبې وقتۍ کي تېرکړ او س دې خلګو ډول اوسرناوي په دې سوب راوړی دي چي زمادمرګ په جلوس کی یې وږغوي اوخپل زړونه پرې ښادکړي !
دنیاشوپن هایرله نوي سره څخه کشف کړ خوهغه د مایوسۍ اومردم بیزارۍ له فلسفې څخه (دمایوسۍ حوصله) ترلاسه کړه مردم بېزارۍ دیوفېشن (دستور) شکل اختیار کړ، هرچابه دهغه کتابونه لوستل اودهغه داقول به یې په تکرار سره ادا کاوه چي فقط کامل فناه دانسان اخیري رښتونی خواهش کېدای سي بله هیڅ هم نه !
د وجود لاحاصلۍ او د ذات دفناه درس ورکوونکي زموږ فلسفي اوس خورا ضعیف سوی وو، خو د ډاکټر د وینا برعکس اوس به هم په چټکتیا سره د ماځیګر پر وخت سیل ته تلی، دا هغه وخت و،چي داختلاح قلب د ناروغتیا سره مخامخ سوخونه یې دوا او درمل کول اونه یې د ارام کولو مشورې ته غوږ نیوی :
ډاکټرګوونر به په دې وختونوکی اکثره د ده ملاقاتونو ته راتلی دا د اټلي او فرانس د ګډ یرغلونو دور و، په ۱۸۶۰ م کال کي ایټالیا وقابض اسټریا ته شکست ورکړ، په امریکا کي دشمال اوجنوب خانه جنګي په ډېر زور سره شروع وه او نور داسی ډېر موادو چي موجب دفلسفیانه غوروفکر ګرځېدلای سوای ډاکټرګوونر اوشوپن هایر به پردې باندي ژور بحثونه کول:
هغه به په دې تناظر کي دا استدلال وړاندي کاوه چي (په کاردی چي زموږ د وجود دلاحاصلۍ اوتش لمنۍ حقیقت قبول کړو ،عظیم انسان هغه څوک نه دی څوک چي ډېرملکونه محکوم او فتح کوی بلکې عظیم انسان هغه څوک دی څوک چي دژوند د کولو د ارادې نفي وکړی او د مستقبل تاریخ به د جنګ بازانو د خونریزۍ او ظلم وستم سره بحثونه نه کوي بلکې هغه به دامن دپلویانو او دتسلیم ورضا دمسلک لرونکو په تذکره سره معموري او مزیني ورقي ولري اودابه هغه ښایسته او رسېدلی خلګ وی چی نه به د ژوند په هکله څه پښېماني اونه به دراتلونکي په هکله ارادې لري ):
شوپن هایر دسهاردناري (ناشتې) پرمېز باندي ناست د خپل نوي کتاب پروف ریډنګ یې کاوه او د سرای د مالکي انتظار یې کاوه، چي دمعمول سره سم به یې کافي ورته راوړله عین په دې وخت کي هغه دخواهش دغیرضروري بهیر څخه د فرار لار ولیدله ،په اوسنۍ ورځوکي په شوپن هایر (لکه څرنګه اګاهو چي مو ذکرکړی وو) د ډریډن و ارټ ګېلریو ته تلی اوهلته به یې په ساعتونو ساعتونو د حضرت مریمی د هغو مجسمو په ژور نظر سره جایزه اخیستله کومي چي نامتو مجسمه ساز رافیل تخلیق کړي وې اودهغې پرڅېره باندي دلیکلي تحریرونو دویلو هڅه به یې کوله ،دده په نزد پرهغه څېره باندي دژوند دوک او مرګ دصورت تبدل ستړي تاریخونه نقش پراته وو.
نو،ښه دژوند له دې لاحاصلۍ اوبې وقتۍ څخه د امان ذریعه څه ده ؟ شوپن هاثربه په دې لړکي دا استدلال وړاندي کاوه چي صرف فن(ارټ) دخواهش دتسلسل څخه دخلاصون ذریعه جوړیدای سی فن هغه خالص خیال دی کوم چي د زمان مکان دګرداب څخه دباندي ازاد حقیقت لري هغه دطوفاني بارانونو څخه وروسته د راختلي پرسکون قوس قزح مثال لري :
ګرسره د ارټ مطلب څه دی؟ دهغه په خیال کي ددې څخه مراد د انفرادي شخصیت څخه دست برداری اوله تمامو خواهشاتو څخه دبېلتون عمل دی (یعني ارټ د انفرادي شخصیت او د مادي خواهشاتو د رد عمل ترسره رسوي) هغه به دکانټ thing-in ilself په تناظر کي دا فلسفیانه استدلال وړاندي کاوه چي عامي خلګ پر اشیاوو،باندي فقط دومر توجه ورکوی څوچي هغه ددې د انفرادي ارادې سره تعلق لري ،دفنکار ،فلسفي اوشاعررویه له دې څخه توپیرلری ،هغه دخپلي انفرادي ارادې له حصاره څخه دباندي راوځي او دا هڅه کوي چي د اشیاوو،خپل حقیقت وپېژني څرنګه چي هغه دی ،یوفنکار د ذاتي خواهشاتو له فرېبونو خخه ازاد وی ، د دنیا او د اشیاوو،دحقیقت د ادراک کولو هنریې زده وي ،هغه خپلي ارادې د ازادۍ دانايي تابع وګرځوي ،هغه دانایي چي د ذهن له ځنځیرونو څخه هم ازاده وي هغه له خپله ذاته څخه ماورا ،او دخواهش له خوفه خلاص دامن پرافق باندي د ازادي دانایي ښایسته منظر په نظرکي ساتي :
ژوند ،دوک،مرګ ….اودتبدل صورت !
د مکان مالکي د کافي پیاله نژدې ورته کښېښووله اوپربیده شوپن هایرباندي یې ږغ وکړ:
ډاکټر شوپن هایر! خو هغه دځواب ورکولو دپاره دلته موجود نه و، هغه ستړي اوس د مرګ د هوسایۍ لارخپله کړې وه دا د ۱۸۶۰ م کال د سپتمبر۲۱ نېټه وه چي دیاس دوک و درد، دا پېغمبر په خپل ذات کي د ژړي لمرپه څېر غروب سو .