یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهافغان فوټبال لوبډله بېګا ته هند سره لوبیږي

افغان فوټبال لوبډله بېګا ته هند سره لوبیږي

تاند (۵ شنبه، د حمل دویمه) په پام کې ده چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ نړیوال جام  او ۲۰۲۷ اسیا جام غوراوي سیالیو په لړ کې، بېګا ته د شپې په ۱۱:۳۰ بجو د هند پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

دغه لوبه د افغانستان په کوربتوب د سعودي عربستان په داماک لوبغالي کې ترسره کیږي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي تلویزون خبر ورکړی، چې یاده لوبه به په ژوندۍ او قانوني بڼه پر ملي‌سپورټ تلویزوني چینل خپره شي.

د دې سیالیو دویمه لوبه د هند په کوربتوب د روانې مارچ میاشتې پر ۲۶مه نېټه د هند په ګواهتي ښار کې ترسره کیږي.

تر دې دمه افغان لوبډله له هند سره په ۱۰ سیالیو کې مخامخ شوې، چې پینځه یې هند، یوه یې افغانستان او څلور نورې یې بې پایلې پای ته رسېدلې دي.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان د نړیوال جام غوراوي سیالیو خپلې دوه لوبې قطر او کویټ ته بایللې دي او په دې سیالیو کې وروستۍ لوبډله د هند ده، چې په خپل او د سیالې لوبډلې په کوربتوب په دوه لوبو کې مخامخیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب