شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهروغتیا وزیر:د کډوالو ادارې دې د ستنیدونکو کډوالو په روغتیايي خدمتونو کې...

روغتیا وزیر:د کډوالو ادارې دې د ستنیدونکو کډوالو په روغتیايي خدمتونو کې مرسته وکړي

تاند (۵ شنبه، د حمل دویمه) د طالبانو د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې له استازي لیونارډ زیلو سره په کتنه کې، بیرته راستنېدونکو کډوالو ته د نویو روغتیایي مرکزونو پر جوړېدو خبرې کړې دي.

د هغه دفتر ویلي، په دې کتنه کې ډاکټر قلندر عباد په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې همکارۍ اړینه بللې ده.

سرچینه زیاتوي: د یادې ادارې استازي په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او په دوامداره همکاریو یې ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې هېواد ته له کډوالۍ تازه ستانه شوي افغانان او نور خلک تر ډېره د روغتیایي خدمتونو له کمښت او کمزوري کیدو شکایت لري.

د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، د افغانستان روغتیايي سیستم له سختو ستونزو سره مخ شوی، خو طالب چارواکو یې د ښه کېدو ادعا کړې ده.

یو شمېر نړیوال بنسټونه اندېښمن دي، چې که نړیواله ټولنه په دې برخه کې جدي مرستې ونه کړي؛ د ډېرو افغانانو ژوند به خطر سره مخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب