تاند (۵ شنبه، د حمل دویمه) د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف خبرداری ورکړی، چې د ده په ادعا که د طالبانو واکمن رژیم په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي فعالیتونه مهار نه کړي؛ دغه هېواد به د خپل قلمرو له لارې هندوستان سره د افغانستان سوداګري وتړي.
نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي، که د کابل واکمنان ورسره د دښمنۍ چلند وکړي، دوی به هم هند سره د سوداګریز دهلیز لاره ورنه ګړي.
خواجه آصف په عین حال کې تور پورې کړی چې له افغانستان څخه دوی ته د ټي ټي پي د ترهګرۍ خطر د زیاتیدو په حال کې دی.
د طالبانو چارواکو د نوموړي څرګندونو او خبرداري ته تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.
بل لورته: دیپلومات مجلې په یوه تازه مطلب کې ویلي، چې د کابل واکمن طالبان د پاکستان د فشارونو د محدودولو د مقابلې په لړ کې، د ایران د چابهار بندر له لارې هند سره د سوداګرۍ د زیاتولو او اسانولو په هڅه کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د طالبانو یو اقتصادي پلاوی ایران ته په سفر تللی و او له چابهار بندر څخه د لیدنې پر مهال یې په دغه بندر کې یې د لسګونه میلیونه ډالره د پانګونې خبر ورکړی و.
ایراني چارواکو ویلي وو، چې طالب پلاوي ورڅخه په دغه بندر کې د دفتر ورکولو غوښتنه هم کړې ده
پاکستان له اوسني خبرداري مخکې هم د کراچۍ بندر له لارې هندوستان ته د افغان سوداګریزو توکیو د لېږد په برخه کې ګڼې ستونزې رامنځته کړې او افغان سوداګرو ته ګڼ زیانونه اړولي وو.
بالمثل عمل پکار دی. طالب هم کچیری په واقعی ډول د پنجاب غلامان نوی نو اول دی خپل کورونه له اسلام آباد څخه وباسی دوهم دی دوی هم پرینژدی چی پنجابی لاری د افغانستان له لاری منځنی آسیا ته ولاړی شی و یا ورباندی سخت قیودات وضع کړی ـ
هو موټکی او د کباړي زامن او نور چیشي غواړۍ خبیثان د تر خپلو په وینو ګټلو تیر او د پنجاب په ضد د جهاد بنا کړي
افغان ملي سوداګر د خواجه سرا د خبرو په مقابل کې بالمثل عمل وکړي . که دوی زمونږ د سوداګروپرمخ لارې بندوي . افغانستان قانونا دا حق لري چې د پنجابیانو سوداګري له مرکزي آسیا سره وتړي.
د ډیورند فرضي کرښه خو دوی د ازن سیم پواسطه د ترهګرو پرضد بنده کړې ، یو افغان بې له ویزې اوپاسپورته د کرښې هغې غاړې ته نشي تېرېدای ، نو د دوی په خبره دا ترهګر په کومه ورځي .
پنجابیانو خپل مال وساتئ او ګاونډیان غله مه نیسئ . هغه تاسې منافقین وئ ، چې دا تېر پنځوس کلونه مو د افغانستان پرضد هرډول کرغېړن عمل ترسره کړ. بن لادن د چا په کور کې ووژل شو؟