دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Homeخبرونهکندهار کې چاودنه؛ ۶ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي

کندهار کې چاودنه؛ ۶ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي

تاند (۵ شنبه، د حمل دویمه) له کندهار څخه راپورونه وایي، چې نن سهار د دغه ولایت د لومړۍ حوزې اړوند له نوي کابل بانک سره چاودنه شوې ده.

د میرویس روغتون د ځینو ډاکټرانو د معلوماتو له مخې، به دې چاودنه کې ۶ کسان وژل شوې او شاوخوا ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

په کندهار کې د طالبانو د د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انعام الله سمنګاني په چاودنه کې د یو شمیر کسانو د ټپي کېدو تایید کړی.
سیمه ییزې سرچینې وایي، چې چاودنه له کابل بانک څخه د طالبانو د معاشونو اخیستو پر وخت شوې ده.
معلومه نه ده چې د چاودنې څرنګوالی څه ډول او زیانمن شوي کسان یې څوک دي؟
د دغې چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
 مخکې په کندهار کې د ځینو بریدونو مسوولیت د ازادۍ جبهې پر غاړه اخیست، خو دغې جبهې له روژې مخکې په یوه اعلامیه کې وویل چې په مشروط ډول یو اړخیز اوربند کوي او تر هغې چې طالبانو خلک ډېر نه وي ځورولي؛ د کوچني اختر تر پای ته رسیدو به بریدونه ونه کړي.
کابل بانک، په جمهوري نظام کې هم د دولتي کارکوونکو معاشونه وېشل چې په بېلابېلو ولایتونو کې ډېر ځله پرې ورته چاودنې شوې وې او اوسنیو واکمنو طالبانو یې مسوولیت پر غاړه اخیستی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب