شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهسږ کال هم د نجونو پرمخ ښوونځي بند پاتې شول

سږ کال هم د نجونو پرمخ ښوونځي بند پاتې شول

خبریاله: ډيوه شینوارې/کابل

په افغانستان کې د سړو سیمو لپاره نوی ښوونیز کال پیل شو خو د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې لا هم تړلي پاتې دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر د نوي کال په مناسبت پر خپله ایکسباڼه د طالبانو حکومت ته په خطاب کې ویلي چې د نجونو پرمخ د زده کړو دروازې نه پرانستل زیانمنونکي دي.

همدا ډول د بښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې خواشیني ښکاره کړې او ویلي یې دي، طالبان باید نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځيو ته لاړې شي او د خپلو تبعیضي تګلارو لپاره له بې‌ ځایه پلمو دې ډډه وکړي.

په اکثرو سیمو کې نجونو تمه درلوده چې په نوي کال به د ښوونځوی د پرانیستلو زېری واوري.

د احمدشاه بابا مېنې اوسېدونکې زهرا چې په نهم ټولګي کې یې زده کړې نیمګړې پاتې دي تاند ته وویل: «موږ په تمه وو چې دا کال به ښوونځي پرانستل شي، خو داسې ونه شوه، زموږ څه ژوند دی، لکه له مرغۍ چې په پنجره کې وزرې پرې کړې، نړیوال باید په طالبانو فشار راوړي چې موږ خپل تعلیمونه پوره کړو.»

د نوي کال له شروع سره په سوشل میډيا کې هم د نجونو پرمخ د ښوونځيو د پرانستې کمپاین وچلیده او له طالبانو یې وغوښتل چې نجونې زده کړو ته پرېږدي.

د بي بي سي خبریال ایمل پسرلي د زده کړو د اهمیت په اړه پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي: «وایي سعودي په اې ای یا مصنوعي ذکاوت ۴۰ میلیارده ډالره پانګونه کوي چې د پوهې په ډګر کې په راتلونکي کې له چا شا ته پاته نه وي.

موږ د عادي پوهې لپاره لا نژدې زر ورځې شوې چې ور تړلی او دویم امر ته منتظر یوو.

علم فرض په ښځې نر

خلاصوه د مکتب ور

نوي کال ته یوازې ۳۳۰ زره نجونې له شپږم ټولګې اووم ټولګي ته کامیابې شوي چې دا به هم د هغو نجونو غوندې په کور کیني چې له اووم ټولګي پورته زده کړې یې نیمګړې پاتې دي.

د طالبانو حکومت بیا ویلي چې په ښوونیزه برخه کې له اصلاحاتو راوستو وروسته به د نجونو په وړاندې د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي خو معلومه نه ده چې دا اصلاحات به نور څومره وخت وغواړي.

1 COMMENT

  1. پنجابی غلام قادیانی جاهل چړیان د پنجابی پاکستان له خوا ورکړ شوۍ قادیانی شریعت په اساس بغاری وهی چی جلکۍ د تعلیم او تحصیل حق نلری او میرمنی هم باید خپلو کورونو کښی زندانی شی خلاصه دا تور خرڅ شوی قادیانی جاهلو چړیانو ته د جلکیو او میرمنو ته تعلیم او ددوی بیماری اهمیت نلری او دا کافر قادیانی ځناور مسلسل بغاری وهی چی جلکۍ او میرمنی ناقص العقله دی په واقعیت کښی دا قادیانی کفار انسانان ندی بلکه غلام وحشیان دی او دوی دومره زلیل او پست دی چی پنجابی پاکستان غلامی ته په ګونډو شوی دی ددوی تر مینځ دا وحشیانه جګړه د افغان ملت وژنی او غلام کولو پلان لپاره دی ددوی بادار غلیسه امریکا ددوی مصنوعی مخالفت ممانعت کوی او ترس لری چی افغان ملت به د پنجابیانو پر ضد جدی راپورته شی او د پنجابی چړیانو پر ضد به بغاوت شروع کړی ‍شی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب