Homeخبرونهامریکا له پاکستانه وغوښتل چې له سره انتخابات وکړي

امریکا له پاکستانه وغوښتل چې له سره انتخابات وکړي

تاند (پنجشنبه، د حمل ۲ مه) د امریکا متحدوایالتونه وايي، که پاکستان د فبرورۍ د اتمې نېټې په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه پلټنې ونه کړي، د دوو هیوادونو ترمنځ اړیکې به خړپړې شي.

د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د متحدوایالتونو جګپوړي استازي دونالډ‌ لو د کانګریس غړیو ته وویل، واشنګټن په پاکستان د کې د فبرورۍ د اتمې نېټې د انتخاباتو د بهیر او د ایکسپاڼې په شمول د ټولنیزو رسنیو او مطبوعاتو د سانسور او مخنیوي په اړه «جدي» اندېښنه لرلې ده.

د پاکستان په انتخاباتو کې او تر انتخاباتو مخکې د درغلیو او لاسوهنو ګڼ راپورونه خپاره شول. خو له دې سره سره د تحریک انصاف ګوند کاندیدانو پکې ډېرې چوکۍ وګټلې.

د انتخاباتو د پایلو له اعلانه وروسته د پاکستان د انتخاباتو یوه کمیشنر رسنیو ته اعتراف وکړ چې په انتخاباتو کې یې درغلي کړې او د ځان لپاره د سزا غوښتنه کوي.

د انتخاباتو کمینشر وویل، ده په خپله په راولپنډۍ کې د رایو درغلي څارله او بایلونکي یې په ګټونکو بدل کړي.

د انتخاباتو کمیسیون د دغه کمینشر څرګندونې رد کړې.

تر دې مخکې د امریکا د کانګریس یو شمېر غړیو ویلي و، تر څو چې د پاکستان په انتخاباتو کې د درغلۍ او لاسوهنې په اړه څېړنې ونه شي، باید د پاکستان نوی حکومت په رسمیت ونه پېژندل شی.

د جنوبي اسیا لپاره د امریکا جګپوړی سفیر دونالډ لو وايي چې امریکا به پر پاکستان هیڅ راز وسلې یا نوي تجهیزات ونه پلوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...