دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او نړۍ لنډ خبرونه

د افغانستان او نړۍ لنډ خبرونه

تاند- (په دې برخه کې د نن ورځې تر پایه خپرونه تازه کیږي)

د امریکا د کانګریس مشرانو د ولسمشر جو بایډن له حکومت سره موافقې ته ورسید چې ۱۲ زره نورو افغانانو ته د مهاجرت ځانګړې وېزې ورکړي.

دا خبره رویټرز خبري اژانس د کانګریس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د ريیس مایکل مککال له قوله وکړه، او ویې ویل چې سپینې ماڼۍ او جمهوریپالو استازو غوښتل چې افغانانو ته ۲۰ زره اضافي وېزې تصویب شي.

د امریکا کانګرس په تېرو څو کلونو کې دا ډول ۳۸۵۰۰ ویزې تایید کړي دي. ټاکل شوې وه چې د مهاجرت د ځانګړو ویزو له لارې د افغانانو د انتقال پروګرام د روان کال په اګست کې ختم شي خو اوس دا پروګرام تر ۲۰۲۶ کال پورې غځېدلی دی.

له افغانستان څخه د متحدو ایالتونو د ځواکونو د پخوانیو همکارانو او ژباړونکو د اېستلو ملاتړې ادارې او پروګرام وايي چې دا ویزې د حکومت د نوې بودجې په معاملې کې منل شوې دي.

————–

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د کندهار نننۍ انتحاري حمله د داعش له لوري شوې ده.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل، په کندهار ښار کې د نوي کابل بانک مخ ته چاودنه د داعش تروریستي دلې کړې ده.

دغه وزارت ټینګار کړی چې د دې برید عاملان به معلوم، ونیول شي او محاکمه شي.

د کندهار په انتحاری برید کې لږترلږه ۲۰ تنه وژل شوي او تر ۵۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.

اکثره مرګ ژوبلې هغو مامورینو ته اوښتې چې د معاش د ترلاسه کولو لپاره بانک ته راغلي وو.

—————

په ډیره اسماعیل خان کې نن سهار د پاکستان د پوځ پر کاروان په ځانمرګي برید کې لږترلږه دوه پوځیان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې دا پېښه په پوټه سیمه کې وشوه.

د دې برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

تر دې مخکې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د پوځ پر یوه مرکز په برید کې ۱۷ پوځیان ووژل شول چې وروسته پاکستان په خوست او پکتیکا کې هوايي بریدونه وکړل او افغان طالبانو یې په ځواب کې پاکستاني پوستې وویشتې.

—————–

د فرانسې د انلاین سیالیو د تنظیم ادارې ګوګل شرکت په ۲۵۰ میلیون یورو فرانسوي خپروونکو ته د پیسو د ادا کولو د اوږدې لانجې پر سر جریمه کړ.

د فرانسې دې ادارې پرون (چهارشنبې) وویل، ګوګل یې په دې خاطر ۲۵۰ میلیون یورو جریمه کړی چې دې شرکت خپلې هغه ژمنې نه دي عملي کړي چې په ۲۰۲۲ کې یې کړې وې.

——————–

د پاکستان پخواني صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند موسس عمران خان د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر خرابیدونکو اړیکو انتقاد وکړ او هغه یې د پاکستان د ناسمې بهرنۍ پالیسۍ له کبله وبللې.

د تحریک انصاف ګوند ريیس ګوهر خان، چې د عمران خان پیغام یې له رسنیو سره شریک کړی، وايي چې د تحریک انصاف ګوند د حکومت په مهال هیڅکله د افغانستان او پاکستان اړیکې دې حد ته نه وې خرابې شوي.

ګوهر له عمران خان سره له کتنې وروسته د ادیالا جېل مخ ته خبریالانو ته وویل، کوم وضعیت چې اوس د افغانستان او پاکستان د اړیکو دی، هیڅکله نه و او دا ټول د شهباز شریف د ناوړه بهرنۍ پالیسۍ له کبله دی.

 ———————-

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي چې هیواد یې نه غواړي له افغانستان سره جګړه وکړي.

اصف دا څرګندونې پر پکتیکا او خوست ولایتونو له بمبارۍ او د افغانستان د واکمن رژیم له ځوابي بریدونو وروسته وکړې.

اصف له امریکا غږ سره په مرکه کې په عین حال کې وویل چې پر افغانستان د فشار لپاره د افغانستان او هند ترمنځ سوداګري او ترانزیتي لاره بندوي.

———————

ایران وايي، له افغانستان سره په پوله کې یې یو سرتېری تېره شپه وژل شوی دی.

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د پوله ساتي ځواک مطبوعاتي دفتر نن (پنجشنبه) وویل، د زابل ولسوالۍ په پوله کې د دوی یو ساتونکی، چې محمدجواد بیاناتي نومېده، تېره شپه د هیرمند په سیمه کې د نامعلومو کسانو په ډزو وویشتل شو او وروسته یې سا ورکړه.

—————–

باختر اژانس، چې د طالبانو د حکومت رسمي دریځ څرګندوي د افغانستان پر خاوره د پاکستان یرغل ته په اشارې نن په خپله تبصره کې چې سرلیک یې دی: د افغانستان څلوېښت میلیونه ماشومان او لویان د خپل هیواد دفاع ته چمتو دي، لیکلي:

دا منم چې افغانان د پردیو جګړو او تېریو له امله شاته پاتې دي، خپلې وسلې نه لري او عصري ټکنالوژۍ کې خو بېخي کمزوري دي، خو ناسم ګاونډيان او په ټوله کې نړۍ باید پوه شي، چې افغانان یوه ځانګړې جذبه لري او د همدې جذبې پر اساس ان په زانګو کې ماشوم هم دېته تیار دی، چې له کابل، جلال اباد، پېښور، کوټې، کندهار، هرات او مزار شریف څخه دفاع وکړي.

د ماشومانو سربېره ځوانان، پېغلې، مېرمنې، لویان هغه که مسلمانان دي، که سېکان دي او که هندوان، ټول چمتو دي، چې په قوي جذبې سره او کمو امکاناتو سره دښمن ته ځواب ورکړي.

 –————-

امریکايي رسنۍ وايي، د امریکا په متحدو ایالتونو کې مسلمانان هر کال ۴ میلیارده او ۳ سوه میلیون ډالره خیرات کوي. ځینې پرې انتقاد کوي چې امریکايي مسلمانان ټولې مرستې له دغه هیواده دباندې خلکو سره کوي خو د انډیانا پوهنتون د مسلمانانو د بشرپالنې د طرحې ريیس شارق صدیقي وايي، د دوی له سروې سره سم د امریکا مسلمانان په سلو کې یوازې ۲۵ مرسته له هیواده دباندې بیوزلو سره کوي.

په امریکا کې د مېشتو مسلمانانو شمېر شاوخوا درې نیم میلیونه دی. دوی په ځانګړي ډول د روژې په میاشت کې ډیرې پیسې په خیرات کې ورکوي.

————-

د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمېدو لپاره د شنبې په ورځ د  میلیون امریکايي ډالره د لیلام په ډول پلوري.

دغه بانک نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په شرايطو له ټولو برابرو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.

په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په خاطر ۱۵ میلیونه ډالره وپلورل.

د افغانستان بانک، نن په بازار کې د یوه امریکايي ډالر پر وړاندې د ۷۱.۱۷ افغانیو د تبادلې خبر ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب