پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهد کندهار ځانمرګي برید کې د ۷۰ تنو د مرګ ژوبلې راپورونه

د کندهار ځانمرګي برید کې د ۷۰ تنو د مرګ ژوبلې راپورونه

تاند (۵ شنبه، د حمل دویمه) راپورونه ښيي، چې د کندهار ښار په لومړۍ ناحیه کې د کابل بانک ودانۍ مخې ته د ننني ځانمرګي برید له امله د وژل شویو شمېر ۲۱ تنو او د ټپیانو څه باندې ۵۰ ته رسېدلی.

بي بي سي په خپل راپور کې ویلي، چې دغه ارقام یې د سیمې له موثقو روغتیایي سرچینو ترلاسه کړي.

په کندهار کې د طالبانو د د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انعام الله سمنګاني په چاودنه کې د ۳ تنو وژل کېدل او د ۱۲ نورو ټپي کېدل تایید کړي.
هغه زیاته کړې، چې د زیانمنو شویو کسانو زیاته برخه یې ملکیان دي.
سیمه ییزې سرچینې وایي، چې چاودنه له کابل بانک څخه د طالبانو د معاشونو اخیستو پر وخت شوې ده.
معلومه نه ده چې د چاودنې څرنګوالی څه ډول او زیانمن شوي کسان یې څوک دي؟
د دغې چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د څېړنو له مخې یې دغه پېښه« خوارجو» کړې ده.
طالبان دا اصطلاح معمولاً د داعش ډلې لپاره کاروي.
کابل بانک، په جمهوري نظام کې هم د دولتي کارکوونکو معاشونه وېشل چې په بېلابېلو ولایتونو کې ډېر ځله پرې ورته چاودنې شوې وې او اوسنیو واکمنو طالبانو یې مسوولیت پر غاړه اخیستی و.

2 COMMENTS

  1. د بیګناه انسانانو په وژلو د هر سلیم عقل او زړه سوانده افغانانو درد زیاتیږي. خو د جمهوریت په وخت کې دجلال اباد ښار د کابل بانک په څانګه کې د حقاني شبکې دوه رالیږل شویو حرامیانو زمونږ زیاد افغانان په شهادت ورسول. اوس د همدوې په لاس لیکل سوي نسخه په همدوې عملي کیږي.

  2. په خوست کې طالبانو د پاکستان په تاڼو برید کړی او د پاکستان تیري او ظلم ته یې ځواب ویلی ! د پاکستان غچ دغه اتحاري حمله وه داچې چا کړې ده مالومه نده خو مسئولیت یې د پاکستان په غاړه دی !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب