شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهبادغیس کې د پلار د شکنجې له امله د یوې ۷ کلنې...

بادغیس کې د پلار د شکنجې له امله د یوې ۷ کلنې نجلۍ مړینه

تاند (۵ شنبه، د حمل دویمه) د بادغیس چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې یوه ۷ کلنه ماشومه د پلار د وهلو ډبولو له امله مړه شوې ده.

د دې ولایت د امنیه قومندانۍ لپاره د طالبانو د رژیم ویاند صدیق الله صدیق ویلي، چې دغه پېښه د قلعه نو ښار په درېیمه ناحیه کې شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې د ماشومې پلار د نشه یي توکو معتاد و او له پېښې وروسته د دوی ځواکونو نیولی.

په افغانستان کې د معتادانو لخوا د ورته پېښو رامنځته کېدل مخکینۍ سابقه هم لري.

د نشه یي توکو معتادان په ځانګړي ډول له ایران سره په ګاونډیو ولایتونو کې زیات دي او وخت په وخت یې د ورته کړنو خبرونه ورکول کیږي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، دوی د معتادانو د درملنې لپاره د پراخو هڅو خبر ورکړی، خو منتقدان یې باور لري چې د معتادانو د را ټولولو او ورسره د چلند په برخه کې د طالبانو چلند غیر انساني او له تاوتریخوالي ډک دی،.

طالب چارواکي بیا ورته ادعاوې ردوي او وخت په وخت د دغې درملنې د ښو پایلو یادونه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب